Categories

اعلان

Loading…

د مطالعې شپه/ اناهیتا روهي

دلته په جرمني کې معمولآ د تعلیمي کال وروستۍ میاشت ډېره بوخته تېرېږي. په تېره بیا په هغه زده کوونکوچې په ښوونځې کې یې وروستی کال وي. دا دورې د څلورم، لسم، دوولسم او دیارلسمو ټولګیو دي. د دولسم او دیارلسم ټولګي زده کوونکي لوړو زده کړو ته روانېږي. د لسم ټولګي زده کوونکي کالج ته ځي او یا حرفوي زده کړو ته مخه کوي او تر ټولو وړه خو نازولې دوره د څلورم صنف د زده کوونکو ده چې ابتدايي دوره یې ختمېږي او ښوونځي بدلوي.

د دې دورو د ختمېدا لپاره بېلابېل جشنونه او پروګرامونه نیول کېږي. د هېواد دننه او بهر ډله ییز سفرونه، رستورانت، سینما، تیاتر، موزیمونو ته تګ او ډېر نور تفریحي پروګرامونه پلان کېږي. یو له دې پروګرامونو څخه د څلورومو ټولګیو لپاره د مطالعې شپه ده.

هر ښوونځی د مطالعې د شپې لپاره په خپله خوښه وخت او ځای ټاکي. موږ دا ځل د دې شپې لپاره د خپل ښوونځي انګړ ټاکلی و. د ښوونځي میدان مو په برخو ویشلی و. یوه برخه د خوب لپاره، یوه د ډوډۍ او یوه برخه مو د مطالعې لپاره ځانګړې کړې وه.

د ډوډۍ برخه په مېزونو او چوکیو سمبال وه. کورنیو په خپله خوښه له ډوډۍ رانیولې تر کاغذي دستمالونو پورې هر څه راوړي وو. ماشومان، میندې، پلرونه او ښوونکي ټول لکه یوه کورنۍ ګډ سره لګیا وو.

د چمن بله خوا د خوب لپاره ځانګړې شوې وه. د ماشومانو لپاره رنګه رنګه خېمې درول شوې وې. هر چا خپله بستره او د ماشومانو خېمې له ځان سره راوړې وې. په هره ونه پورې شپږ اووه هوایي پوقانې تړلې وې. د هر زده کوونکي نوم، ادرس او د هغه د راتلونکې غوښتنې په یوه کارت کې لیکل شوې او په پوقانو پورې ځړېدلې. د ونو لاندې چارچاپېره لنټېنونه بلېدل. تر ټولو مهمه برخه مو د مطالعې برخه وه. د همدې یوې شپې لپاره مو د چمن په منځ کې یو ځای سیمټ کړی و. ګردچاپېره خښتې ترې راتاو وې. په سیمټي دایره کې د اور لپاره لرګي تیار وو.

د ډوډۍ تر خوړلو وروسته کورنۍ لاړې. یوازې د څلورم ټولګي زده کوونکي او ښوونکي سره پاتې شول. تر څو چې شپه پخېده تر هغه ماشومان په منډو رامنډو، خوراکونو او نورو تفریحي لوبو بوخت وو. په دې شپه د ژړا او خپګان کمی هم نه و. دا د دې لپاره چې بېلتون هر وخت ګران وي. څلور کاله ښوونکو او زده کوونکو تقریبا هره ورځ سره ولیدل. له یو بل سره داسې روږدي شول چې اوس یې بېلیدل له اوښکو سره مل وو. څلور کاله پخوا دا ماشومان له وړکتونه راغلل. د الف او ب نه مو ورته ښوونه پیل کړه. نن هر یوه د ژوند لومړنۍ لسیزه پوره کړې، لیک لوست او حساب کولای شي.  د ښوونکو د میز سرونه له کارتونو ډک وو. هر زده کوونکي په خپل انداز خپله مینه او خپګان ورسره شریک کړی و. د تېلفون له شمېرې اوس خبره د سکایپ نوم ته راغلې وه.

موږ له یوې خوا خوشحاله وو چې دا راتلونکی نسل د ژوند یوې نوې مرحلې ته ننوځي. داسې یوې مرحلې ته چې بنسټ یې موږ ایښی دی. له بل پلوه له ماشومانو لرې کېدل داسې دي لکه د یوه بڼ په منځ کې چې پټې سترګې روان اوسې. وږمې یې حس کړې خو د ګلانو غوړېدا او ښایست یې ونه وینې.

کله چې شپه پخه شوه او ستوري و ځلېدل، اور مو بل کړ. له سیمټې دایرې چاپېره ماشومان راتاو شول. وار په وار هر زده کوونکي د خپل راوړل شوي کتاب څخه یوه برخه لوسته. شپه تر نیمو اوښتې وه. د بل شوې اور ایرې لا سړې نه وې. ماشومانو لنټینونه له ځان سره واخیستل، هوايي پوقانې یې له ونو خلاصې کړې. په دې هیله خیمو ته ننوتل چې یو چېرته به یې یو څوک په هوايي پوقانو پورې تړل شوې کارتونه ولولي او له دوی سره به اړیکې ونیسي.

152 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸