Categories

اعلان

Loading…

له هند څخه راستانه سوو محصلينو له کندهار والي سره وليدل

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٥-١٨

کندهار، افغانستان- د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ٢١ تنه محصلينو له هندوستان څخه تر راستنېدو وروسته له کندهار والي سره وليدل.

نن ماځيګر مهال د دې پوهنتون محصلينو چي هندوستان ته د عملي او نظري پنځه مياشتنيو زده کړو لپاره تللي ول، له کندهار والي سره د ولايت مقام د غونډو په تالار کي وليدل. په ليدنه کې له محصلينو سره د پوهنتون علمي مرستيال انجنېر روښان ولسمل هم ملتيا کوله.

محصلينو وويل، دوى په هند کي د زراعت په برخه کي ډېره زده کړه کړې، مختلفي علمي تجربې يې کړي او له بېلابېلو ماشينريو سره اشنا سوي دي. هغوى له کندهار والي څخه وغوښتل، چي که د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون اړوند له پنځه زره جريبه مځکي څخه څه اندازه مځکه دوى ته ورکول سي، تر څو دوى خپلي تجربې هلته وکړي او له دې لاري به يو شمېر خلکو ته هم د کار زمينه برابره سي. يادو محصلينو لومړى سميسټر په هند کي ووايه او پاته سميسټرونه به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي وايي.

کندهار والي او د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د هند له دې همکارۍ څخه مننه وکړه او دا علمي بورس يې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو نښه وبلله. هغه زياته کړه: “واقعاً دغه ډول سفرونه ډېر ګټور دي او محصلين به له دې سفره ډېره ګټه واخلي.” نوموړي دغه راز يادو محصلينو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه پوهنتون لپاره به نوي استادان وګوماري او هلته به د ٢٤ ساعته انټرنيټ اسانتيا برابره کړي. د هغه په خبره، محصلين به د انټرنيټ په مرسته د نړۍ له نورو پوهنتونونو سره اړيکې ولري. هغه زياته کړه، پر ليليه يې هم کار پيل کړى، چي ډېر ژر به چمتو او د استفادې وړ وګرځي.

د دغه پوهنتو علمي مرستيال انجنېر روښان ولسمل وويل، د افغان محصلينو لپاره دا د وياړ ځاى دى چي اوس دوى پ خپل هيواد کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کولاى سي. هغه زياته کړه، دوى به هڅه وکړي چي د دې پوهنتون لپاره ښه ټرانسپورټېشن او برېښنا چمتو کړي.

227 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸