Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا د خونړۍ پېښې په اړه د پکتیکا د ویاند خبرپاڼه

پکتيکا: موټر بم چاودنې ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کړل

۱۳۹۳کال د چنګاښ ۲۴ مه نېټه

     نن سهار نږدې لس بجې او دېرش دقيقې د يوې موټر بم چاودنې له امله د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې ګڼ شمير ولسي وګړي شهيدان او ټپيان شول

موټر بم چاودنه د يوه صرف ډوله موټر په وسیله د اورګون جامح جومات تر څنګ د يوه مارکټ مخې ته هغه مهال وشوه چې ولسي خلک د توکو اخيستو په حال کې وو، د يادې موټر بم چاودنې له امله د يوه ملا امام او شپږو ماشومانو په ګډون ۴۱ ملکي وکړي او دوه تنه ملي پوليس شهيدان شوي او تر شپېتو پورې ملکي وکړي ټپيان شوي دي،

ټپيان د چورلکو په واسطه شرنې، غزني او کابل ته لېږدل شوي دي

د پکتيکا والي محب الله صميم  د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې د سولې او ثبات دښمنانو يو ځل بيا د  روژې په مبارکه مياشت کې ملکي کسان په شهادت ورسول، صميم دا کړنه د اسلام دين سره ښکاره دښمني وبلله

د يادلو ده چې په ياده پېښه کې ګڼ شمير دوکانونه هم ويجاړ شوي دي

نور جزيات وروسته

مخلص افغان

د پکتيکا ولايت وياند

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *