Categories

اعلان

Loading…

په جنوبي افریقا کې د ۹ کلن هلک او ۶۲ کلنې ښځې واده

تاند- شاوخوا ۱۰۰ تنو د نهه کلن هلک او ۶۲ کلنې ښځې د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې په جنوبي افریقا کې نهه کلن (Sanele Masilela) له ۶۲ کلنې (Helen Shabangu) سره نکاح وتړله. دوی وايي چې پلرونو یې ورته دغسي وصیت کړی و.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هلک د ۴۷ کلنې مور له قوله ویلي چې زوی یې خوشاله دی او په دې نه شرمېږي چې واده یې کړی دی.

دوه شپېته کلنه (Helen Shabangu) ۵ ماشومان لري چې عمرونه یې د ۲۸ او ۳۸ کلونو ترمنځ دي.

دا وايي، په دې خوشاله ده چې هلک خوښه کړې ده او دا کار به د دوی د نیکونو اروا خوشاله کړي.

55 total views, 2 views today

  1. سید الر حمن زیار مل Reply

    لعنت دوی ددوی دپلار او نیکو په ارواخو .-لعنت دوی په دغه ناولی دوداودغه ناولی ماشوم او ناولی ښڅه و(دزوی نه هم کم عمره سره واده )لکه دزوی سره واده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *