Categories

اعلان

Loading…

وزیرانو شورا د واک د لیږد مساله وڅیړله

تاند – د افغانستان د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبه په ورځ ولسمشر کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له ټاکلي جدول سره به سم نوی ولسمشر د اختر په پنځمه چې د اګست دوهمه کیږي د لوړې مراسم ترسره کړي.

حامد کرزي چې د غونډې مشري یې کوله وویل، دغه نیټه به نه بدلوو او نه به بدلیږي. ولسمشر وویل چې د لوړې د مراسمو لپاره پکار ده چې ټول اړین تدابیر ونیول شي.

د وزیرانو د شورا په غونډه کې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو خبره په داسې وخت کې یاده شوه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د چهارشنبه په ورځ به ابتدایي نتیجې اعلان کړي.

د عبدالله عبدالله ډلې ویلي دي، که دا نتیجې اعلان شي دوی ته د منلو نه دي ځکه چې دوی خپل اعتماد د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون او د شکایتونو پر کمیسیون بایللی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې مخکې قسمي پایلي د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د اعتراضونو پر مهال وځنډولې، ځو دا ځل یې تر دې دمه څه نه دې ویلي چې دوی به ابتدایي نتیجې ځنډوي.

163 total views, no views today

2 comments

  1. Pingback: Zachary

  2. سید الر حمن زیار مل Reply

    دا څل که دانتخا باتو کمیسیون پا یلی وڅنډاولی دسخت غبر ګون سره به مخامخ شی نوره دملت خوصله نشته نه دریم څلورم څل انتخا بات منی اونه ملت دچا نوکر ده دا په حقیقت کی ملت ته توهین ده وبس ددوی رایو ته توهین ده حتمی پا یلو اعلان په ټاکلی .نیټه ۱۱ ۴ ۹۳ دچار
    شنبی ورڅ غواړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2