Categories

اعلان

Loading…

عبدالله د انتخاباتو د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو هرکلی وکړ

تاند-  د ولسمشرۍ کاندید عبداله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ابتدايي پایلو د ځنډېدو هرکلی وکړ، ویې ویل دا به فرصت برابر کړي چې د درغلیو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي.

عبدالله عبدالله په کابل کې په خپله کلکه ساتل کېدونکې ماڼۍ کې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې باید د درغلیو په اړه تحقیقاتو ته وخت ورکړای شي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ د جوزا د څلرویشتمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي خو کمیسیون پرون وویل چې د شاوخوا ۱۹۰۰محلونو رایې بیا شمېري او د دغو محلونو د رایو په اړه د څېړنو په خاطر د ابتدايي پایلې اعلان ځنډوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له دې اعلانه وروسته عبدالله فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«اوس د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو له کبله وخت او فرصت شته. موږ د داسي اقداماتو په اړه خبرې کوو چې په وسیله یې څېړنې په قوت سره وشي او د جعلي رایو چاره وشي.»

عبدالله همداراز وویل:«تقریباً هرڅوک موافق دي چې په پراخه پیمانه درغلي شوې ده نو که ناپاکې رایې تصفیه نه شي د انتخاباتو په پایله کې به مشروعیت رامنځته نه شي.»

ده دا هم وویل:«که موږ وایو چې درغلي شوې ده، مقابل لوری هم وايي چې درغلي شوې ده نو ښه دا ده چې ټول لاسونه سره ورکړو او مشکل حل کړو.»

د انتخاباتو له کمیسیون سره د پرېکون د پای ته رسولو لپاره د عبدالله شرطونه

416 total views, 1 views today

  1. خوشال ساپی Reply

    دا نو هغه خبره شوه چی وایی نه فول منم، نه دفاع منم، نه میسی منم او نه ګول کیپر بس یواځی خلاص ګول، توپ او زما شوټ

  2. Mohammad Reply

    سلامونه دوستانو
    دا د انتخاباتو کمیسیون نه نر شو او نه ښځه دا بیغیرته بچی دا هم نشی کولای دا بیغیرته کرزی هم همدا غواړی الله مو حلاک کړه دافغانانو په مال او ژوند لوبی کوی

  3. سید الر حمن زیار مل Reply

    تاسو که دوطن اصلی با چیان وای لږ به مو دا حا لاتو ته په کتو پو ورڅی مخته پا یلی اعلان کړیوه خلک په څه کی دی او تاسو په کومو ناروا درد او رنج دخلکو نوره هم زیاتوی حیران دیته یم چه ! عبدالله دباطلو دفاع کوی او اشرف غنی دحق غوښتنه نشی کولی لکه چه وډار شو داسی ډاریدل چه وی بهتره ده ورته پریږدی نوره زموږ وخت هم مه ضایع کوه دډارن ملاتړ پکار نده په نارو سارو هلو څلو ستړی شو او ته سیل کوی هیڅ اواز دنه راوزی ختمی زیر کا سه نیم کاسه است نوره زموږ طمعه نشته بهتره ده وطن پریږدو .

  4. jamal Reply

    what do you think is this person with the above photo fit this heavy duty?

  5. رحمن ولی Reply

    ډیر افسوس په داسی مشر او داسی سیاست: دیوی خوا څخه کمیسیون نه منم او د بل لوری د کمیسیون دا پریکړه چې لومړنۍ پایلی و ځنډیدی هر کلی کوم. نور څه ویل نه غواړم قضاوت خپله وکړی

  6. Fahim Reply

    پشتنو تاسو ته مرگ په كار دي چى د عبدالله په شان يو جيگيلو له تاسو نه حق اخلي. له داكتر صاحب اشرف غني نه هيله كوو چى د كرزي په شان د پشتنو په وينو ملندي و نه وهي. مونز اول له خدايه او بيا له تا نه ددي مظلوم ولس حق غوارو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2