Categories

اعلان

Loading…

نظار شورا ځانته د خټو د پوزې ایښودلو په هڅه کی

نيکمل یون –

ملې وحدت هغه ارزښت دی چې د ولسونو ترمنځ له پېړيو پېړيو ژوندی او څپاند دی، اما په ۱۳ کلنه موده کې ځينو قومي ټېکدارانو قومي او سمتي يووالې ته د څو دلالانو په ګډون د ملي وحدت نوم ورکړی وو، نو ځکه د ځينو ملګرو دا اندېښنه پرځای ده چې ملي وحدت د تېر تکرار نه وي، اما داسې نه ده،دلته له ملې وحدت څخه هماغه دافغانانو طبيعي وحدت دی، نه ایتلافي، ځکه چې نوماندان پوهیږي چې داسې توافق د ملي وحدت حکومت بنسټ نه دی بلکې ملي جفا ده چې مرتکبین به یې په تاریخ کې محکوم وي.

د ملي وحدت حکومت جوړېدا په دې معنا چې د بایلونکي نوماند وړ او ښه کسان به د افغانستان د نافذه قوانینو سره سماو د ښایسته سالاری اصل ته په پام کی نیولو سره کولی شي چې حتا دوزارتونو په کچه په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري.

د افغانستان د اساسی قانون د لومړی فصل شپږمه ماده په ډاګه کوی چی دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت پهساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولوقومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پربنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.

د افغانستان د تاریخ په اوړدو کی د شخړو او ننګونو بنسټیز لامل هغه حکومتونه دی چی د ځان غوښتنی پر بنسټ را منځته شوی. د ځان غوښتنی پربنسټ جوړ شوی حکومتونه لاندی ځانګړنې لري:

۱- په ځان غوښتونکیو حکومتونو کې د واک اراده له خلکو سره نه وی چې له همدې امله دا حکومتونه مشروعیت له لاسه ورکوي.

۲- ځان غوښتونکي حکومتونه هیڅ ډول ګډون او مشارکت نه مني او ټولې پرېکړې د واک د انحصار او نورو د حذف د تګلاري له مخی ترسره کوي.

۳- په دې ډول حکومتونو کې سیاسی واک ته د یوه هدف په سترګه کتل کیږي، نه د عامه خدمتونو ترسره کولو د وسیلې په توګه. له همدی امله ځانګړیو موخو ته د رسیدلو او واک ساتنې لپاره له هرې ممکنې وسیلې کا اخیستل کیږي.

۴- په دې ډول حکومتونو کې دین، عقیده، کلتور، اقتصاد او سوداګري ټول د واک په چوپړ کې وي او وسيلوي کار ورڅخه اخيستل کېږي.

د ځان غوښتنې پایله په هېواد کې د سیاسي ټیکاو له منځه تلل دی، ځکه چی ځان غوښتنه د انسان له خپلواکۍ او د هغه د انتخاب درلودلو له حق څخه انکار دی. له همدې امله د ځان غوښتنې پر بنسټ ولاړ نظام ډېیر دوام نه کوي او متقابل غبرګونونه راپاروی. دا غبرګونونه کله ناکله د خلکو پر پاڅونونو اوړي چې دحکومتونو د رانسکورېدلو سبب ګرځي.

له شخړو او ننګونو څخه د راوتلو لپاره باید ولسي حکومت رامنځته شي. ولسي حکومتونه د ځان غوښتونکيو حکومتونو بالعکس، د خلکو پر ارادو ولاړ وي، د حذف د سیاست پرځای د ګډون پر سیاست عمل کوي او بنسټیزه موخه یې دواک ساتل نه، بلکی د عمومي نظم ساتل او د خدمتونو وړاندې کول وي. دا ډول حکومتونه د خپل ولس پر وړاندې بې پرې او ناپلوي وي، پر هېڅ ډول قومی، ژبني او مذهبي توپیر باور نه لري او بنسټ يی د ټولو لپاره يو ډول حقونه ورکول وي.

د بدلون او دوام ټیم په رښتینی معنا د یوه ولسي او ځواب ويونکي حکومت د رامنځته کولو په موخه ټاکنیز ډګر ته را دانګلي دي.

یو متل دی چې ((غوا لا حلاله نه ده دیګی مو په سر ورته نیولې دئ.)) مقابل لورئ غواړي ترڅو د ملي حکومت معنا په ایتلافي حکومت بدله کړيمګر حقیقت بل ډول دی ځکه هغوی خو هسې هم میدان بایللی دی ځانته یوازې د خټو پوزې ایږدي او غواړی چی د خپلو پلویانو اندونه بدل او مورال یی اوچت کړی.

ددغه نیک کار په سرته رسیدو یعنی د ملی یووالی یا ولسی دولت په جوړیدو به بايلونکئنور د شخصي ګټو لپاره د تقلب چیغي نه وهي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکاایاتو د اوریدو کمیسیونونه پریکړو ته به غاړه ایږدی او پايلې به مني، او ټول افغانان به په راتلونکو څو اونیو کی د يوه سوچه مشروع دولت شاهدان وی، انشالله!

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *