Categories

اعلان

Loading…

بل لور : د اغلې کوچۍ لنډکۍ لیکنې‎

 ۳۳

تېر وخت

لمر لا نه و لوېدلى چې نيکه مې راغى. په کڅوړه کې يې مغز داره گوړه راوړې وه. خوله مې ورته اوبه اوبه کېده. انا مې کڅوړه واخيسته ويل يې دا به مېلمنو ته کېږدو. ما وغوښته. نه يې راکوله. ومې ژړل، چيغې مې کړې، رايې نه کړه. هغه شپه وږې ويده سوم. سهار مې گوړه هېره وه. مور مې يوه چکۍ پټه کړې وه. رايې کړه. سخت خوند يې وکړ. خو لږ وه. نوره مې غوښته، نوره نه وه. په هغه مينه مې اوس مغزداره گوړه واخيسته. خاورين خوند يې و. بادام يې ترخه و. تو مې کړه.له ماشومانو مې پټه کړه چې ستونى يې ورخوږ نه کړي.

۳۴

مخ

موټر چټک تېر شو. دوړې يې باد کړې. په چادرۍ کې مې سا بنده شوه. شاته مې وکتل. څوک نه و. مخته مې هم پردي ونه ليدل. مخ مې لوڅ کړ. سا مې واخيسته. ستوني کې مې دوړه کېناسته. ټوخى راپيدا شو. راته ويې کتل. غوسه شو. -مخ پټ که، بې شرمې. پټ مې کړ. سر راباندې وگرځېد. کېناستم. د ده نه و راپام شوي. مخته تللى و.

۳۵

عمر

چې وړه وم راته ويل يې لويه ښځه شوم بايد د کور کار وکړم. چې پېغله شوم راته ويل يې زړېږم بايد واده وکړم. چې واده شوم راته ويل يې اولادونه بايد وزېږوم. چې ومې زېږول ويل يې بايد لوى يې کړم. چې ستر مې کړل راته ويل يې بايد ويې پالم او ودونه ورته وکړم. چې واده مې کړل راته ويې ويل زړه ښځه يم ځوانانو ته بايد موقع ورکړم. اوس مې نږور لمسۍ ته وايي لويه شوې ده د کور کار بايد وکړې. زوى مې راته وايي د مېرمن په کار کې يې بايد کار ونه لرم. مېړه مې راته وايي ټول عمر دې په دعوو تېر کړ

۳۶

خبرې

څوکۍ يې په يوه لاس پورته کړه. ماته يې مخامخ کېښوده. کښېناست. په پېړو برېتونو کې يې شونډې راښکارېدې چې موسکې دي. گردۍ خړبخونې سترگې يې  خندانې وې. راته ويې ويل:

–          ته مستعده يې، د ټولنې په خبرو پسې به غوږ نه گروې. رامخته شه، ستا غوندې نجونو ته دا ټولنه اړتيا لري.

مهربان راښکاره شو. په خبرو مې يې جدي فکر کاوه چې د تيلې فون زنگ يې وشرنگېده. غږ يې لوړ و مقابل لور مې هم اورېده. د ښځې غږ و، ويل يې:

–          نورې نجونې هم شته خير دى غواړې يې، اجازه ورکړه.

–          بيا دې غږ وانه ورم، بې شرمي هم حد لري.

پورته شوم. د استاد په خبرو مې نور فکر ونه کړ.

۳۷

ماشوم

د پارک سينما مخامخ يې موټر د سړک په غاړه ودراوه. د دوکان څښتن يې په اشاره پوه کړ چې د کېلې دوه گيلاسه جوس غواړي. خپله په موټر کې پاتې شو. د راديو غږ مې جگ کړ. خبرونه وو. ويل يې ډېر خلک په ماشومانو کار کوي. غوسه شو. راديو يې مړه کړه. ما ته يې وويل:

–        نو په ماشوم کار ونه کړي په پلار يې وکړي؟

غلې پاتې شوم.  د موټر شيشه وټکول شوه. يو ماشوم و ژاولې يې راته نيولې وې. ژاولې مې ترې واخيستې.  د کيلې جوس راغى. ده لوى غوړپ تر ستونې تېر کړ. شونډې يې د جوسو په ځگ ککړې شوې. راته ويې کتل:

–        له دې ماشومانو ژاولې مه اخله ، سبق دې ووايي چې دا نيمه شپه کار کوي.

۳۸

تصويري

ښوونکي راته ويلي و چې په پسرلي څه وليکم. ومې ليکل:

ونې غوټۍ کوي، پاڼې شنې کېږي، چمن زرغونيږي او د مرغيو له هگيو بچوڼې راپيدا کيږي.

 معلم مې سر وښوراوه. ويې ويل:

–        تصويري يې کړه.

پاڼه يې بيرته راکړه، پوه يې نه کړم. پلار ته مې وويل. هغه خپله پخوانۍ د مکتب د وخت ليکنه راکړه.  اوږده وه.

واورې اوبه شوې وې، له غره چينې بهيدې ، سيند له اوبو او کبانو ډک وو. فضا ښکلې وه. د ونو په غوټيو کې مرغيو ځالې کړې وې…….

ښوونکي افرين راکړ. زما پلار ته د ده ښوونکي هم شاباس ورکړى و. زه به يې هم خپلې لور ته وساتم.

۳۹

ونه

 تل دې ويل ښکلا درته مانا نه لري. سينگار ځان غلطول دي. بيا دې دنگه ونه وستايله. ويل دې د هغې نجلۍ ونې خوند درکړ. زه لاړم له بازاره مې د جگو پوندو بوټ واخيستل. په پښو کولو يې په عذاب وم. تگ په کې اسانه نه و. ستا نه و راپام، ما نه غوښتل خپله يې دروښيم. هغه ورځ چې راغلې تر څنگ دې ودرېدم. اوږو ته دې وکتل دنگه درښکاره شوم. خبرې دې وروسته وژړولم. تا ويل د دنگو عقل په پونده کې وي. بوټ مې ليرې کړل اوس مې لنډۍ بولې

۴۰

مينه او کرکه

کمپيوټر مې روښانه کړ. په فيسبوک کې مې ښه ليکنه وليده. خوښه مې کړه. د زړه خبره مې هم پرې وليکله. په سبا مې بيا يوه ليکنه خوښه کړه. ليکونکي يې بلنه راکړه.ملگرتيا مې يې ومنله. روغبړ يې ډير دروند و. لا ډېره خوشاله شوم. سړي خبرې پسې وغځولې. خبرې يې بل لور لاړې. نا ليدلى مين شو. هڅه مې وکړه ځواب ورنه کړم. له فيسبوکه ووتلم.
اوس يې زما ملگرو ته ليکلي دي چې زه پرې مينه يم. ليکنې چې مې خوښې کړې وې اوس مې هم خوښې دي. خو د ليکوال له ذهن او زړه څخه يې کرکه کوم.

34 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *