Categories

اعلان

Loading…

د یوه پاکستاني په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د میدان وردګو ولایت په چک،سیداباد او جغتو ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو پاکستاني په ګډون ۴ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې،همدا راز  یو امنیتي سرتېرې او دوه ملکي وګړې هم ټپیان شوي دي .

د سیداباد ولسوالۍ په چهاردهی سیمه کې د وسله والو مخالفینو لخوا د توغول شوي توغندې د لګیدو له امله ۹ او ۱۲ کلنې انجونې ټپیانې شوي .

وسله والو مخالفینو دغه توغندی وروسته له هغې توغولی،چې په یاده سیمه کې څو لحظې وړاندې له امنیتي ځواکونو سره نښته هم کړې وه.

په ورته وخت کې د چک ولسوالۍ په کوډي او بمبي سیمو کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو پاکستانی وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د یو بل خبر له مخې په جغتو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی،خو روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړ ده .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *