Categories

اعلان

Loading…

په ارزګان ولایت کې دري تنه ملکي وګړي ټپیان شول

نن سهار د ۸ بجو پر مهال د دهراود ولسوالۍ پوري اړوند په کوري سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري  د اسماعیل په نامه د یو ملکي وګړي پر کور لاسي بم غورځول شوي چې په ترڅ کې ئي پخپله اسماعیل او د ده د کورنۍ دوه تنه ښځينه ټپیان شویدي.

یاده پیښه وروسته تر هغه  رامنځته شوه کله چې وسله والو مخالفینو غوښتل د کوري په سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو برید وکړي چې د ملي پولیسو د غبرګون سره مخ شول او د سیمي د پریښودو پر وخت ئي دغه جنایت ترسره کړی، دا پیښه پداسي حال کې رامنځته کیږي چې نن د شهید حساس ولسوالۍ پوري اړوند د ګورګین په سیمه کې د وسله والو مخالفینو نه د سیمي د پاکولو په مؤخه د افغان ملي ځواکونو (ملي اردو او ملي پولیس) له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې ئي وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله  اوښتي، خو د ملي پولیسو یواځي یو تن تر دا مهاله ټپي شویدي.

دوست محمد نایاب

د ارزګان  ولایت مقام ویاند

195 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2