Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د اختر په ورځ یوه لویه تروریستي حمله ناکامه شوه

تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نن سهار د اختر له لمانځه وروسته د یوې لویې تروریستي حملې مخه ونیول شوه.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وویل، د دولت وسله والو مخالفانو پلان درلود چې په یوه مازدا موټر کې زر کیلو چاودېدونکي مواد نن سهار د ولایت په مرکز ښرنه کې وچاودوي خو د امنیتي ځواکونو له لوري له چلوونکي سره ونیول شو.

۱په پکتیکا کې امنیتي چارواکي وايي چې موټر د اورګون ولسوالۍ له بازاره ۸ کیلومتره لېري د تیرمیري په سیمه کې کشف شو.

د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عزيزالله کاروان وايي چې موټرله چاودېدونکو موادو سره د ملي امنيت د صفر اته چټکې قطعې لخوا ونيول شو او اوس یې له چلوونکي څخه په دې قطعه کې پوښتنې روانې دي.

د کاروان په وينا موټر چلوونکی شل کلن دی، قاصد خان نوميږي او د شمالي وزيرستان اوسېدونکی دی.

۱۱

194 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸