Categories

اعلان

Loading…

بریتانیا افغانستان ته د ۴ میاشتو لپاره تورناډو الوتکې لېږي

تاند- د بریتانیا دفاع وزارت وايي، د دغه هیواد هوايي ځواک د تورنا‌ډو پرمختللې الوتکې برابروي چې ژر یې افغانستان ته ولېږي.

د بریتانیا دفاع وزارت د شنبې په ورځ په لندن کې وویل چې ګولډ سټار ۳۱ قطعه، چې له تورناډو GR4 الوتکو څخه جوړ دی، د کندهار په هوايي ډګر کې د موجودو اې ایکس الوتکو په ځای لېږل کېږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د ګولډسټار ۳۱ الوتکو د قطعې د قومندان ډګروال ریچاردیتس له قوله ویل شوي:«دا په تېرو ۹۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې دا الوتکې افغانستان ته استول کېږي.»

د ده په وینا د ګولډ سټار۳۱ قطعې الوتکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۹ میلادي کال د افغانستان د خپلواکي غوښتونکو پرضد د انګلیسي او هندي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې کارول شوې وې.

په ۱۹۱۹ میلادي کال د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانستان له بریتانیا خپلواکي وګټله.

له هماغه وخته تراوسه پوري د دې قطعې الوتکې خورا مدرنې شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې د ګولډسټار ۳۱ قطعې تورناډو الوتکې به یوازې څلور میاشتې په افغانستان کې وي.

بریتانیا ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه ټول پوځیان باسي.

د ګولډسټار ۳۱ قطعې له الوتکو څخه په ۱۹۹۱ میلادي کال د صدام حسین د رژیم پرضد د خلیج د جګړې په مهال کار اخیستل شوی و.

دغو الوتکو د پخوانۍ یوګوسلاویا پرضد د ناټو په عملیاتو کې هم ګډون کړی و.

تورناډو جي آر ۴ الوتکې رادار نه شي کشفولی او له ۱۹۹۰ کال څخه په مختلفو عملیاتونو کې کارول شوي. تورناډو جي آر ۴ د ټیټې ارتفاع ډېرې ګړندۍ الوتکې دي چې له هوا څخه هوا او له هوا څخه مځکه ویشتونکي توغندي پکې نصب دي او په مخکه کې نښه خورا دقیقه ویشتلی شي.

59 total views, 1 views today

  1. ګنډېری Reply

    افغانان هم حیران دي. له یوې خوا انګریزان او نور یې په افغانستان د متجاوزینو سیاست کاروي او له بلې خوا وسله وال اپوزېشن د داسې چا په لاس کې دی چې نه سړی دی او نه څاروی؛ بس د کوېټې په نظامي چاوڼۍ کې ناست دی چې هغه ځای هم ورته د انګرېزانو پرکټیانو پنجابیانو ورکړی دی او هر حکم یې درې ځلې د آی اېس آی چارپښان ګوري بیا صادرېږي. بس الله تعالی دې زمونږ پر حال ورحمېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *