Categories

اعلان

Loading…

په شعر کې هنري ارزښت او ښکلا

پوهیالی سیداصغر هاشمي –

هنر يا هنري ارزښت هغه مهمه ځانګړنه ده، چې ادبي او نورې عادي ليکنې سره بېلوي، په هنري يا ادبي ليکنو کې د ليکوال يا ادبي اثر د ايجادوونکي ذوق، احساس او تمايلات د واقعيت د افادې لپاره بنسټيز حيثيت لري، ليکوال څه چې ليدلي او يا احساس کړي بيانوي، خو د څېړنو او علمي ليکنو په څېر دليل راوړلو ته هېڅ اړتيا نه لري.

ليکوال د خپلې تخيلي ځواک په مرسته او د ليکوالۍ د هنري فن مهارتونو په وسيله د منظر کښنې او صحنې جوړونې چار ترسره کوي، حالات يا واقعيتونه په الفاظو کې داسې انځوروي چې لوستونکى يا اورېدونکى ځان په صحنه کې احساسوي.

په هنري ادبي ليکنو کې د ليکوال په استعداد او فني مهارت او د تخيل په ځواک پورې اړه لري، چې د انسان رواني حالات، عواطف او جذبات څنګه په الفاظو کې راونغاړي او مقابل لورې ته يې ولېږدوي او د هغه عواطف هم په خوځښت راولي.

ښکلا د طبيعت د پديدو ټولنيز ژوندانه او بشري فعاليت هغه ځانګړنو ته وايي، چې د انسان په روحي نړۍ کې يوه بې غرضانه مينه، خوښي او د خپلواکي احساس راوپاروي، چې د يوې ارامې مينې څخه تر زياتو هيجاني احساساتو پورې ټول عواطفو په کې شامل وي.

که څه هم، چې د ښکلا په باب زښتې ډېرې ليکنې او شننې شوي دي، خو دلته د يو څو علماوو او ښکلا پېژندونکيو نظرونه څرګند وو.

ارسطو: د ښکلا اصلي ځانګړتيا ښه قامت او اندام لرل، تناسب او مشخص والى ګني.

اپلاتون: (هګل او کانت) ښکلا معنوي او روحي ځانګړتيا ګڼي.

سقراط: د ښکلا مفهوم د ذهني تمايلاتو سره والى، چې ښکلا د انسان په هغه فعاليت کې را څرګندېږي، چې معقول وي او ښکلى هغه شى دى چې د اړوند کار لپاره موافق وي، همدا سبب دى، چې مشهور روسي ليکوال (چرنيشمنسکي) هنر او ادب د ژوند درسي کتاب بولي او په دې نوم يې په خپلو ليکنو کې يادوي (استروفسيکي) د هنر او ادب په باره کې داسې ليکلي: د يوه نامتو شاعر نه ولې د يوه پاخه او لوړ اثر انتظار کېږي، ځکه چې هر چاته دا خوند ورکوي، چې د هنرمند سره يوځاى لوړ فکر وکړي او د اوچت او ممتاز احساس خاوند شي.

(دويدر) وايي: ماته تول هغه شيان ښکلي دي، چې په ما کې د ښکلا احساس راوپاروي.

((چرنيشفسکي) وايي: ښکلا ژوند دى خو هر ژوند ښکلى نه وي، بلکې يوازې ښه ژوند ښکلى وي، ښکلى هغه موجود دى ،چې په هغه کې ژوند په داسې ډول ووينو، چې بايد ښه وي، په انسان کې ښکلا هغه څه دى، چې موږ په هغه کې د ژوند څرګندېدل وينو، خو داسې ژوند نه، چې موږ ناهيلي کړي، داسې ژوند، چې موږ په هغه کې جذابيت ووينو.

له ښکلا څخه هغه وخت انسان خوند اخلي، چې له موجودې نړۍ څخه په ګته اخيستلو بوخت وي او معمولاً د انسان په عملي فعاليت کې د پديدو هغه ځانګړنې راڅرګندېږي، چې د ښکلا اصطلاح ورته کارول کېږي. دا چې انسان په خپل عملي ژوند کې د خپلو مادي اړتياوو د پوره کولو په منظور په ايجادي فعاليت لاس پورې کوي چې خپلې اړتياوې پوره کړي.

خو د مادي اړتياوو د پوره کولو ترڅنګ د انسان په ذهن کې دا احساسات هم راژوندي کېږي، چې د ګټورو شيانو ترڅنګ ښکلي شيان هم، چې په هغو کې د ښکلا بنسټيز معيارونه، لکه: تناسب، کمال، انتظام، معقوليت او هماهنګي په لوړه درجه مراعات شوي وي ايجاد کړي، يانې دشيانو جوړول د ښکلا د قانون او اصولو پر بنا ترسره شي.

د ښکلا احساس د انسان په فردي ګټو او اړتياوو ډډه نه لګوي، بلکې د پديدو د معنوي ارزښت په اساس ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه ويلاى شو، چې د شاتو مچۍ نيش وهي، يانې انسان چيچي خو خلک د شاتو مچيو ته د ښکلو الفاظو کارول نه سپموي، نو دا چې ښکلاد هنر او ادب سره ډېرې نژدې اړيکې لري. د (تولستوى) په اند تر اوسه د هنر په اړه په خروارونو کتابونه ليکل شوي دي، خو هېچا هم د هنر دقيقه پېژندنه ډګر ته نه ده را ايستلې، لامل يې دا ګڼي چې د هنر تر شا د ښکلا مفهوم ځاى کړل شوى دى او په بل ځاى کې وايي چې هنر يو يا ډېرو خلکو ته د عواطفو بيانول دي، دا تعريف تر هغو تعريفونو لوړ نه دى، چې هنر د ښکلا او خوندونو خالق ګني، بلکې د هغو يو څه ټيټ دى.

همدا ډول هنر هم نه د اپلاتون چې د شعر و هنر مخالفت و او نه هم هغه نورو کسانو چې له هنر سره يې مخالفت درلود کمزوري کړي، بلکې هنر د پخواني تاريخ او زموږ د پير هنرمندانو د ابتذال پر لوري خوځولى، نو اوس که موږ د خپلې ټولنې د نيمګړتياوو په څرګندولو کې ځان نامسووله او ناخبره وګڼو او همداسې يې پرېږدو، نو ښکاره خبره ده، چې موږ به د نيمګړتياوو د ښکاره کولو په وړاندې ماته او شکست خوړلى وي.

هنر د ټولنيز ژوند او انساني تجربو د بيان او تفسير اغېزناکه وسيله ده چې هېڅکله له ژوند څخه نه شي بېلېدلى او د اجتماعي شعور يوه غوره برخه ده.

(ويليم موريسن) په عقيده هنر د غږونو، کلمو، رنګونو، شکلونو، حرکاتو، حرکاتو او نورو عناصرو داسې شعوري توليد او منطقي ترتيب ته وايي، چې د انسان د ښکلا پر احساس مثبته مطلوبه اغېزه کوي.

د نامتو انګريز (هنري) کره کتونکي، ټولنپوه او د بشر دوستۍ پلوي (جان رسکين) په اند هنر، په تېره بيا معماري او نقاشي د ملي ژوند، مذهب، اخلاقو او ټولينزو دودونو بيان او څېره ده، دى زياتوي: هنر د طبيعت تقليد نه دى، بلکې له خامو او تيتو پرکو طبيعي موادو څخه د شعوري توليد او منطقي ترتيب له مخې د يوې داسې مفکورې نظم او ښکلا پنځونه وي، چې هم نوموړې مفکوره او هم يې د افادې طرز د انسان د ښکلا احساس راپاروي، يانې هنر د يوې هنري پارچې د شکل او محتوا، قالب او روح، وسيلې او پيغام مجموعې تجدد او فوق العاده ګي ده.

د طبيعي موادو ساده انتخاب او سرسري سمون هم هنر نه دى، بلکې په هنر کې د داسې ريښتيني اوسوچه ابتکار او هستونې مفکوره ده، چې هم د انسان د ښکلا احساس راپاروي او هم له طبيعت، واقعي ژوند او انساني تجربو سره جوخت اړيکي ولري او په هغه کې خام مواد د يوې بشپړې مفکورې د انځور له پاره کارول شوي وي.

هنرمند بايد مجرب وي او د خپلو تجربو په زور له طبيعت يا يوې طبيعي منظري څخه په شعوري توګه ځانګړى حالت انتخاب کړي او د خپل ادراک شعور او هاند په قوت د شيانو زړه ته ورننوځي او د هغو داخلي رمزونه او اسرار څرګند کړي.

د هنر کلمه په پښتو کې زياته استعمالېږي، تقريباً درې سوه کاله مخکې خوشحال خان ختک په خپل اثر دستارنامه کې دغه کلمه ډېره استعمال کړې ده. خوشحال د مشرتوب له پاره شل هنرونه او شل خصلتونه لازمي ګڼلي دي، د د هنر د اهميت په باره کې ويلي دي.

که طالع او هنر دواړه سره کېږدې

زه خـــوشحال به په کې ونيسم هنر

ښکلا په طبيعت کې شته دا يو حقيقت دى، چې هېڅ ډول اثبات ته اړه نه لري، د طبيعت ستاينه د (هومر) څخه نيولې تر (ګورګي) او ژونديو شاعرانو پورې هر يوه په زياته يا کمه اندازه کړې ده، ښايي همدا د طبيعت ښکلا ده چې ورو- ورو شاعر ته د هېواد پالنې لومړنى الهام وربښي او بيا وروسته پر خلکو او ولسونو کې شهرت پيدا کوي يا بالعکس او يا هم ښايي دواړه د شاعر په ذهن کې يو ځاى سره پيدا کېږي د (لايق) د (چونغر ترانه) او د (پوشکين) د (ليس باغونه) د موسيقۍ د نغمو په شان هنري ارزښت او ښکلا لري.

لايق وايي:

بيا د بلخ په شنه ورشو کې

د لاله په درمندو کې

ده ورکړې لېونو ته

د بهار ساقي بلنه

بيابان خلوله خوله دى

د تازه باران له اوښکو

د وږمو سپيڅلي سيند کې

د غوټيو جامه نونه

له رنګين افق نه اخلي

جادوګر ماښام مچکې

په پستو پستو وږمو کې

عقل وړي له عقل منه

لمر چې کوز شي ډوبېدو ته

ته به وايې د اورتوپ دى

يا عاشق زړه د غروب دى

راوتلى دى له تنه

دا د يو بل شعر ترجمه ده، چې په هغه کې (پوشکين) مخاطب شوى دى:

په يوه پسرلي کې کله، چې ستا فريادونه

د سيند ارامه هنداره لړزوي

د هغه ځنګلي درې په ساحرانه ژورو کې

د اپولو پېغله زما خواته راغله

د علمي جهانبينۍ له نظره، ښکلا پېژندنه غيبي بنسټ لري او د انسان له علمي او هدفمند خلاق سره يوځاى کېږي، د همدې فعاليت په ترڅ کې د انسان ټولنيز ماهيت او خلاق استعدادونه، چې د ټولنې او طبيعت بدلون ته متوجې وي په موزون، اګاهانه او ازادانه توګه انګشاف کوي.

(بن جانس) وايي: هنر يو دښمن لري چې هغه جهل دى، د (موسورګسکي) په عقيده (هنر په خپله هدف نه دى، بلکې د بشريت د مخاطب کولو لپاره وسيله ده.

د روم غنايي شاعر (هوريس) د تصوير په باره کې ويلي دي، چې (تصوير بې کلماتو نظم دى).

(کيلنګ) پوښتنه کوي: (معقول به وي، خو ايا هنر هم دى؟)

(پوسيني) وايي: (هنر يو ډول ناروغي ده، د (ژان پل ريشتر) په نظر: (هنر په واقعيت کې ډوډۍ نه ده، بلکې د ژوند شراب دي.)

(الفريد تونلي) وايي، چې (هنرمند، شيان لکه چې دې، هغسې يې نه ويني، بلکې هغسې يې ويني لکه څنګه چې دى په خپله دى.)

په شعر کې بايد هنري ارزښت او ښکلا موجوده وي او دغه هنريت او ښکلا زياتره وخت له طبيعت نه اخيستل کېږي.

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *