Categories

اعلان

Loading…

مسؤل به دې پلار او نیکه وي زما څه ګناه ده؟! (طنز)حبیب الله بختیال

د دندې موندلو پسې مې د پخوانیو خلکو د متل له مخې میخینې کیړۍ (څپلۍ) زړې کړې، خو د پوهنتون له زده کړو وروسته مې د سلګونو دولتي او نا دولتي دفترونو تر شا د غرمو له تیرولو وروسته بیا هم د هیڅ دندې څرک تر سترګو نه کړ؛ تر دې، چې مې د یو وزارت په مخ کې، چې لوستو محصلینو او ماسټرانو به د خپلو اړوندو کارونو لپاره عریضې ورته لیکلې او دغه راز په ګڼو نورو برخو کې به هم خلکو د عرایضو د لیکلو فرمایش راکاوه کار پیل کړ.

خو د عارضانو په اړه به هله حیرانۍ واخیستم، چې دوي به ماسټرۍ هم اخیستې وې او ملبس به په عصري کمپیوټرونو ګرځیدل، خو بیا به یې هم د عریضو د لیکلو چل نه ؤ زده. دوي به د لیسانس دورې د مونوګرافونو او د ماسټرۍ دورې د تیزیس وړاندې کولو لپاره ما ته د عریضو د لیکلو فرمایش راکاوه او ځینو، چې به یوه دوه ټکي انګریزي زده وه په واسطو به یې له لسانس دورې وروسته ځانته د خپلې خوښې رشتې کې بهر ته د ماسټرۍ بورس واخیستو او په دې اړه به، چې کومو عریضو ته اړتیا شوه، نو هغه به هم ما ورته لیکلې.

خو یو وخت شو، چې په ټول هیواد کې او بیا په تیره په مرکز کې د مځکو ګراني راغله، نو هماغه وو، چې د لومړنیو ، استیناف او سترو محکومو او د شاروالۍ او د ښار د ناحیې مې په ګرو واخیستې؛ هغه داسې چې په ورځ کې به مې په دریو بیلابیلو ځایونو کې چې لا له وړاندې به مې معلومات ورته درلودل، چې اوس په کوم ځای کې ډیر جم او جوش دی، نو لومړنی ځای به مې پریښود او بل ځای ته به ولاړم او په هغه ځای کې به مې د لومړي ځای په پرتله په څلور یا پنځه چنده پیسو عریضه لیکله او حتا کله کله به مې په ډالرو هم د عریضې د لیکلو قلمانه ترینه وغوښته.

خو هغوي هم چندانې سر نه پسې ګرځاوه ځکه ټول یې هغه کسان وو، چې له خالي جیبونو سره یا له بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته د ځمکو د غضبولو لپاره راغلي وو او یا هم په کور د ننه کې یې په پخوانیو هغو کورنو خاوندانو باندې په بیلابیلو بهانو عریضې کولې کوم، چې یې په تیرو کلونو کې پرې پلورلي وو، چې ددوي په عریضو کې به ډیرې د دعواوو او نورو لانجو عریضې وې او څو ځایه به په کې راتلل، چې .. (د نه خبرتیا په صورت کې به مسؤل د کور اوسني اوسیدونکی وي او بس).

زما په لاس ددې ډول عریضو د لیکلو او د هغوي له پراخې او لوړې قلمانې مې حالات بدل کړل او د همدې حلالې روزۍ د ګټلو له برکته مې د ښار په زړه کې په خپله خوښه ځانته کور جوړ کړو، د یوې پر ځای مې خپلو تربورانو او باجه ګانو ته د ځان ښودنې او سیالۍ په خاطر درې پیغلې چټې په نکاح کړې او ددې لپاره، چې په نږدې راتلونکې کې کوم بحران په بهرنیو مرستو د هیواد ولاړې ستنې ونه لړزوي، نو د عریضو له برکته په لاسته راغلو ډالرو مې په ښار کې څو؛ جیریبه هغه مځکه واخیسته، چې د زورواکو لخوا غضب شوې او همدې زورواکو بیا ددې ډول ځمکو ته د قانوني اسنادو د جوړولو لپاره پر ما عریضې لیکلې او په دې برخه کې مې د زیاتې کاري تجربې له برکته دومره مهارت تر لاسه کړی و، چې پر مځکو د هر ډول دعواوو مشورې به مې دوي ته ورکولې او چې کامیابې به شوې، نو بیا به یې د خپل کرم او اخلاص له مخې د ډالرو څو څڼیور سلګونان په شیرینۍ کې راکړل.

خو لکه مخکې مې چې یاده کړه په هغه مهال کې پر مځکو د خیټو اچولو، د مځکو د کمزورو خاوندانو د وژلو او تر دې، چې که به د یو وکیل ، وزیر او یا هم بل کوم لوړ پوړي چارواکي د ښار په یوه برخه کې کومه مځکه، چې د دوو وروڼو به په ګډه وه او یوه به غوښتل، چې مځکه وپلوري خو بل به نه غوښتل، نو دوي به له لومړي هغه سره ګوتې پټې کړې او دوهم به یې ترور او وواژه او په دې توګه به یې د خپلې خوښې وړ ځمکه یا کور تر لاسه کړو او بیا به چې کله پر دې ډول او نورو هغو مځکو خاوندان، چې ورک به وو زورواکو دعوې کولې او اعلانونه به یې لیکل؛ نو تر ټولو مخکې به یې ما ته مراجعه وکړه او د یو ښایسته په شد او مد برابر اعلان او اړوند عریضې غوښتنه راڅخه وکړه، چې ما به هم کټ مټ د دوي په طبعه برابر لیکل ورته وکړل؛ خو د عریضو او اعلانونو په پای کې مې له دې جملې څخه ډیر بد راغلي وو، چې (د نه خبرتیا په صورت کې به مسؤل د کور اوسنی اوسیدونکی وي او بیا به د شکایت حق نه لري).

کلونه تیر شول او زما د عریضو لیکلو بازار هم د ځمکو د نرخونو په راټیټیدو سره کمزوری شو او اړ شوم هغه مځکې او کورونه، مې مخکې په لوړه بیه اخیستي وو د څه پانګونې مانګونې او د کور ګوزارې لپاره په یو څه ټیټه بیه وپلورم، نو هماغه وو، چې همداسې مې وکړل؛ درې څلور دکانونه مې د ښار په مهمو ځایونو کې فعال کړل او خپل زامن مې وهڅول، چې په نوبت سره د زده کړو تر څنګ په دکانونو کې کار وکړي ، مشتریان پیدا کړي او لکه زما د هغوي زړونه تر لاسه کړي، خو لکه هغوي چې یې د خپلو میندو او ماماګانو په عادت شوي وو ؛ د ورځې به یې لس ګټلې او له دکانه به یې شل مصرفولې، چې په همدې ډول مې اقتصادي حالت ورځ تر بلې د خرابیدو په حالت کې شو او د یوې دندې د موندلو په هڅه کې شوم، ځکه له دریو واړو میرمنو څخه مې په تیرو لسو کلونو کې نږدې دیرش زامن او لورانې تر لاسه کړې وې، چې د ډیرو خو یې نومونه هم یاد ته نه راتلل او چې کوڅې ته به مازدیګر مهال راورسیدم، نو د ماشومانو غوبل به د دروازې مخ ته ولاړ ؤ، چې ټوله کوڅه به یې بنده کړې وه که څه هم چې هغوي به زما د هرکلي او دې ته ولاړ وو، چې د پخوا په څیر به مې ورته څه راوړي وي، خو چې تش لاس به یې ولیدم، نو په ناهیلۍ سره به په نوبت په خوارو سترګو کور ته ننوتل.

هو رښتیا د بلې کومې دندې د موندلو خبره مې کوله؛ چې له څو ورځو فکرونو او سوچونو وروسته مې د پوهنتون یو ملګری را په زړه شوه هغه ته به، چې موږ د پوهاند لقب وکړی ؤ خو چانسونه یې ماشین حساب هم نه شوای حسابولای اوس د یو وزارت د نشراتو ریاست پر ګدۍ ناست ؤ، ځکه د وزارت له وزیر سره یې څه خپلوي وه. نو نیغ ورغلم او خپله سي وي او نور ټول اسناد مې ورکړل دا مې هم ورته وویل، چې سړیه ډیر کوشش به ورباندې کوې، ځکه د نومرو فیصدي مې هم لوړه ده او زیاته کاري تجربه هم لرم، ځکه ټول زورواکي مې پیژني، چې یو نامداره او د نابغه خصوصیاتو لروونکی عریضه لیکوونکی یم.

ورځې تیریدې، چې بله ورځ مې کتل نو یاد ملګري مې ذنګ راته وواهه او راته یې وویل، چې د وزارت وزیر په وزارت کې د ځینو بدلونونو او د ښکته او پورته کونې نیت لري، نو زه هم باید سبا ورشم. ما په بیړه او وارخطایۍ ورنه وپوښتل:

–          هلکه پوهاند صاحب ما ته هم کومه د ګوزارې دنده په کې رارسیږي او که نه او بل دا چې مقررۍ د څه شي پر اساس دي؟ آزموینه او انټرویګانې هم په کې شته او که نه؟ چې دا ځل مو د نورو منډو ترړو سره مخ نه کړې.

هغه وخندل او بیا یې راغبرګه کړه :

–          نه زوروره ! وزیر صاحب مازې دومره غواړي، چې هغه کسان، چې د وزارت په ښکته منزلونو کې د اوسیدو په خاطر پنډ او خیټور شوي دي د لوړو منزلونو په دفترونو کې مقرر کړي تر څو په زینو کې د ښکته کیدو او را پورته کیدو له امله یې هم وزن کم شي او هم یې د وینې وژونکی فشار او غوړوالی راټيټ شي. او بل دا چې تا ته مې ښه غوړه وظیفه په پام کې نیولې ته خو سبا یو ځل په وخت راشه کنه.

ددې ورځې په بیګاه د خوشحالۍ له کبله خوب نه راتلو له ځانه سره به مې بیلابیل فکرونه کول، چې وزیر صاحب به زما لپاره کومه دنده په پام کې نیولي وي. خو لنډه دا چې سبا شو او سهار په داسې حال کې د وزارت په لور وخوځیدم، چې د شپې د خوشحالۍ له لاسه مې خوب نه ؤ کړی. همدا چې د ملګري تر دفتره مې ورسیدم، نو په څوکۍ کې له کښیناستو سره سم راباندې خوب راغلو، خو بیا مې ځان را کابو کړو او ملګري مې له لنډ ځنډ وروسته یوه ښایسته اوږده تالار ته له ځانه سره بوتلم، چې د وزارت لوړ پوړي چارواکي په کې ناست وو؛ ډیر راته شناخته ښکاریدل، چې زما د عریضه لیکنې په غرفې کې به یې ما ته د پورته یادو ډولونو عریضو او اعلانونو د لیکلو فرمایش راکولو، خو د نزاکت له مخې مې له ټولو سره له لرې ستړې مشې وکړې.

شیبه لا نه وه تیره، چې وزیر صاحب را دننه شو او موږ ټول یې د احترام لپاره په خپلو ځایونو کې په ولاړسئ ودریدو موږ سره یې له لیرې ستړې مشې وکړې او بیا یې د وزارت په ستاینه او د خپلو کارونو په ویاړنه مسلسلې خبرې وکړې، خو دا چې زه ډیر بې خوبه وم، نو ځای پر ځای په خپلې څوکۍ کې ویده شوی وم او په خوب کې مې هماغه د عریضو د لیکلو وخت لیدو، چې یو څوک راځي او ما له ګریوان څخه نیسي، راته وايي، چې ولې دې د یتیمانو او مسکینانو پر حق د تیري لپاره زورورو ته عریضې او اعلانونه لیکل؟! ددې مسکینانو او یتیمانو د حق د غضبولو مسؤل به یوازې او یوازې ته وې او بس!. خو ما د هغه لاسونه په زور سره له خپل ګریوانه لرې کړل او چې ستونی مې خلاص شو نو په چیغه مې ورته وویل :

–          مسؤل به دې پلار او نیکه وي زما څه ګناه ده؟!

او له همدې سره له خوبه راپاڅیدم، چې کتل مې ټولو ما ته حیران حیران کتل او د وزیر صاحب هم خوله له حیرانتیا ډکه ښکاریده. ملګري مې د غونډې ګډونوالو ته زه مخاطب کړم او زیاته یې کړه :

–          وبخښئ وزیر صاحب او د غونډې ګډونوالو! دا زما د پوهنتون دورې ټولګیوال دی په دندې پسې سرګردانه ګرځي اوس یې روغتیايي حالت ښه نه دی، انشأالله څو شیبې وروسته به یې روغ جوړ درته راولم.

هغه راغلو او زه یې له مټ څخه ونیولم د باندې چې ولاړو، نو په حیرانتیا یې راته وویل:

–          دا دې څه وکړل؟ آخر په سد خو یې او که نه؟ د وزیر صاحب خبره دې په دومره بې نزاکته ټکو رد کړه؟ په داسې حال کې، چې هغه ته ما له مخکې څخه ستا د ستونزو په اړه ویلي وو او دا مې پرې کره کړې وه، چې تا به زما پر بست مقرروي او د وزارت د نشراتو عمومي مسؤل به وې. خو چې وزیر صاحب تر ټولو لومړۍ د سټیج پر سر دا اعلان وکړ، چې ښاغلی … د وزارت د نشراتو عمومي نوي مسؤل …. خبره خلاصه کړې نه وه او تا سم له واره غږ پرې وکړو، چې مسؤل به دې پلار او نیکه وي زما څه ګناه ده؟!.

ما چې د هغه دا خبرې واوریدې، نو لومړۍ مې خوبولې سترګې وموښلې او بیا مې په لوړ غږ ورته وخندل او د لیدلي خوب کیسه مې ورته وکړه. هغه ددې په اوریدو سره له ما سره یو ځای په حیرانتیا کې یې یوازې په مسکا سره دومره په افسوس وویل، چې ډیر لوړ دولتي پوست دې په دې سره له لاسه ورکړو.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *