Categories

اعلان

Loading…

د مارکس سیاسي فکر ته عمومي کتنه/ ژباړن: احمد ولید وردګ

لیکوال: ډاکتر کمال پولادي

هڅه مو کړي چې دلته مارکسیسم د مارکس د نظریو په محدوده کې بیان کړو د دې مکتب د نورو فعالینو نظریات مو نه دي ذکر کړي ځکه وروسته له مارکس څخه د مارکسیسم تکامل ډېرو تفصیلي مباحثو ته اړتیا لري، خو په راتلونکو جلدونو کې حتمن بحث پرې شوی.

1)      پریدیتوب او بیرته ځانته را ګرځیدل

د مارکس د فکر او کړو وړو تخلیص په (( د کمونسټ بیانیه)) رساله کې په اجمالي توګه ذکر شوی. مارکس خپلې ټولې لیکنې د خپل انقلابي تعهد په اړه لیکلي د مارکس آرمان دا و چې د پانګوالي نظامونو پرځای یو نسبتا عقلاني نظام( سوسیالیستي او کمونستي) نظام په ټوله ځمکه کې قایم شي. مارکس نظریه پردازي، سیاسي تعهد او انقلابي هڅې سره یوځای کړي وې، دا اصل یې په شعار کې هم له ورایه ښکاري: (( تر دې دمه فلاسفه و د نړۍ د تفسیر په اړه هڅې کړي، په داسې حال کې چې اصلي او غایوي موضوع د نړۍ بدلون دی)). مارکس چې د ځوانو هګلیانو د لړۍ یوه کړۍ وه، خپل تر ټولو بارز علمي کار یې د اقتصادي او سیاسي لیکنې کتاب په لیکلو سره پیل کړ. دا کتاب یې تر ډېره د هګلیانو تر فکره مرتبط و. د دې کتاب چې به عین حال کې د مارکس د نظریې نچوړ و، چورلیزه موضوع، بیګانګي(( یا له ځانه بیګانه توب)) وه. مارکس په دې کتاب کې د هګلي دیالکتیک په توګه په دې بحث کوي چې څرنګه خصوصي ملکیت باعث کېیږي څو انسانی خصایص او خصلیتونه له منځه ولاړ شي، یا بالعکس څرنګه ټولنیز ملکیت باعث کیږي چې له ځانه بیګانه توب او انساني خصایص اعاده کړي. که به دیالکتیک ترکیز وکړو باید ووایو چې د تاریخ په اوږدو کې تاریخ یو ځل د خصوصي ملکیت په ستایلو او د ټولنیز ملکیت په غندلو انساني خصایص له منځه وړي، ولې بیرته په یوه بله زماني مقطع کې د خصوصي ملکیت به غندلو او د ټولنیز ملکیت په ستایلو د انساني خصلتونو د اعادې غوښتنه کوي.

2)      تاریخي اړتیا

مارکس ټولې یادې پروسې په تاریخ کې په تاریخي ډول د ځانګړي منطق او قانونمندۍ په ذریعه تحلیلیوي. له لومړنۍ ټولنیزې ټولنې او د ټولنیز ملکیت څخه د انسان ویستل او د خصوصي ملکیت په اساس جوړې شوې طبقاتي ټولنې ته یې ټیل وهل د ظلم، جګړې، له ځانه بیګانه توب او وحشت ته تګ باعث کیږي او دا یوه تاریخي غوښتنه ده.

د خصوصي مالکیت د رامنځته کیدو سره د بشر تولیدي قوه له پخوا نه زیاتیږي. د بشر د تولید د قوې په ډېریدو سره بشری تولیدي اړیکې، بیلابیل تاریځي پړاونه وهي، له آسیايي، برده دارۍ او فیوډالۍ نظامونو څخه تیریږي او بالاخره پانګوالي نظام ته رسیږي. په پانګوالي نظام کې د انسان د تولید قوه او له ځانه بیګانه توب نهايي حد ته رسیږي. بشر کولی شي له دې پړاو څخه هم د یو بل ګام په پورته کولو سره نوې تاریخي مرحلې ته ننوځي.

3)      د بدلون اقتصادي اساس

د مارکس د څېړنو زیاته برخه اقتصادي څېړنو نیولې. مارکس په دې برخه کې د کلاسیک اقتصاد پوهانو وارث او د دوی د نظریو بشپړونکی ګڼل کیږي. مارکس د تاریخ اصلي محرک د حیات مادي وسایل ګني، دی په دې ټکي ډېر تاکید کوي چې د بشر تاریخ د هغه محور په اساس مخ پر وړاندې روان دی کوم چې د بشر تولید په غاړه لري، په دې اړه په راتلونکو بحثونو کې تفصیلي خبرې شوي.

د مارکس زیات عمر د پانګه کتاب به لیکلو، څېړنو او لوستلو تېر شو. مارکس په دې کتاب کې هم د پانګوالي نظام په اړه او هم د ځانه بیګانه توب(( د تولید کوونکي( کارګر) او د تولید د محصول بیلیدل)) او د نه خوندي رقابت په اړه بحث کړی.

آرماني کمونیستي ټولنه

د مارکس دا ټوله پوهه او لاسته راوړنې د دې لپاره وې څو بشر یوې عالي او انساني ټولنو ته متوصل شي. دې ټولنې ته د ورتګ او دوام لپاره د پرولتاریا( د صنعتي کارګرانو طبقې) مبارزه اړینه ده او کله چې دې ټولنې ته متوصل شو نو له ځانه بیګانه توب او د بربریت ټول وسایل به له منځه تللي وي. نو دې ټولنو ته د رسیدو لپاره باید له یوه منځني پړاو( سوسیالیسم) څخه تیر شو او د پرولتاریا دیکتاتورۍ په ذریعه دغه ټولنې سمبال او اداره کیږي. د دې مهم بحث تفصیل په راتلونکو مباحثو کې ذکر شوی.

د مارکس فکر کولی شو په لاندې ډول وویشو:

د مارکس د فکر اصلي اجزاوې:

  1. سیاسي اقتصاد: د ارزښت معیار کار دی، اضافي ارزښت، استثمار، د سرمایه دارۍ کړکیچونه او داسې نور موارد په بر کې لري،
  2. تاریخي ماتریالیسم: تولیدي قوه، تولیدي اړیکې، د تولید وجه، ټولنیز او اقتصادي ډلبندي، زیربنا او روبنا او دې ته ورته نور مسایل پکې شامل دي،
  3. علمي سوسیالیسم: طبقاتي مبارزې، د سوسیالیستي خوځون اساسات او د کمونستي ټولنې آرمان په بر کې لري.

د مارکس د فکر منابع:

  1. د انګلس ـ آدام اسمیت- ریکاردو سیاسي اقتصاد،
  2. دهګل ـ آلماني ایډیالیسم،
  3. او فرانسوي سوسیالیسم.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *