Categories

اعلان

Loading…

د یوه ملګري یاد!! – نذیراحمد سهار

مولوي صیب سټیج ته پورته شو او له څو ټکو خبرو وروسته یې وویل:

–          یو سوال دی، که چا ځواب کړ، جایره به اخلي! « هغه کوم ماښام دی، چې هم سهار پکې وي، هم ماښام».

په حلقه کې شاوخوا ۶۰ تر اویاوو پورې کسان ناست وو. یوه بل ته یې وکتل، خو یو ځیرک ځوان پورته شو او ویې ویل، چې زه یې ځوابوم.

مولوي صیب ورته وویل: وایه

–          هغه نن ماښام دی، ځکه نذیر احمد سهار هم پکې دی.

دغه ځوان احمد زبیر ژمن و. په پېښور کې دا زما او د زبیر ژمن د ملګرتیا اساسي پیل و، چې شاوخوا ۱۵ کاله پرې اوړي. د ژمن صیب ورور ډاکټر ضیاالرحمن ضیا زما د لیسې ټولګیوال و. په اخترونو کې به د یوبل کره تلو. زبیر ژمن او دده ټول وروڼه مې هملته پېژندل، خو داسې وخت هم را ورسېد، چې ضیا مې پرځای پرېښود او ژمن مې ترې خپل کړ. زه او دی مسلکي ملګري شوو.

په پېښور کې، چې افغان پوهنتون وتړل شو، زه کابل ته راغلم. ژمن، نذیراحمد نذیر، نبي ساحل، سید رحمن سالار، غزا نور غزا  او …په یوه ټولګي کې وو. په لومړنیو ورځو کې مې زړه ډیر خوړین و، ځکه لیلیه مې نه درلوده او اقتصادي وضعیت مې هم ښه نه و. له ډاکټر صیب شیرشاه بسیال سره اوسېدم. دی هم د ژمن د راز او نیاز ملګری دی. وروسته د نبي ساحل په مرسته له ژمن او نورو ملګرو سره د کوټې ملګری شوم.

د لېسې او پوهنتون په دوران کې مې ډیرو ملګرو او ټولګیوالو ته تخلصونه غوره کړي دي.

ځینو تراوسه ساتلي او ځینو بدل کړل.

ژمن هم دغسې یو کس و.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په دویم ټولګي کې وو. یوه ورځ یې راته وویل، چې ته خو یو سم پښتو تخلص را وګوره. ویل یې مومند قبیلوي تخلص دی او دا نور خو ډیر تکرار دي. له درنګ پرته مې ورته وویل، چې «ژمن». ویل یې ولې ژمن؟ ما ورته وویل، په تا کې زه له دین، وطن او ولس سره ژمنتیا وینم. احمد زبیر له همغې ورځې ژمن شو او ترپایه مو ددین، وطن، ولس او مسلک پر وړاندې ژمن وموند.

شاوخوا شپږ کاله موږ په یوه کوټه او کله کله په یوه دفتر کې کار کړی دی. د بریالي هلالي په مرسته مو د احمدشاه بابا د ژباړې مرکز جوړ کړ، خو دوام یې ونه کړ، ځکه ددفتر کرایه راباندې اوښته او د کتاب د چاپ پیسې مو هم نه درلودې.

له موږ سره د ده ډیرې خاطرې دي. ما به چې کوټه پاکوله، ټول به مې له کوټې واېستل. ده به ویل: « سهار، چې کومه ورځ ځان مینځي او کالي بدلوي، کوټه پاکوي، نور وخت ګوتې هم نه خړوي».  کله به، چې زه ورته غوسه شوم، دی به غلی و،  خو کله به، چې دی په غوسه و، زه به ترې غلی وم.

ژمن زموږ د ټولګي اول نومره و، خو په درېیم ټولګي کې دی مطبوعاتو او موږ راډیو ټلویزیون څانګې ته لاړو.

په خپلو درسونو کې ډیر تکړه و. اخلاق او چلند یې صمیمانه وو. په ملګرتیا کې ټینګ او مهریان و.

د باچاخان کتاب یې، چې ژباړه، خلکو به راز راز خبرې ورته کولې، خو ما ژباړې ته هڅاوه. وروسته داسې شول، چې د باچاخان اصلي څېره یې ومونده او ما به د عدم تشدد کارپوه باله. په لویدیز کې سیاسي چارې یې یو بل کتاب و، چې له انګلیسي یې وژباړه.

ډیر وخت مو د ژورنالستي کار په تړاو یو بل ته شکوې کولې. پر ما په لومړیو ورځو کې کار ډیر زیات و، ده به ویل: «د منجمنټ اصول دا نه دي، چې ټول کار پرځان واخلې، مدیریت به کوې او له نورو به هم کار اخلې». دی داوخت په ازادۍ راډیو کې و. کله به، چې له کاره ډیر ستړی شو، ویل به یې: « کار بیخي زړه را شین کړی دی. که ځان لږ راټول نه کړو، ډیر ژر به مو استهلاک کړي». کله به یې، چې چکر او تفریح ته زړه شو، له فضل غني حقمل سره به یوځای کور ته راغی. وروستی بنډار مو دده له ناروغۍ لږ مخکې ورځو کې و.

ابله ورځ یې مړی زموږ پر وړاندې اېښی و. باور مې نه کېده، چې ژمن مړ دی. اوښکې مې په سترګو کې وچې وې، خو اوس پوهیږم، چې ژمن خپل نوی ژوند پیل کړی او موږ ته یې یوازې خاطرې پاتې دي. اوس یې ورو ورو نشتوالی احساسوم.

ژمنه! ته نشته یې، خو یاد او خاطرې دې هره شپه او هر پړشمی ما ژړوي. ته په ډیر څه ارزې، خو زه په همدې څو جملو اکتفا کوم. زه پوهیږم که ژوند دې دومره ژر لنډ نه وای، ته به د پښتو ژبې او ژورنالیزم لا روښانه ستوری وای. موږ ته ستوری وې، خو  نه پوهېدو، چې ژوند دې هم د ستوري په څېر و.

38 total views, 1 views today

  1. رحیم مومند Reply

    الله دی اجر درکړي. ژمن صیب زمونږ په لیسه کښی و او ډیر ښه وخت مو تیر کړی دی. ما یی چه هره ورځ له آزادی راډیو غږ اوریدلو خوند می ورنه اخستلو. الله ج دی یی هغه جهان ورته ګل او ګلزار کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *