Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د ماین چاودنې ۱۴ تنه ټپیان او ۱ وواژه

د یو ماین د چاودنې له امله د ۱۴ تنو ملکیانو د ژوبلې او یو تن شهید تر څنګ خپله د ماین لیږدونکی هم وژل شوی.

نن سهار ۹ بجې او لس دقیقې د مهترلام ښار اړوند د منډوي په ساحه کې یو تن چې په موټر سایکل یې ماین لیږدو خپل ماین ورباندې انفجار کړی چې له امله یې ۱۴ تنه ملکیان زخمیان، یو تن شهید او خپله د ماین انتقالونکی هم په دغه پیښه کې وژل شوی.

زخمیان ټول دا مهال د لغمان د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د وطن د دښمنانو دغه ناوړه او غیر اسلامي کړنه په کلکه غندي، د شهیدانو او زخمیانو کورنیو او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او شهیدانو د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او زخمیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *