Categories

اعلان

Loading…

دودان افغانستان ګوند اخترمبارکي

پرافغانستان یو بل اختر په داسې ورځو -شپو کې راغی، چې لاهم دوینو او اوښکو نم نه دی وچ. افغانانو دناوړو پېښو ، غمونو، اندیښنو، وېرو او هیلو ترمنځ د لوی څښتن ج حکم ته غاړه کېښوده او روژه یې ونیوله، هرماښام یې د سترالله ج دربارته لاسونه پورته کړل اودسولې او سوکالۍ غوښتنه یې وکړه، دادی دلوی خدای ج درحمتونو دمیاشتې په پای کې دکوشني اختر خوشالۍ لمانځو او په داسې بختورو ورځو کې هم له خپل خدای څخه دسولې او سوکالۍ هیله کوو .

ودان افغانستان ګوند خپلو مسلمانو هېوادوالو ته داخترمبارکي وایي، په داسې حال کې چې دهرافغان په څېر زموږ دګوندي غړو، ملګرو او خواخوږیو سترګې هم لاد ارګو، ارګون، هېلمند او هرې بلې جنګ وفقر ځپلې سیمې په غمیزه کې لندې دي، خو دیوې شېبې خوشالۍ او هوسایینې په هیله دکوشني اختر رارسېدل بهانه کوو او تاسوګرانوهېوادوالو ته دتلپاتې خوښیو دراستنولو په هیله اوژمنه دغه خوږې ورځې له نیکمرغۍ ډکې غواړو.

ودان افغانستان ګوند هیله لري، چې په دغو ورځو کې دهېواد ماشومان او لویان دخوښۍ احساس ولري، له خپلو اړو، دردمنو او غمجنو هېوادوالو سره خپله مینه او دوستي شریکه کړي او دسولې، ودانۍ، پوهې او پرمختګ یوتلپاتې اختر رامېلمه کړي .

ګوند دغه سترارمان ته په رسېدلو کې هره شېبه اوهرځای له تاسو سره دی .

دژوند هره شیبه مو اختر او

اخترمو بختور

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کومیټه

کابل-افغانستان

۱۳۹۳/۵/۶

عیدمبارکي حزب ودان افغانستان

اینک درلحظاتی شاهد فرارسیدن یک عید دیگر استیم، که بادریغ و درد هنوز خونها و اشکهایمان نه خشکيده است؛ افغانها با تحمل حوادث تلخ، نگرانیها، اندوه، رنج، بیم و امید به امر خداوند ( ج) گردن نهاده، روزه ماه مبارک رمضان را به دعا و امید صلح و ثبات در کشور شان لب بستند و تقوا و عبادت پیشه کردند؛ اینک در پایان این ماه مبارک به پیشواز عید سعید فطر میشتابند و به مناسبت فرا رسیدن ایام مبارک از حضور الله ج تقاضای صلح و آرامش دارند.

حزب ودان افغانستان حلول عید سعید فطر را به همه هموطنان مسلمان افغانستان مبارکباد میگوید و در حالیکه مانند هر هموطن درد دیده چشمان اعضا، دوستان و همفکران حزب نیز در اندوه حوادث ارګو، ارگون و هلمند و تراژیدی هر بخشی از کشور که زیر بار جنگ و فقر مینالد، اشک آلود اند، اما به امید و آرزوی یک لحظه خرسندی و آرامش رسیدن این ایام متبرک را به فال نیک میگیریم و برای برگردانیدن خوشی و بهروزی دایمی به ملت خویش تجدیدعهد مینماییم .

حزب ودان افغانستان آرزومند است، که در این روزهای سعادتمند کودکان و بزرگان این میهن در کنار خوشی، حس همدردی و همیاری با هموطنان درددیده و غمدیده را نیز فراموش ننمایند.

بیایید، دوستانه و صادقانه دست همدیگر را به گرمی بفشاریم و همه باهم در راستای تإمین و استحکام صلح، آبادی، دانش و پیشرفت شاهد آوردن یک عید همیشه پایا و ملی در کشور خویش باشیم .

حزب در راه رسیدن به این آرمان در همه جا و هر لحظه در کنار شما خواهد بود.

عید بر هموطن مبارک باد

هموطن! عیدتان مبارک باد

کمیته مرکزی حزب ودان افغانستان

کابل –افغانستان

۱۳۹۳/۵/۶

9 total views, 2 views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دودا نكون خخه مننه.
    هيله مند يم جه زمونز نيكي هيلي هم دكوجني اختر به مناسبت ستاسي رهبري او تول غري ومني
    ستاسي ستريا دوطن به خدمت او دوطن فروشانو به رابرز ولو كي غوارم
    دازاد او سو كاله أفغانستان به هيله
    جنرال حبيب الله جلالزوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *