Categories

اعلان

Loading…

رنګین سپنتا له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو امنیتي مسلو خبرې کوي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا نن پاکستان ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

سپنتا په داسي وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي او طالبان په هلمند کې د سیمو د لاندې کولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره په جنګ دي.

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان حکومت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او افغانستان بیا وايي چې د هلمند او کونړ په نښتو کې پاکستاني پوځیان برخه لري.

د افغانستان دفاع وزیر روانه اوونۍ د هیواد د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل چې کره شواهد شته چې پاکستاني پوځیان په ملکي جامه کې په هلمند او کونړ کې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد جنګېږي.

ویل کېږي پاکستان په دې ډول پر افغانستان فشار راوړي څو د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، له سپنتا سره به د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، د ملي امنیت د ریاست او د ملي امنیت د شورا جګپوړي غړي د اسلام اباد په سفر کې ملګري وي.

سپنتا به د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره هم وویني.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *