Categories

اعلان

Loading…

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر برطرفه شو

تاند- د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر، چې د ګڼو خلکو له لوري په انتخاباتو کې په توطیه کولو تورن شوی و، له کاره ګوښه کړای شو.

لومړني راپورونه وايي چې ظاهر ظاهر د کورنیو چارو وزارت له لوري ظاهراً په دې خاطر برطرفه شوی چې په ښار کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي دي.

ظاهر ظاهر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ /جوزا۲۴/ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل مخه ونیوله او هغه یې پرې نښود چې د کابل ختیځ ته رایپاڼې یوسي.

ویل کېږي چې جنرال ظاهر د یوه پلان له مخې غوښتل چې امرخېل په انتخاباتو کې په درغلۍ تورن کړي خو هڅې یې نتیجه ورنه کړه.

8 total views, 1 views today

  1. naeem Reply

    تاند می خوش دی

  2. Mossen Reply

    Da pa Khayar sara shuro da. De khayenino aw badmashano taghar pa toledo day.

  3. Mossen Reply

    Us no nobat de molem Atta day, bayad pakhpala estefa warkri aw zanta zay wagori.

  4. ghairat khan Reply

    دا خاين جنرال ظاهر بايد زر تر زره محاكمه شي، ان شاء الله جي له وطن سخه د خاينينو تغر نور به توليدو دي، او وربسي د مالم خطا (عطا) وار دي ان شاء الله.

  5. ghairat khan Reply

    دا ملي خاين بايد زر تر زره محاكمه شي، دي خاين دسروبي له خلكو سره دير لوي خيانت كري او هغوي له راي وركولو محروم كري دي، ان شاء الله جي له وطن سخه د خاينينو تغر نور به توليدو دي، وربسي د مالم خطا (عطا) وار دي ان شاء الله.

  6. لالا ، بټنوال Reply

    تاند دې تاند او ژوندئ اوسي زمونږ ټولو پوښتنو ته په خپل وخت ځواب وايي

  7. Jalal Reply

    و خلكو دا جنكسالارانو نه تاسو ثه جور كري ولا كه هيث هم وكولاي شي. دوي كه ثه كولاي شول نن يي ورخ وه. له نن نه جه خطا شوه بس باي يي لوده.

  8. hassan Reply

    زمونږ په بیرته پاته ټولنه کی تقریبا هرڅه سرچپه وی.
    که یوځوان وغواړی د زړه له خلاصه د خپل هیواد د ودانۍ لپاره شپه او ورځ کار وکړی . نو د هغه متل په حساب چی وایی خدمت کرده ګناه لازم ، پری تطبیق کیږی. د خلکو خولو ته خو څوک هسی هم برغولی نشی ایښودلی.
    کینه کښ او خود خواه کسان کله چی ګوری چی کوم صادق، وطندوست افغان مخلصانه هلی ځلی کوی ، دوی ته د منلو نه وی نو د هغوی د مخنیوی لپاره سل ډوله پلانونه سنجوی او دسیسی جوړوی. ښه مثال یی د ښاغلی ضیاالحق امرخیل سعی او تلاش و چی په ډیرو کمو پيسو سره یی د افغانستان انتخابات دایر کړل او د ښاغلی نورستانی لپاره یو ښه دستیار وو . مګر تور زړو او کینه کښو نه شو کولی له دوی نه تقلب وکړی او خپل ټیم په نفعه خپل سری کارونه وکړی نو د انتخاباتو د کمیسیون له منځه ښاغلی امر خیل په نښه شو د دوی د بدنامولو لپاره خاصه غونډه جوړه شوه او د دی کار لپاره داسی کس انتخاب شو چی دکابل ښار تر ټولو باصلاحیته نظامی افسر یعنی جنرال غبرګ ظاهر ته دنده وسپارله شوه . غبرګ ظاهر هم بی له دی چی د هیواد قوانین مراعات کړی اومخکی له دی چی په چا اتهام وارد کړی د خپلی خوښی پردی پال تلویزیونی شبکی راپورتران یی راوغوښتل او داسی ضد ونقیضی خبری یی وکړی چی په یوه ساعت کی یی ټول هیواد وال او حتی نړیوال په دی توطیی خبر کړل. زما پوښتنه داده چی ښاغلی جنرال ظاهر په کوم صلاحیت د سروبی او پلچرخی خلک له انتخاباتو محروم کړل؟ نظر په کوم قانون د تلویزیونی کمرو مخکی یو باصلاحیته او با مسوولیته مقام متهم کړ. که دوی پولیسان وای او رښتیا یی غوښتل چی د قوانینو ناقضین ونیسی نو ولی یی دوی د جرم تر ځایه تعقیب نه کړل.
    زما په نظر دا یوه قضیه وه چی یو باصلاحیته شخص یی متهم کړ. خدای ج به خبر وی چی څومره نور بیګناه او مظلوم هیواد وال به یی په مختلفونومونو نیولی، زورولی او د جیل تورو تیارو کوټو ته اچولی وی؟ ښه به دا وی چی د هغه پر ځای یو با وجدانه او مسلکی افسر مقرر شی او د هغه ټول فعالیتونه هم د ښاغلی وزیر له خوا تر جدی څارنی لاندی ونیول شی . او په ضمن کی ښاغلی وزیر اعلان وکړی چی د جنرال ظاهر پر ضد که څوک ادعا لری خپل شکایتونه دی د کورنیو چارو وزارت مقام ته وسپاری.

  9. Abdul Baqi Reply

    BREAKING NEWS OR

    BREAKING TEETH

  10. مسلم افغان Reply

    ظاهر ظاهر دیوه غوڅ اکثریت ټبر له رای ورکولو څخه محرومه کړ دی باید ژر تر ژره محاکمه شي.

  11. سید الر حمن زیار مل Reply

    کوږ بار منزل ته نه رسیږی !دا خره چه بارونه یی کاږه دی ولی حرکت کړیده ؟ دوی نه پو هیږی چه کوږ بار منزل ته نه رسیږی.

  12. Amin Reply

    انشاالله ټول خاینین به له غني افغانستان څخه ورک او د ثاني لیري کوه

    عطا د غني افغانستان ولس دی نه پریږي . که دی د پاسپورټ ویزه وخت کم وي نو ژر تر ژره وخت واخله . ولي موږ د غني افغانستان ولس دا وعده کړیده چی یو خاین به هم په کراره پری نه ژدو . او حساب به د هغه کسانو سره کوه چی د افغانستان د کوندو ، یتیمانو او بیوزلو حق یی خوړلي وي . او خپل د اولادونو لپاره یی په پاریس کی ماڼیګاني جوړی کړی وي

    د سیویس په بانکونو کی یی پیسي د تیښتي لپاره ساتلي وي . حساب به در سره کیږي په دواړو دنیاؤ

    غني افغانستان غواړو

  13. khwajaTamba Reply

    د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر په یواځې بر طرفه کېدو د حکومت غاړه نه خلاصېږي ، ځکه چې له دې سره ډېرې تو طیْې تړلې دي . هغه منافق چینا ییِ یِلوه توده یي کمونېستان چې مشر یې په ارګ کې د ننه ناست دﺉ ، په ډېر مهارت او خورا سپین سترګۍ سره د خپل ګږند کسان په ګوندونو او حکومتي حساسو ځایونو کې ځای پر ځای کړي ، او خپله ناروا تغذیه له ټولو ملي امکاناتو څخه کوي او افغانستان کې په خپلو کې سره اخته کړی . پرتورن اسماعیل خان باندې هم د شعله یي تور له پخوا را هیسې موجود ؤ ځکه د هرات لومړنی اصلي مبارزاو عمومي قوماندان ( ذبیح الله افضلي) یې په مشهد کې په مرموزه تو ګه ترور کړ ی او ځانته یې د سیمه ییز واک لاره پرې خلاصه کړه . شعله یانو استاد فرید په خیر خانه مېنه کې د کور او مسجد تر مینځ په شهادت ورساوه او له ملا منصور څخه یې په چهار آسیاب کې د جان محمد مقتدر غچ واخیست . اوس یې د جنرال ظاهر په لاس په لوګر ټانک کې د لرګیو ټالونه وسوځول ، په میدان هوایي کې یې دری هلیکوپترې وویشتلې ، په ارغندۍ کې یې د تېلو ټانکویونه وویشتل ، و کورنۍ یۍې لا دمخه فرانسې ته انتقال کړې ، همدا تېره شپه یې په پنځوسو کوټورو کې کودتا تنظیم کړې وه ، خو ناکامه شوه ، خو اوس یې په لویه کېږدۍ کۍ د بېل حکومت اعلانېدو ته خلک سره را ټول کړي ، ولې د امریکې د سفیر پر دغه اعلان چې ویلي یې دي : که هر چا د بېل حکومت اعلان وکړ موږ به ټول کمکونه پر ې بند کړو . نو دا یوه بل ډول تو طْیه ده . چې افغان حکومت د خپلې خوښې خپلواکي مدیریتي حکومت ته نه پرېښودل کېږي . ملت دې پر دې خبره ځان پوه کړي چې د پر دې تر شا څه روان دي ؟؟؟؟؟ !!!!!! ……

  14. Habib Reply

    چاه کن را چاه در پیش است
    مکوه په چا چی وبه شی په تا
    په امرخیل پسی په ناحقه رااخیستی وی خدای یی خپله پکی ګیرکړ
    الله پاک دی دا ټول خاینین ورک کړی

  15. افغان Reply

    دا خو لاړو ،خو اوس دا دوه نور خایننان محقق او خطا عطا باید محکمه شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *