Categories

اعلان

Loading…

ملي امنیت په کابل کې د هممهالو تروریستي حملو مخه ونیوله

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن په کابل کې د هیواد د خپلواکۍ په ورځ د خطرناکو تروریستي حملو مخه ونیوله.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې تروریستي حملو په تړاو یې د ترهګرو درې ډلې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو یو موټر، چې له چاودېدونکو موادو ډک و، د ځان وژنې له یوه واسکټ، ۱۰ نښلېدونکو یا مقناطبیسي بمونو او یوه ۵- بي ایم راکټ  سره کشف و ضبط کړی دي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په وینا تروریستي ډلو غوښتل چې د خپلواکۍ په ورځ د کابل په مختلفو سیمو کې هممهاله بریدونه وکړي.

دې ریاست د نیول شویو کسانو شمېر ۵ تنه ښودلی دی.

د ملي امنیت ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې د مشکوکو کسانو او فعالیتونو په اړه دوی ته په ۱۹۱۹ ټېلفون شمېره خبر ورکړي څو د دوی ښار له تروریستي بریدونو خوندي شي.

30 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *