Categories

اعلان

Loading…

د«خاموش فیلسوف» ویر پنځه کلن شو/ پوهندوی آصف بهاند

(د استاد اسد آسمایي یاد)

او دا دی د تګ وخت دی

موږ هر یو په خپله مخه ځو

د۱۳۶۸ کال ژمی، کابل دهبوري

د۱۳۶۸ کال ژمی، کابل دهبوري

زه دمرګ په لوري،

تاسو د ژوند پر خوا!

کومه لار ښه ده؟

یوازې خدای پوهیږي …

(سقراط)

د۲۰۱۴ کال د جولای په اتمه(۸) نېټه د «خاموش فیلسوف» پنځم تلین دی.له هغې ورځې چې استاد اسد آسمايي خپله وړه کورنۍ او دفرهنګیانولویه کورنۍ یوازې پریښوده  پنځه کاله واوښتل،خو دده یاد له ما سره داسې تازه دی لکه دا پرون، د اسد په نشت کې یې یادونه او مرګ زما زړه بیا بیا د ویر منګولو ته سپاري اوسترګې نمجنې کوي.

زما هیر نه دی،مرګ ته مې په ورټ ورټ وژل داسې لکه ماشوم، دجنازې د بازو نیول یې خدای راپه برخه نه کړل، په هغه وخت کې مې یوازې په یوې لیکنې(یواسد ، یولیونی یو فلسفي، یو آسمايي) بسنه وکړه.د همدې مقالې په پیل کې ما داسې لیکلي وو:

د ۲۰۰۹ م کا ل د جولای پر اوومه نیټه د پاریس په وخت د ورځې دولس بجې اوپنځه پنځوس دقیقې استاد اسد آسمايي په خپل استوګنځي(پاریس) کې په داسې حا ل کې بې هوشه پیدا شوی چې لاسونه اومخ یې شنه شوي وو او سا یې نه شوه ایستلای. روغتون ته له لیږدولو وروسته، د آکسیجن دستګاه په مرسته یې یو څه تنفس کړی، د لاسونو او مخ شین واله يې ورک شوي او وجود یې بیرته تودوخه پیدا کړې ده؛ خو په خواشینۍ سره چې د۲۰۰۹ م کا ل د جولای پر اتمه، د سهار په څلور بجو او شپږ دقیقو ومړ او ډیرعلمي فرهنګي دوستان یې د ویر پر تغر کینول.

لومړي تلین ته مې بیا بله مقله ولیکله(یاد به دې کومه په لمدو سترګو).

ده به په کابل کې زموږ د حلقې یارانو له خوا د غیر معمول او جالبوخبرو،

 فلسفي خبرو،

 له عادي ژوند او رواجونولرې خبرو،

نه منلو،خو د ترخه واقعیت په زهرو لړو خبرو د بیا بیا تکرار په وجه «لیونی اسد» ویل کیدل. په یوې مقالې کې ما د ده لیونتوب  داسې یاد کړی و:

خو… زموږ لیونی فلسفي يې داسې واخیست چې لکه د چا خبره وینه یې هم تویې نه شوه، ریښتیا د ده په وجود کې وینه چیرته وه چې تویې شوې وای، او داسې یې رانه واخست چې په زرګونو زړونه یې په وینو او اوښکو کې ولمبول.

هوکې! اسد یادوم، آسمایي اسد، فلسفي اسد، لیونی اسد «که لیونی یې زما یار یې» هر څوک چې هر څه وایي، ودې وایي، زه په زغرده وایم هرڅه چې و، زما یارو:

زما د مرکزي لیلې د کوټې یار،

زما د تورو شپو د مرکو یار،

زما د ټوکو ټکالو یار،

زما د استادۍ د دورې د همکارۍ یار،

زما د ماسترۍ د دورې د زدکړو استاد اویار،

زما د مهاجرت د ترخو ورځو، ترخو ساعتونو او ترخو شیبو یار او زما…

ډیرې اوږدې لارې به یې ماته د راتګ په هیله شاته پریښودې او په ستړو قدمونو به له فرانسې نه، له پاریس نه تر ډنمارکه پورې ځان راورساوه او راته وبه يې ویل:

«دا دی راغلم، اوس به مې دمه جوړه شي.»

 ډیر خلک د ده د ټوکو او خندا ګانو یادونې کوي، خو  زما د ذهن په آرشیف کې یې د ژوندۍ ټوکو لویه ذخیره پرته ده. دی په ټوکو کې په هیڅ چا بند نه و، حتی په خپل پلار. یوه ټوکه يې چې زما په مخ کې له خپل پلار سره کړې وه،اوما پخوا د ده د مرګ له پاره چې کومه مقاله لیکلې وه يادونه مې یې کړې وه،دلته یې هم را اخلم:

یوه ورځ زه او استاد اسد له کابل ښار نه د پلچرخي د «ګلباز کلي» ته د ده د پلار د کور خوا ته وخوځیدو. له رسیدو سره سم که ګورو چې کوټه له میلمنو ډکه ده. څه وطني غوندې خلک وو. زه خو د هغو له پاره پردی او نا پیژند لی وم، خو د استاد اسد له خبرو او حرکاتو میلمانه پوه شول چې دی د کور غړی دی؛ خو نه يې پیژانده چې د غلام دستګیر خان زوی دی. له ستړي مه شي وروسته کیناستو. د پاخه عمر یو تن چې ږیره یې په نکریزو سره کړې وه، اسد ته مخ ور واړاوه، ورته وې ویل:

ـ ومې نه پیژاندې؟

ـ زما نوم اسد دی.

د زیړ ږیري تنده ماته نه شوه. د خپلو پوښتنو لړۍ يې اوږده کړه، وې پوښتل:

ـ پلار دې؟

ـ هغه مړ شوی دی.

سمدلاسه زیړ ږیري نورو ته مخ ور واړاوه، وې ویل: یو لاس به پورته کړو.

لالا جان(د استاد اسد پلار) چې په باغچه کې اوبه لګولې، د دعا په پای کې راورسید او د خلاصې کړکۍ له خولې نه یې پوښتنه وکړه:

بیا د چا دوا ده؟

لیوني اسد پلار ته مخ ور واړاوه ورته وې ویل:

دا دی چې بیا ګیله ونه کړې، په خپلو سترګو دې ولیدل چې دوا مې دې واخسته. حاضرینو یو بل ته په تعجب وکتل او په سترګو کې یې لالاجان ته څه وویل.

ما په لومړۍ مقاله کې لیکلي وو چې د استاد اسد آسمایي شخصیت نه قانع کیدونکی، سرکشه، پلټونکی او یاغي شخصیت و.هغه بغاوت چې مجروح په «ځانځاني ښامار» کې پیل کړی و، اسد ګام په ګام تعقیباوه او پر هماغه پله روان و، او دغه بغاوت ته یې عملي جامه ور اغوسته. دکورنۍ کلي کورپه مقابل کې بغاوت،

د درسي چاپیریال او پوهنتونیانو په مقابل کې بغاوت،

د ټولنې او د ټولنې د ناروا وو په مقابل کې بغاوت،

او … په مقابل کې بغاوت،

د همدې اصولو پر بنا ده د هیڅ چا پروا نه ساتله او په هیڅ اړ نه و.

  دا خبره یې د مرګ تر ورځې یو وار نه په څو څو ځلې ما ته کړې وه چې:

کوربانه! زما په خبر څوک نه پوهیږي، ما څوک نه شي درکولای … استاد مجروح او استاد شجاعي زما په خبرو او مقصد پوهیدل، دوی ټول غوږ،غوږ وو. او بیا به یې له یو ساړه اوسیلي سره د خوشال بابا دا بیت پر ژبه راغی:

                            چیرته پسې درومم، په کوم لوري به يې مومم

                            ورکه مونده نه  شي، بې رهبره  بې  سرا غه

1له ډیرې مودې وروسته د۲۰۱۳ کال په اوړي کې وتوانیدم چې پاریس ته سفر وکړم. زما د سفر په پلان کې د نړۍ له اوو عجوبونه دوې(د ژوکون موسکا او د ایفل برج)، موزیمونو، پوهنتونونو، د شپاړسم لويي ماڼۍ او بڼ، د لورو موزیم او … دلیدلو شامل وو، خو تر ټولو لومړی د «فلسفي یار» مړستون ته تګ مې خپل لومړیتوب ګاڼه. ورغلم د سړې بې حرکته بسترې په څنګ کې یې کیناسم،

 بیا مې لکه ماشوم ورته وژړل او د ده د مرګ په خاطر مې چې کومې جملې د مرګ د شیبې له پاره لیکلې وې، بیا د ده د مړستون په څنګ کې زما د ککرې په ګومبزه کې انګازې وکړي او داسې یې وژړولم لکه مړي ته یې چې ناست یم .هغه څو جملې دا دي:

او بیا آسمان وریځ شو، وغړمبید، داسې وغړمبید چې غرونه او رغونه یې ښورول. نه یې واوره و وروله، نه ږلۍ،نه کوم تند باران وورید او نه نرم باران. دا وار ته د تالندې او بریښنا په لړ کې د وریځو له منځ نه سپین اوښ راښکاره شو،

خلکو ویل خدایه خیر کړې،

«بیا به وارکا په کوم غولي وارد چا دی»،

 اسد غږ وکړ : دا زما دی، د ازما وار دی.

 او په پای کې دا وار پر ده راغی، پر آسمایي راغی، پر لیوني راغی.

سپین اوښ راغی، د ده د استوګنځي مخې ته ودرید، په ګونډو شو. اسد په آسانۍ، په نرمۍ، په خوشالئ، په خپله خوښه ورباندې سپور شو. اوښ بیرته ودرید، په سوچ کې شو، څه يې ونه ویل، سر یې وښوراوه، وخوځید او د تورو، سپینو وریځو په منځ کې زموږ له سترګو نهام شو…

او زموږ د مرکو لیونی،

زموږ د فلسفو لیونی،

زموږ دغرونوآسمايي لیونی،

زموږ د یارانې لیونی

 او زموږ اسد یې دتل له پاره له موږ څخه جلا کړ،

اوپه دې ډول یو ستر انسان د مځکې له مخ نه کم شو.

 د استاد اسد آسمايي په باب زما خاطرې ډیرې دي، را یادول او لیکل یې په رښتیا ما زوروي او روح مې داسې په عذاب کیږي لکه همدا اوس چې د اسد مړی راته ایښی وي.

دلته د اسد آسمايي د فکر او قلم د یادونې په خاطر، د ده هغه مقاله تاسو سره شریکوم چې ده په خپل قلم په (۱۳۷۸/۱/۲۲) کې د «هوسۍ» د هنرمند هستونکي، د «لام او ایلینو» د انځورګر، هستونکي شاعر، ګران غفور لیوال د «هوسۍ» د مقدمې په ډول لیکلې وه:

1

 ( یو لنډ یادښت)

زه به تن غرض وګانده ته پرې نه ږدم

که دګانده د ژوند ون سړی ضمان شي

آزاد ي تر با د شا هیه لا تیری کـــــــا

چې دبل تر حکم لاندې شي زندان شي

(خوشحال خان خټک)

دهوسۍ تراژیدي

انسان یوازې د ژوند له پاره هڅه نه کوي، بلکې غواړي د آزادۍ په مرسته«ځان» زبات کړي، ځان قربانوي چې آزادۍ ته ورسیږي. د قربانۍ په مرسته آزادۍ ته رسیدل په خپله وګړی(فرد) له منځه وړي او د دغه نه حل کیدونکي پرادکس(paradox) استمرار تراژیدي ده.

د شلمې پیړۍ«وجودي» فلسفه، آزادي د انسان طرحه، پیژندنه او ماهیت ګڼي. دا په آزادۍ محکوم انسان د ټاکنې په لایتناهي ډګر کې د خپلو کړنو مسؤل دی او له مسؤلیت څخه تیښته له آزادۍ څخه سترګې پټول دي.

                II

له بلې خوا په شلمې پیړۍ کې اروا پوهنه رامنځ ته شوه چې د «خودي» او«نا ویښتیا» د «یونګ» په ژبه جمعي یا قومي نا خود آګاه د سمبولونو او تصویرونو آره زیرمه په افسانو، فولکلور او لرغوني هنر کې ریښې لري. سمبول او تمثیل په اروپايي شعر کې د عاطفي هیجان په بڼه د «رمبو»، «ولرن» او «بودلر» په اشعارو کې ځان څرګند کړ او دلته شعر د افسانې سمبولیکه ژبه ده او ښايي ووایو چې دغه سمبولیزم به له ختیزو(شرقي) سمبولونو څخه اغیزمن وي. که دلته سنایي د نوراني پیر په مرسته په روحاني سفر پیل وکړ، نو ډیره موده وروسته «دانته» هلته لومړی د «ویرژل» چې دعقل سمبول دی او بیا د «بیناتریسه» چې د مینې سمبول دی، په مرسته خپل مانیز سفر پر مخ بوته. په یوه اټکل دا شرقي افسانې دي چې لومړی د مصر او بین النهرین له لارې لرغوني یونان او بیا ټول لویدیځ ته ورسیدې.

                    III

د «یونګ» دزړې نښې(کهن الګو) له مخې مولانا په مثنوي کې د ویښتیا(خود آګاه) او نیمه ویښتیا(نیمه آګاه) په منځ کې شعر وايي، خو د شمس په دیوان کې ته به وايې د ناویښتیا(ناخود آګاه) له پوړ څخه تیریږي او ټولیزه(جمعي) نا ویښتیا(ناخود آګاه) له ژورو څخه يې شعري سمبولونه په ژبه جاري کیږي. همدا رنګه د ګویته د «فاوست» په لومړۍ برخه کې موږ پوهیږو چې ولې دمارګریت مینه په ناورین بدلیږي، خو د دویمې برخې د شننې له پاره موږ اړ یو چې پوه شوچې لرغوني سمبولونه څه ډول د «هلن» په وجود کې بیا دهنر او شعر ډګر ته راوزي. د دې سمبولونو ریښه ښايي د بشري تاریخ څخه ورهاخوا غځیدلي وي.

                                                          IV

د لیوال د ((هوسۍ)) منظومه یوه داسې نوې هڅه ده چې د خپل زړه خبرې د افسانوي سمبولونو په مرسته وکړي. د ښکلا سمبول (دتورو سترګومیرمن) د شپيلۍ په اسرار آمیزه غږ زړه بایلي(مغروره پیغله) چې د تورو سترګو له میرمنې سره ورته والی لري، د شاعرانه تخیل په ځواک او د شپیلۍ په کوډو درې خلې بیا بیا ځان را څرګندوي، لکه ((هلن)) چې څو پیړۍ وروسته د ګویته د شاعرانه تخیل په ځواک بیا څرګندیږي.

((هوسۍ)) د خپلواکۍ نښه، د قربانۍ په مرسته د ژوند امکان مومي، هغه زخمي کیږي او پر هغې مین کلیوال خپلې سترګې، وینې او هیلې هغې ته وربښي او بیا دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې د «آزادۍ» مظهر(هوسۍ) په دومره قربانیو ارزي؟ زخمي هوسۍ غواړي چې دشپونکي او دهغه د لیونۍ مینې په مرسته غنم وکري، خو د دغې منظومې زړه بوږنونکې غمیزه (تراژیدي) په دې کې ده چې «هوسۍ» د مینې، سپیڅلتیا او حقیقت په لرلو سره سره له ماتې او شکست سره مخامخ کیږي، چې د هوسۍ دغه د «نا ممکن» په لوري هڅه، د یوې شاعرانه سمبولیکې تراژیدي استمرار ده.

                                                         V

 د هرمان هسه «د بیدیا لیوه» داسې سمبولیکه افسانوي بیلګه ده چې لیکوال یې د «عقل) او «هنر» پلویانو ته وايي چې له انتزاعي منطق څخه ځان وژغوري، خندا او ژوند زده کړي. «هرمینه» د ناخود آګاه هغه څیره ده چې غواړي د «هالر» له دروغجن شخصیت څخه دې طبیعي پیر(حالت) ته راوګرځوي،هرمینه د افسانې او ناخود آګاه نښه ده چې د «پابلو» په خوله خبرې کوي او «ماریا» د دوی تر منځ نیمه ویښتیا(نیمه آګاه) دنده لري. دغه ټول سمبولونه د انسان په لرغوني(جمعي او قومي) روان کې ریښه لري، ته به وايي چې په دې ډول د هوسۍ(آز دۍ) مینه وال او د هغې له پا ره هڅې هم زموږ په لرغوني ژوند کې ژورې ریښې لري.

                                                       VI

په پایله کې ښايي و وایو د ا انسان دی چې د آزادۍ په هکله فکر کوي او د هغې په باب پوښتنه طرح کوي. آزادي د انسان قلمرو دی، خو دا چې د دې یا هغې ځان ښوونې د ټاکنې(انتخاب) په پایله نه پوهیږي، د دې له پاره اړتیا ده چې د «یاسپرس» په قول له ځانه تیر شو(دل به دریا باید زد)، ځکه چې موږ د راتلونکې په هکله نه پوهیږو؛ له همدې امله ویره او اضطراب لرو. د «پوپر» په خبره د انسان راتلونکې نامعلومه ده او د پیشبیني(اټکل)وړ نه ده. دې ته ورته رواني ویره د راتلونکې په باب د «هوسۍ» په منظومه کې هم ځان تکراروي، وبه یې لولو:

… کله چې لاس یو دبل غاړه کې سپیدو څخه پوښتنه کوو

سبا به څه کیږي

یو کال وروسته به څه پیښیږي؟!

د ریښتینې او انتزاعي آزادۍ په هکله ټاکنه(انتخاب) به د لیوال په راتلونکو لیکنو کې وګورو،ځکه د سارتر پر اند انسان آزاد دی، خو آزاد شوی نه دی. موږ به وګورو چې هوسۍ به د راتلونکي په لور د خوځښت وس ولري که نه؟

                                                                    پوهندوی اسد آسمايي

                                                                        کابل پوهنتون

                                                                        ۱۳۷۸/۱/۲۲

46 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *