Categories

اعلان

Loading…

ټاکنی که افسانوی کیسی/ امین شینواری

سبا به موږ هم خپلو بچو او لمسو ته وایو چی زموږ په ګران هیواد کی رڼی ټاکنی په ډیموکراتیکه فضا کی وشوی او خبره به د کیسی او فلم بڼه ولری. د نیا ګانو به بله شی او او خپل لمسی به په دی کیسو قلاروی، چی راشه بچیه کیسه درته وکړم . بچی او لمیسی به په ډیر نرم غوږونو خپل غبرګ غوږونه کیږدی او ابۍ به شروع شی . بچو کیسه څه داسی وه.

زموږ په ګران هیواد کی په کال ۱۳۹۳ کی ټاکنی وی. نیټه د انتخاباتو کمیسون د وری ۱۴مه و ټاکله. خلکو او کاندیدانو خپل ځانونه تیار کړل. ۱۰ کاندیدانو ځانونه د جمهوری ریاست یوی چوکۍ ته نوماندان کړل. دا به زما په اند په نړۍ کی د ټولو نه زیات نوماندان ول چی یوی چوکۍ ته یی ځانونه نامزد کړی وو. انتخابانو کمیسون د څه مودی څخه وروسته د کمپاینونو اجازه ورکړه او کمپاینونه رسماً پیل شو. هر چا ځان ته شعارونه جوړ کړی وو، چا ویل تحول به راولم او بیا به دوام ورکوو، چا ویل اصلاحات به راوړم او همدا به پالو او چا خو ویل بلدوزر یم او د بلدوزر غوندی کارونه به کووم.

د کمپاینونو درز او غپ ډیر اغظمی حد ته ورسید، یو بل پسی خبری، د یو بل سپکاوی او بدی ردی.

!!چا به ویل یو خو جهادی رهبر دی او چا به ویل دی خو په فساد ککړ دی. چا به ویل دی له وطنه څه خبر دی ، دی خو راغلی د بهر دی.!!

چا ویل دی خو بلدوزر دی ، دی خو جوړولو پر ځای ورانول کوی، او چا خو ویل دی خو مجرد دی ، دی به موږ ته ګوری که د ځان غم به خوری.

مناظری وی ، مرکی وی، مشاجری وی چی د کاندیدانو تر منځ روانی وی. د رادیوګانو او تلویزونوو هم ښه ګرمه ورځ وه د یو کاندید اعلان به یی خپور کړ آخر کی به یی ویل دا یو تجارتی اعلان وو.

په تلویزونو او رادیوګانو کی ګردی میزونه جوړ وو، کاندیدان ، د هغوۍ پلویان او ویاندویا ، کمپاینران او سیاسی چارو کارپوهان به یی راغوښتل او دوۍ سره به یی موضوع ګانی څیړلی، د کاندیدانو لرلید، پلانونه او دهغوي راتلونکی کړنی به یی ارزولی.

په ټولنیزی رسنۍ( فیسبوک او ټویټر) کی هم د کمپاینرانو تر منځ ښه تاوده بحثونه روان وو. چا به په خلکو د جهادی ټاپی لګولی او چا به نورو بیا د کمونستۍ ټاپی لګولی.

په تلویزون کی یو پروګرام وو د مناظری په نوم. دی پروګرام ته به یی کاندیدان راغوښته او عامه خلک به ورته ناست وو ، هر یو کاندید ته به ټاکلی وخت وو یا دوه یا دری دقیقی ، په دغه ټاکلی وخت کی به یی خپل برنامه، پلانونه، لرلیدونه او کړنی وییلی.راغلو کاندیدانو کی یو خبری پیل کړی خو چی خبری خلاصی شوی نو نتاق ورغږ کړ چی جناب وخت دی پاتی دی ، خپلی خبری وغځوۍ ، خبر یی چی کاندید صیب ورته څه اویل! ورته یی اووییل چی ځما خبری هو بهو د ډاکټر صیب خبری دی او زه خپل وخت ډاکټر صیب ته ورکوم تر څو خپل پلانونه اووایی.تاسی څه فکر کوۍ چی یو کاندید دوه دقیقی متواتر خبری نشی کوی، تاسی یی راته جمهور ریس کوۍ.

کمپاینونه کلو ته وغځیده، کاندیدان به امنو سیمو ته تلل خو نا امنو سیمو ته یی زړه نه ښه کوو. دغه سیمو ته به یی د همغه ځای ملکان او یا مخور خلک ټاکل تر څو ورته کمپاین پر مخ بوځی. د زیاتره کاندیدانو غونډو ته خو به څوک راتلل هم نه خو چی به یی واوریدل ، غوړه ډوډۍ ده پکی نو بیا به یی کولبه، اوبه خور پریښی وو او د ځان سره به یی واړه بچی هم راروان کړی وو. رایه چا ورکوله خو په هره غونډه کی به ناست وو او سر به یی ورته ښورولو او چک چکی به یی ورته ګرمی ګرمی وهلی، کاندیدانو او کمپاینرانو به یی فکر کاوه چی خلک خو لکه چی زموږ په طرف دی او رایه به هم موږ ته راکوی.

څومره چی ټاکنی نږدی کیدی همغومره حالات ترینګلی کیده. د کاندیدانو تر منځ رقابت زیاتیده-دا رقابت سیاسی نه وه بلکه مالی وه، هر چا خرچو ته پښه بنده کړی وه او ډوډۍ ګانو ته یی کار وییلی وو. د خلکو ګیډی هم غوړی وی چه ټاکنی دی وی او هر وختی دی وی.

په ټاکنو کی د روڼتیا غږ هر چا پورته کوو. هر کاندید به هم ټینګار کولو تر څو ټاکنی شفافی وشی. د ټاکنو خپلواک کمیسون هم خلکو ته ډاډورکولو او ژمنه یی کوله چی ټاکنی به په خپلواکه او آذاده فضا کی وی .

د یو څو کاندیدانو مخکښتوت په رسنیو کی ډیر بریښیده او همداسی وه. یو څو د کار سړی وو هغوي څه نا څه پوهیده او مخکیوالی کی یی هم شک نه وو. چی څومره به ټاکنی نږدی کیدی همغومره به د کاندیدانو اوضاع پته لګیده ، آخر دری کاندیدان مخکښ وبلل شو.

لنډه دا چی د ټاکنو ورځی رانږدی شوی، کمپاینونه وتړل شو ، هر چا چمتووالی نیولو، امنیتی سرتیرو خپل فعالیتونه ښودل او د بلی خوا مخالفینو خپل چمتووالی. طالبان به کلیو ته ورتلل او خلکو ته به یی اخطارونه ورکول چی په ټاکنو کی برخه وانخلی که نه نو سخته سزا به یی اووینی او ګوتی به یی ورپری کړی. خلک هم په ډیره ویره او ترهه کی وو، خو له بلی خوا بیا امنیتی کړیو خلکو ته ډاډ ورکولو چی ښه په نره دی ورځی او د خپلی خوښی کاندید ته دی رایه ورکړی. خلک کشمکش کی وو چه د رایو محلونو ته ولاړشی او که یه؟ برسیره په ډیرو سختو ترهو، ویرو او اخطارونو زموږ ملی اردو او ملی پولیسو خپل پوره کوششونه وکړل تر څو امنیتی تدابیر ونیسی او تر ډیره بریده ښه وځلیدل.

د ټاکنو ورځ راورسیده ، دا ځل خلکو په پوره غزم سره راوتلی وو. ولس په میړانه او شهامت سره په ټاکنو کي پراخه ونډه واخسته او داسی یو تاریخ یی رقم کړ چي ګاونډیان او نړیوال ورته ګوته په غاښ شول او غلطه به نه وی که ووایو  چی په کور دننه او په بهر کي یي ټول حیران کړل او نړی ته یی پیغام ولیږه   چی افغانان د ډیموکراسی په ارزښتونو پوهیږی او دوی کولای شی چي خپل زعیم  د رایو د کارولو له لاری  وټاکي. افغانانو د رایو په کارولو هم خپل ملي مسؤلیت ادا کړ او هم یی د ولسواکی د پیاوړی کولو په موخه  راتلونکو نسلونو ته ښه مثال قایم کړ. له ټاکنو مخکي  په ټاکنو کي دولس  د ګډون په هکله ډول ډول تحلیونه کیدل، ځینو ولس له طالبانو ویراوه، طالبانو ولس له حملو او ځانمرګو بریدونو ویراوه، ځینو بیا غرونو ته د ختلو ګواښونه کول خو ولس دغو ټولو ګواښونو ته چي د مخالفینو،  زورواکانو او لنډغرو له خوا کیدل په یوه خوله ځواب ووایه او په میړانه د رایو د صندوقونو په لور ولاړل او خپله رایه یی وکاروله . دوی خپل ځانونه او کورنې  د مرګوني تهدیدو باوجود  د هغه حق د کارولو لپاره چي خدای او د هیواد اساسي قانون ورکړی له خپلو کورونو  راووتل .ګرچه  په ځینو ناامنو ولایتونو کي د کلیو ډیری اوسیدونکو ونشو کولای چي خپله رایه وکاروی ولي د تیرو ټاکنو په پرتله داځل ډیر شمیر هیوادوالو په ټاکنو کي ونډه واخسته او خپله رایه یی وکاروله.

د رایو محلونو کی د کاندیدانو ناظرین حاضر وو او دوۍ به نظارت کولو تر څو د بل کاندید په حق کی څوک دوه یا زیاتی رایی وانه چوی، که خپل کاندید ته هر څومره اچوی خیر دی خو بل ته دی نه اچوی. برسیره پردی هم ډیری خلکو د ۲ نه نیولی تر ۴۰ رایو پوری یو کس رایه ورکړی وه، دا خو لا پریږده چی ځینو سره خو د رایو کارتونه هم نه ول بیا یی هم ۱۰ رایی کارولی دی؟درغلی او تقلب خو داسی شوی وو لکه په رڼو اوبو کی څوک خاوری وشیندی.

په ځینو ولایتونو کی خو رایه اچونه هم نه وه شوی خو صندوقونه ډک وو بو په ځینو ولسوالیو کی نفوس پنځوس زره وو او رایی یی پنځه شپیته زره اچول شوی وی، عجیبه نه ده!! ۱۵ زره رایی د کومه مخه راغلی؟ تقلب نور سپین وی که سور؟

بهر حال تر مازدیګره ډیر واقعی او حادثی وشوی خو رسنیو ته ویل شوی وو چی راپور به نه ورکوی خو بیا هم د خلکو خولی چیرته ودریږی او د ځینو پیښو یی پکی راپورونه ورکړل، ډیر مالی او ځانی تلفات یی نه درلودل ، افغانانو ته عادی خبره وه.

په ټاکلی وخت د رایو محلونه وتړل شو، ځینی ځایو کی ډیری خلک د رایی اچونی څخه پاتی شو، ځینو ځایو کی د رایو پاڼی ختمی شوی او په ځینو ځایو کی بیا وخت پوره شو. بهر حال محلونه وتړل شو او د کمیسون کارکوونک نو خپله دنده شروع کړه او رایه شمیرنه یی پیل کړه. مرکز ته د رایو صندوقونه راوړل پیل کړه. د انتخاباتو د کمیسون لخوا د دنتایجو نیټه وټاکل شوه، البته دا نیټه نه وه نیټی وی! نتایج یی په دری مرحلو کی اوویشل، لمړی مرحله، دوهمه مرحله او نهایی مرحله. دا هم یو قسم رشخند وو، په یو ملک کی نه داسی شوی او نه به وشی.

هیره دی نه وی چی په سرحدی ولایتونو کی داسی کسان ګیر شوی وو چی د یو ټاکلی کاندید په ګټه یی رایی تیاری ډکی کړی وی او مرکز ته یی وړلی، خو سرحدی ځواکونو وکولی شو په سور لاس یی ونیسی. کیسی ، کانی، لوبی، ډرامی او واقعی خو پکی ډیری شوی دی پوره دری جلده کتاب پری لیکل کیږی خو دلته یو څو ته می اشاره کړی.

په ټولنیزه رسنیو کی به خلکو رایه شمیرنه اعلانوله، په فلانی محل کی دومره د فلانکی دی او په فلانی ولایت کی دومره د فلانکی دی، هر چا د خپل کاندید کمه نه ویله! او هر څوک د خیټالوجۍ نه ګڼیدل، یو سره هم کره مالومات نه وو هسی خپل زړونه یی خوشالول.

پدی بهیر کی شکایتونه هم درج شوی وو ، شکایاتو کمیسون هم خپل بابولالی وغږولی ، کله نیټه مخکی او کله وروسته. خلک یی ډیر په کشمکش کی غورځولی وو، د خلکو د سرنوشت سوال وو ، زړونه یی درځیدل، د کاندیدانو نه یی پلویان ډیر وارخطا مالومیدل.

راپورونه راغلل چی په ځینو شمالی ولایتونو کی د دولت مخالفینو د خلکو ګوتی ورپری کړی وی ، عکسونه یی خپاره شول، غندنی شروع شوی خو تش په غندنو د هغوۍ خوارکیانو ګوتی کله راتللی.

کله به چی نتیجه اعلانیدله نو کله به د کاندیدانو له وجی ، کله به د عامه وګړو او کله به هم د شکایاتو د کمیسون له وجی ځنډیدله. په انتخاباتی کمیسونونو هم پاس نه فشارونه وو ځکه خو یی ځنډوله. د خلکو په ذهنونو کی هم اړی دوړی شروع شوی چی دا څه روان دی او څه کیړی لګیا دی. ملک کی اله ګوله شروع شوه، د هر چا په خوله د تقلب لغت وو او بس. کرزی هم مطبوعاتی کانفرانسونو ته کار وییلی وو او نورو کاندیدانو هم خپلی نظریی او غوسی ښودلی بس د رسنیو په کی ګرمه ورځ وه.

نن او سبا کی پوره یوه میاشت نه زیاته ووتله خو نتایج اعلان نه شو. کله په یو شی سره نخښتی وو او کله په بل شی، بس د ملک کاروبارونه، د اعصارو بیی او هر قسمه پانګونه یی په ټپه درولی وه ، ددوۍ یی د کاروبارونو او پانګونو سره څه. دوۍ خو خپلو چوکو ته په درب ناست وو.

آخر هم یوه ورځ داسی راورسیده چی د انتخاباتو کمیسون د نتایجو نهایی اعلان وکړو او په لمړی پړاو کی یو کاندید هم ونشوکولای چی ۵۰+۱ رایی پوره کړی.خو په سر کی څلور کاندیدان داسی وو چی ټولو نه مخکی وو او په دی څلورو کی بیا دوه ډاکټران تر ټولو مخکی وو. ټولو لسو واړو کاندیدانو خپل ناراضیت اعلان کړ او ټاکنی یی تقلبی وبللی، بهر حال خبره د شکایاتو کمیسون ته ورسیده او هغوۍ خپل اجرات پیل کړه، دی کی هم پوره یو میاشت ولګیده.

د بلی خوا نه خارجی مبارکیانی راتللی ، افغانانو ته یی مبارکی ویله چی ټاکنی یی په پوره دیموکراتیکه چوکاټ کی وشوی او په پراخه توګه نر او ښځو ونډه واخیستله او د خپل خوښی کاندید ته یی خپله قیمتی رایه وکاروله. خیر چه هر څه وو خو خبره دوهم پړاوو ته د اساسی قانون مطابق ورسیده. تیاریانی شروع شوی ، خو داځلی د دخلکو زړونه مات مالومیدل ، ځکه ددوۍ توقع چی څه وه هغسی کار ونشو او ددوۍ رایه ضایع وبلل شوه. خو د بلی خوا کاندیدانو بیا دوهم پړاو هر یو د خپلی ګټی پړاو یادولو.

دا ځل نو د پاتی کاندیدانو نظر او ملاتړ ته د دوو مخکښو کاندیدانو اړتیا ډیره اړینه وه. خلک هم حیران وو چی څوک به چیرته او چا سره یو ځای کیږی او ایتلاف به کوی. ملاتړی یی هم مذبذب کړی وو کله به افواه خپره شوه چی فلانکی صیب د فلانکی ډاکټر سره یو ځای شوی او ایتلاف یی اعلان کړ خو لږ ورسته به د رد خبره پسی خپره شوی وه. خیر ځینو یی د ځینو سره ایتلاف په ډاګه کړ خو ځینو یی بیا چوپتیا غوره کړه. خلک د نورو په پرتله په دی چوپتیا د هغوۍ ډیر وارخطا شو چی دوۍ ولی نه ایتلاف اعلانوی او نه بر خلاف؟

د غبرګولی/جوزا په ۲۴مه د دوهم پړاو ټاکنی اعلان شوی. په تلویزونونو او رادیوګانو کی همغسی تاوده بحثونه ، په ټولنیزه رسنیو کی بیا د تیر په څیر لایحی، طرحی او لانجی . بس دا ځل هر چاته ځان وییلو، چا اخطارونه ورکول که انتخابات زموږ په ګټه اعلان نشو نو دا خاوره په په وینو خټه کړو،. خو هر څه چی وو تیریدل خلکو ورته غوږ او سترګی غبرګی کړی وی.

آخر هم ورځ راورسیده ، خلک بیا تیار شو، دا ځل خلکو فکر کاوه چی هغه د تیر په څیر ډرامه به نه وی ، موږ چی څوک غواړو او څه غواړو نو همغه به کیړی. خو خبره بیا هم معکوسه وه. خلک په پوره ملی هوډ او ملی جذبه راووتل او رایه یی ورکړه. د تیر په شان پکی بیا هم درغلی وشوه ، چا صندوقونه ډک کړل او چا صندوقونه ویوړل، چا پخپل سر د رایو پاڼی راوړی او د ټوپک په زوز خلک هڅول تر څو د هغوۍ د خوښی کاندید ته رایه ورکړی، او څوک به په زوره د خپلو باریګادانو سره ورتلل او هر څه یی چی خوښه وه هغه یی کول، زور یی خپل وو ملک یی هم خپل. چا خو خبره د حد څخه پار کړه او پر عامه خلکو یی ډزی پیل کړی، کمکی ماشومان یی ټپیان کړل، لویان یی ودربول، هغه د تراب صیب خبره رایاده شی، !! چی وایه کرزی لالا دی د کومی سوړی خوله بنده کړی!!

د تیر ځل په نسبت دا ځل ډیری ناوریتی وشوی او ددرغلیو بوي تری راتلو. دا ځل دواړه کاندیدانو هم کمه نه وییله او هر یو ویل چی دی ګوندی کامیاب دی.

خیر اخطارونه یی هم ډیر سخت وو ، چا ویل په یوه ګوته او اشاره به دا ټول نظام ګډوډ کړم او مقابل جانب به په ځواب کی ورته ویل چی غاښ ماتوی ځواب به درته اووایو. د خارج نه هم ډیری ښی مشوری راتلی چی د عراق پشان نشۍ او د هغی څخه عبرت واخلۍ او یو حکومت جوړ کړۍ. هغوۍ په حکومت ټینګار کولو، هغه که سهامی وی، که مشارکتی وی او ملی وحدت بس حکومت دی وی او افغانان هم نور تنګ شوی وو همدا یی غوښتل. خو بیا دواړو دا چیرته منله چی ګډ حکومت جوړ کړی. هغه د چا خبره په ډیرو قصابانو کی غوا مرداریږی. د ډیرو شخړو، جنجالونو وروسته یو د فلم هیرو راغی چی جان کیری نومیده او ده غوښتل چی شخړه هواره کړی، او خلک هم ورته خوشبینه مالومیدل چی دی به یی څه حل راوباسی. جان کیری د دواړو کاندیدانو سره وکتل او خبره یی دیته تیاره کړه چی رایی دی بیا دسره وڅیړل شی، پاکی دی ناپاکو څخه بیلی شی. دواړه هم دی خبری ته راضی شول. انتخاباتو کمیسون اعلان وکړ چی د رایو شمیرنی او څیړنی بهری دی بیا پیل شی او شکایتونه به هم وڅیړل شی.

پروسه مخکی روانه وه او دا پروسه به د کاندیدانو د ناظرینو په مخکی بوتللی شوه خو څو ځلی پکی د عبدالله ناظرینو نه راتلل دا پروسه وځنډوله او دا یو وار نه وو څو ځلی یی داسی کار کړی وو. نه راتلل خو لا پریږده څو ځلی پکی خولی ، پزی او غاښونه مات رامات شول. خو اوس یی هم نه منی.

جان کیری څو په دوهم ځل راغی او کاندیدان یی دیته راضی کړه چی ملی وحدت حکومت جوړ کړی، ملی مشارکت، سهامی حکومتونه یوشان دی خو بس نومونه یی ورته بدل بدل ایښی. جان کیری ددواړو څخه امضاګانی واخیستی او دی په خپله لار لاړه.

څو ځله یی تکلیف وباسه خو هغه د خلکو خبره چی ګل مرجان نه منله نو څه یی کړی وی ، خو نور جان کیری هم وشرمیده . هغه ته هم خپل ولس وایی چی ته کله په خپل ملک کی یو ایالت ته دری ځلی په یوه میاشت کی تللی یی او پوښتنه دی کړی؟ او که دا افغانستان یا ډیر لنډ دی او یا درته ډیر ګران.

د بلی خوا نه کرزی همدا ټینګار کوی چی د ستمبر په دوهمه به زه واک راتلونکی ولسمشر ته سپارم او دا نیټه دی نوره ونه ځنډول شی. هغه هم لکه چی پښی اوباسی، دا لانجی نوری عبدالله او اشرف غنی ته پریږدی. شپږمه میاشت د ټاکنو لا روانه خو لا هیڅ ندی شوی ، نه حل او نه چل؟

زموږ سره د نورو ممالکو هم ټاکنی وشوی او نتایج یی اعلان شول، هغوۍ لکه چی موږ نه ډیر په دیموکراسۍ نه پوهیدل او که موږ نه پوهیړو. لیری به نه ځو ګاونډی هیوادونو یو دوه بیلګی به راواخلو. په ترکیه کی ټاکنی وشوی او په سبا نتیجه اعلان شوه او جمهور ریس انتخاب شو. هند دی همداسی واخله ، نن ټاکنی وشوی او بله ورځ یی د ټاکنو نتایج اعلان کړل. داسی به په درسته نړۍ کی نه وی شوی چی ټاکنی دی ۴ میاشتی بر ونیسی دا فخر خو یواځی افغانستان ته حاصل دی. دا به ووینۍ چی ډیر ژر به دی ریکارډونو کتاب ګاینیز بک اف ریکارډ

(Guinness World Record)

کی ولیکل شی.

یوه ورځ به داسی راځی چی دا کیسی به د ابۍ ګانو په خولو لمسو ته کیړی او یا خو به یو ښه ښکلی فلم تری جوړیږی بس یو ښه لیکوال او یو ښه تمثیل ګر ته اړتیا ده تر څو دغه ډرامه او فلم ښه تمثیل کړی

16 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *