Categories

اعلان

Loading…

عام ذهنيت/ اجمل ښکلی

موږ همېشه داسې خبره کوو، چې کله مو يې پر سمون فکر نه دی کړی. مثلا: وايو:

پاتې دنيا ده.

اوس دا خبره ناسمه نه ده، رښتيا هم دنيا فاني ده او پکار ده، چې هر سړی د ناروا مال د راټولولو په وخت دا خبره ذهن ته راولي؛ خو په ټولنه کې د دې خبرې د کارونې ځايونه سم نه دي. موږ عموما دا خبره په هغه ځای کې کوو، چې نه کول يې بهتر وي. چېرته چې د يوه سوداګر، يوه محصل، يوه شاعر، يوه ليکوال، يوه سياستوال د پرمختګ خبره راشي، موږ ورودانګو چې که سړی هر څه وکړي، بيا هم مرګ دی. په داسې مواردو کې دا خبره ځکه سمه نه ده، چي نهيلي پيدا کوي او خلک له فعاليته غورځوي.

دا خبره کله ناکله موږ له بل سره له رخې هم کوو يا مو چې يوه کار ته زړه نه وي، يا مو په وس کې نه وي يا هسې د خپل ضمير د اطمينان لپاره وايو چې پاتې دنيا ده. په داسې مواردو کې دا خبره د نشې د ګوليو کار کوي، سړی خوارۍ ته د هڅونې پرځای په ناراستۍ روږدی کوي.

د دې خبري موخه زياتره فردي ژوند وي؛ خو د ټولنې ژوند تر فرده ډېر اوږده وه او داسې خبرې پرې چندان نه تطبيقېږي۔

له دې ځايه ويلای شو، چې په عام ذهنيت کې مروجې دا ډول خرافاتي خبرې دوه اړخه لري:

يو، چې ناسمې نه دي؛ خو کارونه يې سمه نه ده، لکه پاس مو چې يې بېلګه وړاندې کړه.

بل، هغه چې پخپله ناسمې دي، لکه: دا متل:

چې زما پر سر شوه تېره، خدای دې نه کړي دنيا ډېره

موږ متلونه بشپړ ګڼو، خو داسې نه ده. په متلونو کې داسې ډېر دي، چې د يوې مهذبې ټولنې د جوړېدو مخه نيسي او غم دا دی، چې دا بيا د عام ذهنيت برخه دي او د ټولنې ژوند پرې د چلنده سيکو غوندې ولاړ دی. متلونه راته ځکه بشپړ ښکاري، چې د خپلو نيکونو د تجربو محصول يې ګڼو. متل به د تجربې محصول وي، خو تجربې همېشنۍ نه وي، زړېږي.

پاسنی متل، خودغرضۍ ته شديد تمايل ښيي او په ټولنه کې ځانپالنې ته لمن وهي. نوې دنيا راته وايي، چې بوټی وکره. که ته يې سيوري ته کېنناستې او مېوه دې يې ونه خوړه، بچې او لمسي خو به دې وخوري. هېواد مو ځکه پرمختللی پکار دی، چې زموږ راروان نسلونه پکې هوسا ژوند وکړي او زموږ په برخليک اخته نه شي. پرمختللې ټولنې د کودو او پردو غم کوي او زړه يې پرې خوږېږي. شنه لوګي به کله د ځمکې موسم خرابوي، خو دوی يې له اوس نه غم کوي، چې زموږ د کړوسو سا پکې ډوبه نه شي، خو موږ ايله تر ځان محدود يو. وايو، چې سترګې مو پټې شوې، دنيا ورانه شوه.

په همدې متلونو کې د (چېرته ډب، هلته ادب) متل هم دی، چې د نويو ښوونيزو تجربو له مخې ناسم ثابت شوی. په نويو ښوونيزو نصابونو کې د شاګرد پر وهلو بنديز دی.

داسې خبرې موږ څه مطلقې سمې بللې، ځکه يې وايو او څه ټولنيز اخلاقي جبر دی، چې موږ يې دې خبرو ته مجبور کړي يو.

دا خبرې چې موږ ته له نيکونو راپاتې دي او په ټولنه کې پېړۍ پېړۍ چلېدلې دي؛ نو زړه ته مو لويدلي دي. اوس مو عادت شوي دي او له دې عادته مجبور شوي يو، ځکه دا يوه خبره دوه نه دي، بې شمېره دي.

له بل پلوه موږ هر يو د يوه فرد په توګه پوره ټولنې ته مخامخ يو او بې ټولنې ژوند ناشونی دی؛ نو له ټولنې مجبور يو، چې دا ډول نارواوې يې منو او د (هو) سر ورسره خوځوو.

بل لامل يې چې موږ د دې خبرو پر وړاندې نه ودرېږو، د ټولنې د شړېدو او د خپلې بې لارۍ ويره ده، چې هسې نه د خدای له قهر او د خلکو له کرکې سره مخ شو. په کلي کې ډېر داسې اهل حديث پېژنم، چې په خپلو جوماتونو کې رفع اليدين او ښکاره آمين نه قضا کوي، خو د اهل سنتو په جوماتونو کې بيا نه رفع اليدين کوي او نه آمين بالجهر. ښکاره خو يې لامل دا ښيي، چې موږ دا هم حق ګڼو، خو اصل خبره دا ده، چې دوی د عوامو له کرکې نه ويرېږي. څوک به ورته څه ونه وايي، خو که په زړه کې ترې کرکه هم وکړي، دا هم دوی ته لويه خبره ده.د پرمختګ پر وړاندې زموږ ستر دښمن همدا ويره ده، ګنې ډېرې خبرې داسې دي، چې ډېر کلک خلک پرې هم په زړه کې مطمين نه وي او ناارادي يا د ټوکو په بڼه يې کله ناکله راوباسي، خو د ښکاره او جدي مخالفت شيمه يې په ځان کې نه ويني.

ډېر خلک داسې هم شته، چې د دې خبرو په ناسمۍ پوهېږي، خو پام يې ورته نه وي او د مخاطب د اغېزمنولو لپاره يې کاروي او دا هم د ټولنيز جبر نښه ده، چې خپلې ريښې يې زموږ په وجود کې دومره ځغلولې دي، چې ناارادي يې هم مخالفت ته چمتو نه يو. موږ له دې جبره دومره مجبور يو، چې دا ناسمې خبرې ناارادي هم کوو او پر ناسمۍ يې فکر کولو ته چندان اهميت نه ورکوو.

د عام ذهنيت پر بنسټ موږ شاعران او ليکوال هم ويشلای شو:

يو هغه شاعران او ليکوال دي، چې د عام ذهنيت استازي کوي او ارادي او ناارادي د ټولنې ناروا خبري پر ځان مني.

بل هغه دي، چې د ټولنې د مهذبولو فکر ورسره وي او د داسې ناسمو اخلاقو او خبرو مخالفت کوي. له يوه شاعر يا ليکوال سره د سترې شاعرۍ او ليکوالۍ لوی معيار همدا دی، چې همېشه د ټولنې پر مروجو اخلاقو او ويناوو فکر کوي، بشپړې يې نه ګڼي او همېشه له عام ذهنيته او مروجې زاويې تېښته کوي. د فورموليستانو په وينا همدې ته هنر وايي او همدا غير عادي کول او نوښت دی. خوشال وايي:

زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب کې

ستا زده ستا خبرې چې نکلونه رنګارنګ کړې

خوشال د عام ذهنيت خلاف چې مذهبونه د اختلاف او دښمنۍ اسباب بولي، وايي، چې هغه مسلک او هغه مذهب په حقه دی، چې درد پکې وي، له خدای سره پکې مينه وي؛ نو داسې سړی که په هر مذهب کې وي، بريالی دی.

دويمه ډله شاعران او ليکوال په لويو شاعرانو او ليکوالو کې راځي، ځکه له همدوی نه د نوښت او فرهنګ ته د خدمت تمه کېږي او د ټولنې په پرمختګ کې همدا لوی ليکوال او شاعران لاس لري.

لوی ليکوال او شاعران هم کله ناکله د عام ذهنيت خبره وکړي. مثلا: رحمان بابا وايي:

کر د ګلو کړه، چي سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشو ولې، هسې پوه شه

چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي

کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې

چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

موږ چې لا له زاړه پوسته نه يو راوتي، اوس هم دا فکر کوو، چې که چا ته مو څنګه نقصان ورساوه، موږ به هم له همغسې برخليک سره مخ کېږو؛ خو نوې دنيا ثابته کړې، چې داسې نه ده۔ ډېر قاتلان، داړه ماران اوس هم تاو کړي برېتونه ګرځي او ژوند يې تر خپلو مقتولينو او قربانيانو زر ځله ښه دی. ډېر ښکېلاګر او نړيوال شوکمار د مظلومو په پيسو، خولو او ينو ورځ په ورځ مستېږي.

دا خبره د عام ذهنيت له (چې څه کرې، هغه به رېبې) متله راوتې. هغه وخت چې خلکو د انصاف مرجع نه ليده او غږ يې نه شو پورته کولای يا ټولنو د وسمهال غوندې محکمې نه لرلې؛ نو ظالمان به يې پر خدای سپارل او د ځان د اطمينان لپاره به يې بيا دا خبره کوله. دې خبرې دومره خلک له ظلمه راونه ګرځول، څومره چې يې خلک د ظلم له زغمولو سره روږدي او د ظالم پروړاندې د راپورته کېدو پرځاى د ظالم اطاعت ته اړ ايستل.

د حميد بابا دا بيتونه:

په  زړه مهر په  خوله قهر زوى ته بويه

څه ښه وايي چېرته ډب هلته ادب

يوسف هاله شو لايق د بادشاهۍ

چې يې وخوړې څپېړې د غضب

هم د عام ذهنيت بېلګه ده، ځکه اوسنی ښوونيز نظام وهل ټکول د زده کړې د بهير لوی خنډ ګني، چې ماشوم له علمه زړه توری کوي. د همدې شعر بل بيت دی:

چې پيدا شي يو ناکس په  قبيله کې

وړاندې وروسته حبطه کاندي نسب

پښتانه اوس هم د يو کس جرم د هغه د ټولې کورنۍ جرم ګڼي، خو نوره نړۍ په دې پوه شوې ده، چې د بالغ او عاقل سړي جرم شخصي دی.

د رحمان بابا او حميد بابا بيتونه راته وايي، چې کله ناکله لوی لوی شاعران او ليکوال هم له عام ذهنيت مجبور وي او دا پر ټولنه د عام ذهنيت ټينګ تسلط ښيي.

دا هم راته وايي، چې لوی پنځګر هم تهذيبې تيندک خوړلای شي او موږ چې کله پر يوه شاعر يا ليکوال باندې نقد کوو؛ نو پکار ده، چې د هغه لويوالی مو سترګې ونه نيسي او مضر احتياط ورسره ونه کړو؛ خو پر لويوالي يې په داسې څو بېلګو شک هم ونه کړو.

پايله دا راوځي، چې لوی شاعر او ليکوال له ټولنې سره معقول چلند کوي، پر عام ذهنيت فکر کوي او په پټو سترګو يې نه مني. د ټولنې معقول اړخونه په هنري ژبه ستايي او نامعقول غندي.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *