Categories

اعلان

Loading…

کالبوت / د شفیقې خپلواک شعر

کالبوت

 زه پوهیږم رانه درومې

لکه

اختر د ماشومتوب چې رانه لاړ

لکه

خوند د پیغلتوب چې رانه لاړ

زه پوهیږم رانه درومې

لکه

زما دا تروه اوښکه

چې له سترګو راڅڅیږي

په ګریوان باندې تیریږي

بیرته کله راستنیږي

ښه پوهیږم

رانه درومي

رانه درومي

رانه درومي

د باران شیبې به مړې کړې

زما د ژوند کیسې به مړې کړې

ګلابونه به شي مړاوې

ارمانونه به شي مړاوې

تقدس یې د زړه سره

تنفس یې د زړه سره

زه له تا څخه ساه اخلم

ځکه خوند په دنیا اخلم

چې دې نوم واخلم جانانه

لکه نوې تولد شم

هره ساه وږمه وږمه شي

یا څنځله سم یا عود شم

ښه پوهیږم رانه درومې

خو چې لاړې لیونیه

خدای ته ووایه لالیه

چې باران له دنیا واخلي

بیا دې کله نه رااوري

ستوري، ستوري دې لمبه کړي

 بیا دې ماته نه راګوري

د بادونو ساه دې واخلي

چې مې څڼې ونه ښورې

ښه پوهیږم رانه درومي

خو له ما نه به اه واخلي

زما له زړه به درزا واخلي

شفیقه به یو کالبوت شي

ژوند به مړی د تابوت شي

ښه پوهیږم

رانه درومي

رانه درومي

رانه درومي

پای

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *