Categories

اعلان

Loading…

امریکا: په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید لشکرطیبه کړی و

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ وویل، په پاکستان کې دېره د لشکر طیبه تروریستي ډله په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د تېرې میاشتې د حملې مسووله وه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د لشکر طیبه د مشرانو او غړیو پر ضد د نورو بندیزونو د اعلانولو په ترڅ کې وویل:««لشکر طیبه د روان ۲۰۱۴ میلادي کال د مې په درویشتمه په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې مسووله وه.»

په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید درې ورځې مخکې له دې وشو چې د هند نوی صدراعظم نیندرا مودي لوړه وکړي. ظاهراً د دې برید هدف دا و چې په سارک ټولنې کې د مودي طرحه زیانمنه کړي.

ښاغلي مودي د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په شمول د سارک مشرانو ته بلنه ورکړې وه چې د مې په شپږویشتمه په نوي ډیلي کې د ده د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې د ښاغلي مودې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللی و، د مراسمو په څنګ کې (حاشیه) د هند یوه خبري چاینل ته وویل چې د هرات تروریستي برید لشکر طیبه ډلې کړی دی.

که څه هم لشکرطیبه د افغان طالبانو په لیکو کې ننوتې خو ډېر ځلي د دې ډلې خپلسري بریدونه، چې د پاکستان د استخباراتو د ځینو ځانګړو کړیو په مرسته یې کوي، افغان طالبانو ته له سیاسي پلوه زیان اړولی دی. دا ډله هڅه کوي چې افغان طالبان د خپل حکومت د کلونو په شان په نړۍ کې منزوي کړي.

ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې په کابل کې پر دیپلوماتیکو مرکزونو او د ملګروملتو په اړوندو ځایونو په حملو کې هم، چې د ډېرو مسوولیت افغان طالبانو په غاړه اخیستی، لشکر طیبه لاس درلود.

د چارو د کتونکو په باورلشکر طیبه غواړي چې په دې توګه نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې تر څو د کشمیر لانجه په رسمیت ونه پېژني او د حل لپاره یې عملي اقدام ونه کړي دا ډول حرکتونو ته به دوام ورکوي.

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *