Categories

اعلان

Loading…

د سعودبنګښ (شندي ګل) عصمت الله زهیرپښين

( شندي ګل) د ښاغلي سعود بنګښ د شعرونو لومړئ ټولګه ده چي پښتنې میرمن یې راټوله کړې ، ترتیب کړې او په کتابي بڼه یې پښتني جهان ته  په (۲۰۰۹ء) کال ډالۍ کړې ده .

د کتاب په پېل کي ( وړومبۍ خبره) په عنوان سره دا پښتنه خور لیکي :

( شاه  سعود خان بنګښ هنګو نه تعلق لرونکی پښتون دوست او په پښتو بلکې په انسانیت مین دی :

ذاتي طور باندي بې پروا غوندي دی ، شاعري یې دسکول د زمانې نه شروع کړې ده ، خو لا تر اوسه یې کتابي شکل نه دی ورکړی ، نه یې محفوظه ساتلې ده ، ځای په ځای پاڼي،پاڼي پرته ده ، ما ترې دا لږه راغونډه کړه ډېره پاتي سوه او د محفوظولو د خاطره مي ترې د یو کتاب چاپ کولو کوشش وکړو :

زما په نظر دا یوه ډېره قیمتي خزانه ده ، ما خپل کوشش وکړو باقي دعا کوم چي د واوا(سعودخان) د پښتنو د اتفاق او یووالي خوب خدای پوره کړي او خدای پاک د هر انسان په زړه کي د انسانیت مینه پیدا کړي ، نور د واوا(سعودخان) د شاعرۍ ډېر اړخونه دي چي ما د پاره په هغو رڼا اچول ممکن نه ده ځکه زه هیڅ ادبي علم نلرم یوه معمولي کورنۍ پښتنه یم )

عصمت الله زهیر

عصمت الله زهیر

ورپسې ( دلوی او بخښونکي الله په نامه ) سعودبنګښ په لنډه توګه داسي لیکي :

( زه شاه سعود خان بنګښ په ۱۵ اپریل ۱۹۶۵ ء کال د هنګو نومي ښارګوټي د کوهي باغ په کلي کي خدای بخښلي سعدالدین (سادوخان) کره زیږیدلی یم :

زما تعلق د پښتنو قبیلې د مردوخیل تپې سره دی ، لسم مي د هنګو سکول نه پاس کړی دی بیا په ګورنمنټ کالج هنګوکي داخل سوم ، په دې دوران کی زه غني خان او ایوب صابر صیب سره معرفي سوم :

د دولسم ټولګي کي د غني خان په خواهش زه USSR ته لاړم هغوي ماته وویې که تعلیم لپاره USSR ته ځې نو سوچ وکړه ، ما ورته او وکړو :

هغوي ماته د سلیمان لایق په نوم یو خط راکړو ، داسي زه هغوي USSR ته ولیږم ، هلته ما د تاشقند لینن پوهنتون نه په صحافت کي ایم.اې وکړه نن سبا U.A.E  کي په یوې کمپنۍ کي ملازمت کوم :

شاعري مي د نهم ټولګي نه شروع کړې ده او ترننه پوري یې کوم )

زما په اند د شندي ګل شاعري د یوه لوستي او باشعوره ذهن مقصدي شاعري ده چي د لوستونکو په ذهنونو کي پوښتني را پیدا کوي ، لوستونکي د لاشعور څخه شعور ته راکاږي هم دغه دمترقي یا مقصدي شاعرۍ هدف دی او دا د دې جوت مثال دی چي په عملي توګه شاعري ذهني عیاشي نه ده ، نه یوازي دحسن او سینګار ناوکۍ ده چي دي زړه وغواړي هم هغه مهال هغه ډول ورسره ولوبیږه .

د شندي ګل مطالعه دا جوتوي چي د مقصدي شاعرۍ ریښې په اولس کي دي او مقصدي شاعري دخلکو له منځه را پیدا کیږي ، دخلکو هیلي ، ارمانونه، نیکمرغۍ، ناخوالي، ټولنیز جبر ، اقتصادي نابرابرۍ، سیاسي جبر ، د انصاف نشتوالي، او د چاپېریال بدمرغۍ پکي انعکاس مومي :

د پښتو معاصر ادب هغه برخه شاعري چي د یوه فکري تحریک زیږنده ده پښتنو کي زښت زیات محبوبیت لري ، خلک خپل مشکلات، ارزوګاني ، غوښتني او هیلي پکي نغښتي ویني ، همدغه مقصدي شاعري ده او د مقصدي شاعرۍ موخه په ماتو زړونو کي د ژوند، امید ،نشاط او تسکین څراغونه روښانول دي ، هم د مقصدي ادب ترجمان شاعران او لیکوال د خپلو شخصي (انفرادي) هیلو، ارمانونو او غوښتنو تېر سي خپل شخصیت هم د خپلو خلکو امانت وپاموي دا ډول د انفرادیت څخه اجتماعیت ته را کډه سي :

د مثال په توګه د سعود بنګښ (پاتي شول ) په نوم شعر وګورئ .

نرمي شونډي توري سترګي تور زلفان پاتي شول

زه را خلاص سوم ډېر په دې کي اسیران پاتي شول

زاهدانو ملایانو راسئ وکړئ اتڼونه

زه یوازي یک تنها یم مست رندان پاتي شول

که هرڅومره محلونه او تاجونه ورسره وي

دغه مړه وي که ژوندي وي بې وجدان پاتي شول

زما برخه چي د خدایه زاهدي نه وه زاهده

ځکه ماته په تقدیر کي ګمراهان پاتي شول

د اردو ژبي نقدڅېړونکي فراق ګورککپوري په اند :

(ادب د ټولنیز ژوند پرته رازیږیدلی نسي ، په ادب کي که چیري واقعیت شتون ونلري مطلب که یې بنیاد د ژوندون په رښتینو واقعیتونو اړوند نه وي نویې صالح (مقصدي) ادب ګڼلی نسو ) .

په واقعیت کي د سعود پښتنی ، افغانی چاپېریال دوینو او لمبو انځورګري ده ، دعقیدې او مسلک په نوم هغه خونریزي هم وسوه چي د تاریخ پاڼي تر اوسمهاله ورځني بې برخي پاته او د جنګ شیطاني نڅاګر هم (رقص مرده) ورته حیران پاته سو :

سعود پوهیږي دلته د خلکو  خوراک ډوډۍ نه مرمۍ ده ، دلته خلک تر کورونو په قبرونو کي څو چنده وڅملول سو :

که لیونی او سپلینی دی افغان

زما زړګی ،زما زړګی دی افغان

هرڅه بدل سو دا بدل نه سولو

تش افغانی، تش افغانی دی افغان

غلیمه خدای د قهره وویریږه

دا نه پوهیږي لیونی دی افغان

خدایه نصیب دي ورته څنګه جوړ کړو ؟

په جنتونو کي لوګی دی افغان

د (ایمان ) په نوم د شعر څو بیتونه وګورئ:

ځکه نه راکوي خوند حوري غلمان

چي سوځیږي په عذاب کي انسانان

دې نه لوی کفر زما په مذهب نشته

چي زړګی دي کړو  ازار چاته لږ شان

ما جنت نه هره خیټه تشنه شونډي

د ملا جنت چرګان دي او ګډان

که بهر شي جهانونه به ذرې کړي

ما سینه کي بندي کړی یو طوفان

جوړهوه ته منارې د جماتونو

جوړ ده نه کړو د یو خوار غریب ګریوان

نوره ما او تا یاري نه کیږي شیخه

درنه لاړم د ساقي په دسترخوان

دا بیتونه یې هم د یادولو دي :

ستا جنت په مستو حورو کي اې ربه

خوار آدم د حوا شونډو په ثنا سو

یا دا بیت

د زاهد شیطانو سترګو فنا کیږه

ځه چي درومو د جامونو کرنګهار دی

سعود بنګښ د فلسفې د نړۍ سره بلد شاعر دی او په منطقي انداز د شعر په تخلیق لاس پوري کوي د لوستونکو په ذهنونو کي ناسپړلي راسپړي د مقصدیت په لارو یې سیخوي .

د فراق صاحب په اند:

( د ژوندون په څېر د ژوندون مقصد هم کوم اقلیدس مطلب ولاړه نقطه نه ده ، ژوندون هرګړی ودي (ارتقا) ته لیوال دی هم دا د ژوند مقصد دی او بیا کومه خبره چي د ژوند په اړه سمه وي نو هغه د ادب په اړه تر دې هم سمه ده :

تر څو په موجود کي ممکن، په پېښه کي تخیل، په حال کي د مستقبل عنصر ور ګډ نه وي ادب وجود موندلی نسي ) .

دا واقعیت دی چي سعودبنګښ د حال په ژبه د مستقبل پیش بیني کوي ، نه چي د ماضي ویرونه ژړوي هم دا یې د فکري ارتقا یو څرګند مثال دی :

د ښاغلي سعود بنګښ شندي ګل چي فکري تازګي لري هم اروایي ارامتیا، تر لوستلو وروسته هم لوستونکي په فکر ي عبادت تر ډېره مشغول ساتي هم دا مقصدي شاعرۍ هنري او فکري کمال دی .

په مستۍ کي  د هستۍ خبري ډېري

ځه ورپریوزه لیونیه دا یې وخت دی

څه حیرانه د غمونو پنډ ته ګورې

په خندا یې ورنه اخله دا دي بخت دی

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *