Categories

اعلان

Loading…

په زابل کې ۳ ځانمرګي ووژل شول

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د پولیسو د یو کمین په ترڅ کې څلور تنه چې درې يې ځانمرګي برید کوونکي او یو یې هم د دوي موټر چلوونکی و وژل شوي

ددې ولایت د امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وايي چې یاد ځانمرګي برید کوونکي په یو مازدا  ډوله موټر کې سپاره وچې غوښتل یې د سیوري ولسوالۍ د جلدک د سیمی له لاری زابل یا کندهار ته ځان ورسوي

نوموړي وايي چې تیره شپه  پولیسو  معلومات تر لاسه کړي و چې یوه ډله ځانمرګي بریدکوونکي غواړي چې پر دولتي اهدافو بریدونو وکړي او دوي یې د مخنیوي لپاره تیره شپه هم عملیات ترسره کړل خو بریالی نشول خو نن سهار د شهرا پولیسو د یو کمین پر مهال دغه مازدا موټرو له سپرو بریدکوونکو سره یو ځای له منځه یوړ

هغه وویل چې په وژل شویو کې درې تنه ځانمرګي بریدکوونکو انتحاري واسکټونه هم اغوستي و او څلورم یې واسکټ نه درلود او موټر چلوونکی و

روغ لیونی زیاته کړه چې په یاد مازدا موټر کې ۴۰ ټنه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوی و او غوښتل يې چې په وسیله یې په کلات یا کندهار ښار کې برید ترسره شي

امنیه قوماندان چې د پيښي په ځای کې یې معلومات ورکول وویل چې د وژل شویو کسانو جسدونه په مکمل ډول له منځه تللی دی

نوموړی وايي چې پولیسو د یاد برید د مخنیوی لپاره د استوګنی له سیمو لیری کمین نیولی و چې له امله یې عامو خلکو ته زیان ندی رسیدلی،

289 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2