Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: د کابل ښار پروژې د بندیدو خطر

د کابل نوي ښار د زېربينايي چارو لپاره تر اوسه جاپان او اسيايي انکشافي بانکونو له لوري ۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک شوي، چې د اوبو، سړکونو او برېښنا سيستمونه به پرې جوړيږي، خو عملي کارونه يې شاته غورځول کېږي.

د نوي ښار پروژه په ۱۳۹۲ کال کې پيلېده، خو یو شمېر زورواکي‌ او د سیمې خلک یې پروړاندې خنډ شول. د پروژې مسوولين وايي امنيت، د عدليې وزارت له لوري د قانون نه بشپړېدل او د اراضۍ ادارې له خوا د سيمې اوسېدونکو ته د ځمکو په ورکړه کې ټمبلي ددې سبب شوې، چې پروژه له ګواښ سره مخ شي.

د کابل نوي ښار پروژه د اوسني ښار دونيم برابره لويوالی لري، چې ټاکل شوې وه، په تېر ۱۳۹۲ کال يې چارې پيل شوې وای، خو د زورواکو او ځايي اوسېدونکو له مخالفتونو سره مخ شوه او اوس يې چارې شاته غورځول کېږي.

که څه هم ددې پروژې مسوولين وايي، چې زېربينايي چارې يې په ۱۳۸۹ کال کې پيل شوې دي، خو اساسي کارونه د پلان سره سم نه دي پيل شوي او د ځينو کسانو له لوري يې مخه نيول شوې.

دغه پروژه په ۱۳۸۵ کال کې د ولسمشر کرزي له لوري د يوه فرمان پر بنسټ منظوره شوه، چې د کابل ده سبز ولسوالي او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د باريک اب سيمې په بر کې نيسي.

په پام کې ده، د کابل په نوي ښار پروژه کې ۶۰۰ زره کورونه او اپارتمانونه جوړ شي او تر څنګ يې د سوداګريزو ادارو لپاره هم اسانتياوې په پام کې ونيول شي.

د پروژې مسوولين وايي، په دې پروژه کې ۵۴ کلي هم راځي، چې له ډلې يې په ۳۵ کې لومړني کارونه په بشپړېدو دي. د دوی په خبره، په دوو پړاونو کې به دکليو کارونه بشپړ شي: ((لومړی دا چې دغو کليو ته به لومړني خدمات لکه برېښنا، دسړکونوپخول، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور جوړيږي. په دويم ګام کې به د پروژې پراختيايي چارې لکه مارکېټونه او نور ساختماني کارونه په مخ بېول کېږي، چې دا به بيا د کلونو وروسته خبره وي.))

د کابل نوي ښار لپاره ۸۰ ميلياردو ډالرو ته اړتيا ده، چې له دې ډلې په لومړي سر کې له افغان حکومت نه د اتو کلونو په اوږدو کې د ۱۰۰ ميليونه ډالرو غوښتنه شوې وه، تر څو يې چارې پيل شوې وای، خو ماليې وزارت دغه پيسې ورنه کړې.

د کابل نوي ښار د پروژې د عامه اړيکو مسوول انجينر هوتکي وايي، ددې پروژې د اوبو او سړکونو د سيستم لپاره جاپان ۳۵ ميليونه ډلر تړون لاسليک کړی او دغه ډالر ماليې وزارت ته ورکړل شوي دي. دوی وايي، اسيايي انکشافي بانک د برېښنا سيستم لپاره د ۲۵ ميليونو ډالرو تړون لاسليک کړی دی: ((ددې پروژې د لومړنۍ پانګونې لپاره له افغان دولت څخه د ۲۵ ميليونو ډالرو غوښتنه شوې، چې نه دي ورکړل شوي. په دې برخه کې به خصوصي سکتور په اتو کلونو کې ۶،۵ ميليارده ډالره پانګونه وکړي. کله چې ددې پروژې کار روان شي، بيا خصوصي سکتور هم زړه ښه کوي، چې پانګونه وکړي.))

يوه سرچينې د نوم نه ښودو په شرط محور ته وويل، په ټوله کې يوشمېر زورواکي ددې پروژې پروړاندې خنډونه جوړوي او نه پرېږدي، چې کارونه يې په ټول ساحو کې پيل شي. د سرچينې په وينا، دغه زورواکي د ځمکو غاصبين دي، چې دولت هم ورسره ډغرې نشي وهلی، نو له همدې امله د دې لويې پروژې کارونه ځنډيږي: ((د ځمکو ځينې مافیايي بانډونه حتی کوښښ کوي، سیمه له ښاري پلانه وژغوري او‌په خپل سر یې د کابل ښار په نامه لیلام کړي.))

ښاغلی هوتکي وايي، په ټوله کې د کابل نوي ښار پروژې يوه برخه د خلکو شخصي ځمکې او کورونه په برکې نيسي، نو ځکه يې پر وړاندې ستونزې پرتې دي. دی زياتوي، په دې برخه کې عدليې وزارت، د ځمکو اراضۍ اداره او امنيتي ادارې مسووليت لري، چې امنيت يې خوندي کړي، ځمکې ورکړي او د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې قانون ورته رامنځته کړي.

دا پروژه، چې د کابل اوسني ښار دوه نيم برابره کېږي، د عامه نظم د ۶۰ پوليسو د يوې ډلګۍ له لوري يې امنيت ساتل کېږي، خو د پروژې مسوولين وايي، پکار ده، چې دغې پروژې ته زيات شمېر امنيتي سرتېري ورکړل شي.

76 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *