Categories

اعلان

Loading…

د بادغیس ولایت په ترافیکي پېښې کې ۳۳ تنه مړه شول

تاند- په بادغیس ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي دي.

د بادغیس والي احمد الله علیزي نن وویل چې دا پېښه پرون /شنبه/ په آب کمري ولسوالۍ کې د هغې لارۍ د چپه کېدوپه نتیجه کې وشوه چې هم مسافر پکې سپاره ول او هم څاروي پکې بار شوي ول.

اب کمري د ولایت د مرکز قلعه نو په لوېدیځ کې د ایران په پوله کې پرته ولسوالي ده.

په افغانستان کې د لارود خرابوالي، د ترافیکي مقرراتو د نه رعایت کېدو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.

د بادغیس د والي په وینا په دې پېښه کې د لارۍ ۳۳ سپرلي وژل شوې ده.

ښاغلي علیزي د ټپیانو په اړه څه ونه ویل خو ځايي سرچینې وايي چې په پېښه کې ۱۳ نه ژوبل شوي دي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *