Categories

اعلان

Loading…

د څاښت دولس رکعته لمونځ/ مفتي محمد شريف راشد

انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : څوک چې د څاښت لمونځ دولس رکعته وکړي نو الله جل جلاله به په جنت کې د ده لپاره د سرو زرو يوه ماڼۍ   جوړه کړي   . ( ترمذي ، ابن ماجه )

عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من صلى الضحى ثنتي عشرة ركعة – بنى الله له قصرا من ذهب في الجنة . ( الترمذي و ابن ماجه )

د څاښت ( اشراق ) د لمونځ وخت :

  امام نووي رحمة الله عليه فرمايي چې : د لمر ختلو نه وروسته تر زوال پورې چې کوم لمونځ کېږي ، هغه ته صلاة ضحی د څاښت لمونځ وايي ، ( يعنې په اشراق او څاښت کې فرق نشته ) د دې غوره وخت دادی چې د لمر له ګرمېدلو او ښه پورته کېدلو وروسته وشي ، او کنه نو د لمر له را ختلو وروسته تر زوال پورې په هر وخت کې يې کولای شي ، همدا خبره امام عيني رحمة الله عليه هم کړې ده .

امام حصكفي فرمايي: د څاښت د لمونځ وخت دادی چې لمر را پورته شي ،له دې وخت نه نېولې د لمر تر کږېدلو (زوال) پورې وخت لري ، ښه خبره داده چې د ورځې د څلورمې برخې له تېرېدلو نه وروسته يې وکړي .

   لږ تر لږه دوه او ډېر يې دولس رکعتونه دي ، او درميانه يې اته رکعتونه بيان شوي دي ، او دا اته رکعتونه يې غوره دي ، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خبرې او عمل څخه ثابت دي ، او دولس يواځې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قول څخه ثابت دي . ( الدر المختار )

د عامو عالمانو په اند د څاښت او اشراق په لمانځه کې فرق نشته ، هر هغه لمونځ چې له لمر ختلو نه وروسته تر لمر کږېدلو زوال پورې کېږي ، اشراق او څاښت بلل کېږي .

خو ښه خبره داده چې د لمر له ختلو سره سم دوه يا څلور رکعتونه وکړي ، بيا چې کله لمر ښه تود شي د څاښت په وخت کې بيا نو څلور ، اته يا دولس رکعتونه وکړي .

امام غزالي رحمة الله عليه فرمايي چې :

  غوره خبره داده چې دوه رکعتونه هغه وخت وکړي چې څنګه لمر نوی را پورته شي ، ( چې دې ته د اشراق لمونځ وايي )   بيا دې څلور ، شپږ يا اته رکعتونه هغه وخت وکړي ، چې کله لمر ښه را پورته او تود شي ، داسې چې پښې د لمر په وړانګو باندې تودې شي ( چې دې ته د څاښت لمونځ وايي )   .(إحياء العلوم : 2 /15 )

     نو د اشراق دوه يا څلور رکعتونه دې د لمر له ختلو او يوه نېزه پورته کېدو نه وروسته کوي ، او د څاښت لمونځ دې هغه مهال کوي چې د ورځې څلورمه برخه تېره شي ، يعنې که ورځ د دولسو ساعتونو وي ، نو چې له لمر ختلو نه وروسته درې ساعتونه تېر شي . و الله أعلم . نېزه د انسان د قد اومره وي ، پخوا به په جنګونو کې کارېدله .

د دولسو سنتونو ثواب :

    له اُمِّ حبيبې رضي الله عنها څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : څوک چې په ورځ کې دولس رکعته سنت وکړي – الله جل جلاله به د هغه لپاره په جنت کې يو کور جوړ کړي ، ام حبيبه رضي الله عنها فرمايي چې له هغه وخت څخه چې ما دا حديث اورېدلی دی نو دا دولس سنتونه مې ندي پريښي ، عنبسه فرمايي چې : له هغه وخت څخه چې ما دا حديث له ام حبيبې څخه اورېدلی دی نو دا دولس سنتونه مې ندي پريښي ، او عَمْرو بن اوس فرمايي چې : له هغه وخت څخه چې ما دا حديث له عنبسه څخه اورېدلی دی نو دا دولس سنتونه مې ندي پريښي ، او نعمان فرمايي چې : له هغه وخت څخه چې ما دا حديث له عَمْرو   څخه اورېدلی دی نو دا دولس سنتونه مې ندي پريښي . ( مسلم )   : ۴ د ماسپښين له لمانځه څخه مخکې او ۲ وروسته ، ۲ د ماښام له لمانځه څخه وروسته ، ۲ د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته ، ۲ دوه د سهار له لمانځه څخه مخکې ( ترمذي )

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ نُمَيْرٍ حَدَّثَنَا أَبُو خَالِدٍ عَنْ دَاوُدَ بْنِ أَبِى هِنْدٍ عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ سَالِمٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ أَوْسٍ قَالَ : حَدَّثَنِى عَنْبَسَةُ بْنُ أَبِى سُفْيَانَ فِى مَرَضِهِ الَّذِى مَاتَ فِيهِ بِحَدِيثٍ يُتَسَارُّ إِلَيْهِ قَالَ : سَمِعْتُ أُمَّ حَبِيبَةَ تَقُولُ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ : مَنْ صَلَّى اثْنَتَىْ عَشْرَةَ رَكْعَةً فِى يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ بُنِىَ لَهُ بِهِنَّ بَيْتٌ فِى الْجَنَّةِ .

قَالَتْ أُمُّ حَبِيبَةَ : فَمَا تَرَكْتُهُنَّ مُنْذُ سَمِعْتُهُنَّ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَقَالَ عَنْبَسَةُ : فَمَا تَرَكْتُهُنَّ مُنْذُ سَمِعْتُهُنَّ مِنْ أُمِّ حَبِيبَةَ ، وَقَالَ عَمْرُو بْنُ أَوْسٍ : مَا تَرَكْتُهُنَّ مُنْذُ سَمِعْتُهُنَّ مِنْ عَنْبَسَةَ ، وَقَالَ النُّعْمَانُ بْنُ سَالِمٍ : مَا تَرَكْتُهُنَّ مُنْذُ سَمِعْتُهُنَّ مِنْ عَمْرِو بْنِ أَوْسٍ.( رواه مسلم )     صلاة التسبيح :

دا ډېر مبارک لمونځ دی ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم عباس رضي الله عنه ته اوفرمايل چې : که دې دا لمونځ وکړو نو : الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي ، مخکني وي که وروستني ، نوي وي او که زاړه ، قصدًا دې کړي وي او که په خطا کې ، واړه وي او که غټ ، پټ وي او که ښکاره .( ابوداؤد )

د صلاة التسبیح طريقه :

د څلورو رکعتونو نيت به وتړي ، ټول رکعتونه به ډک کوي يعنې سورت به هم پکې وايي ، په اول رکعت کې چې سورت ختم کړي نو له رکوع څخه مخکې به هماغسې په ولاړه باندې پنځلس وارې سُبْحَانَ اللَّهِوَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ   وايي ، بيا به رکوع وکړي ، په رکوع کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له رکوع څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به لس وارې او وايي ، بيا به سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له سجدې څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به لس وارې اووايي ، بيا به دوهمې سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له سجدې څخه سر را پورته کړي او ( له پورته کېدو نه مخکې به ) په ناسته همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به دوهم رکعت ته پورته شي = دا په هر رکعت کې پنځه اويا وارې ويل کېږي (چې په څلورو رکعتونو کې درې سوه واره پوره کوي ) بيا به په دوهم رکعت کې هم همداسې وکړي په درېم کې هم او په څلورم کې هم )

      بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : که دې هره ورځ کولای شوای نو کوه يې ، که دې نشوای کولای نو په جُمعه کې يې کوه ، که دې دا نشوا ی کولا ی نو په مياشت کې ، کنه نو په کال کې او که دې دا هم نشوای کولای نو په ټول عمر کې ( يو وارې وکړه ) .  ( ابوداؤد ) که دې ګناهونه د سمندر د زګ هومره ډېر وي يا د رېګ د غونډيو په څېر زيات وي نو هم به يې الله جل جلاله درته وبخښي .     ( ترم‍ذي )

يوه خبره : ځينې پوهان وايي چې : څوک د دې لمونځ دا لوی ثواب واوري او بيا يې هم نه کوي نو د هغه په زړه کې به د دين قدر نه وي . قال بعض المحققين : لا يسمع بعظيم فضلها ويتركها إلا متهاون بالدين.  ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبيح )

   دوهمه طریقه : ترمذي له عبد الله بن مبارک رحمة الله علیه څخه روايت کړې ده ، هغه داده چې : له سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا إله إلا غيرك څخه وروسته او له الحمد لله څخه مخکې به ۱۵ وارې دا تسبيحات اووايي ، بيا به د سورت له ختمېدلو وروسته ۱۰ وارې ، بيا په رکوع کې ۱۰ وارې ، بيا چې له رکوع څخه را پورته شي ۱۰ وارې بيا په سجده کې ۱۰ وارې بيا د دوه سجدو په منځ کې ۱۰ وارې بيا په دوهمه سجده کې ۱۰ وارې ، بيا به سيده دوهم رکعت ته را پورته شي . همداسې په څلورو رکعتونو کې ، پدې روايت کې له دوهمې سجدې نه وروسته تسبيحات نشته ، د دې په ځای په قيام کې لس وارې زيات وايي .

مسئله :دا تسبيحات به په زړه کې شماري او په ګوتو باندې به يې نه شماري ، خو که يې په زړه کې نشوای شمارلی نو بيا دې په ګوتو باندې داسې شماري چې د ګوتو په بندونو يا په يوې يوې ګوتې باندې زور کوي ( کښېکاږي دې ) وفي القنية : لا يعد التسبيحات بالأصابع إن قدر أن يحفظ بالقلب وإلا يغمز الأصابع ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبیح)

مسئله : د رکوع او سجدې خپل تسبيحات به وايي ، يعنې په رکوع کې به درې وارې سُبحانْ ربي العظيم وايي ، بيا به دا تسبيحات شروع کوي ، او په سجده کې به هم درې وارې سُبحانَ ربي الأعلی وايي ، بيا به دا تسبيحات شروع کوي ( ترمذي ) .  عن عبد الله بن المبارک أنه قال : يبدأ في الركوع بسبحان ربي العظيم وفي السجود بسبحان ربي الأعلى ثلاثا ثم يسبح التسبيحات ( الترمذي )

مسئله : او په ژبه دې نه شماري ځکه چې پدې سره لمونځ ماتېږي . وَاحْتَرَزَ عَنْ الْعَدِّ بِاللِّسَانِ فَإِنَّهُ يُفْسِدُ الصَّلَاةَ ( العناية ، فصل : یکره للمصلي أن یعبث بثوبه )

مسئله : که په يو ځای کې تسبيحات ور څخه پاتې شي نو په راتلونکي ځای کې دې وايي ، يواځې په دوه ځايونو کې دې د بل ځای تسبيح نه وايي ، اول – چې له رکوع څخه را پورته شي ، دوهم – له دوهمې سجدې وروسته ، ځکه چې د دې دوه ځايونو اوږدول ندي پکار ، ابن عابدين فرمايي : قال الملا علي في شرح المشكاة ، مفهومه : أنه إن سها ونقص عددا من محل معين يأتي به في محل آخر تكلمة للعدد المطلوب ا هـ

قلت : واستفيد أنه ليس له الرجوع إلى المحل الذي سها فيه ، وهو ظاهر ، وينبغي كما قال بعض الشافعية : أن يأتي بما ترك فيما يليه إن كان غير قصير ، فتسبيح الاعتدال يأتي به في السجود ، أما تسبيح الركوع فيأتي به في السجود أيضا ، لا في الاعتدال لأنه قصير . قلت : وكذا تسبيح السجدة الأولى يأتي به في الثانية لا في الجلسة لأن تطويلها غير مشروع عندنا على ما مر . (رد المحتار ، کتاب الصلاة ، مطلب في صلاة التسبيح )

له ماسپښين څخه مخکې او وروسته4 رکعتونه :

أم حبيبه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر وخت څلور رکعتونه له ماسپښين څخه مخکې او څلور له ماسپښين څخه وروسته کوي ، نو ( الله جل جلاله به دا کس د جهنم له ) اور څخه وساتي . ( أبوداؤد ) د نسائي په روايت کې دا هم راغلي چې : هېڅکله به د دوزخ اور د ده په مخ باندې ونه لګېږي .      عَنْ عَنْبَسَةَ بْنِ أَبِى سُفْيَانَ قَالَ : قَالَتْ أُمُّ حَبِيبَةَ زَوْجُ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم- : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرُمَ عَلَى النَّارِ . ( سنن أبي داؤد ) و في رواية النسائي : فلا تَمَسُّ وجهَه النارُ أبدًا .

له زوال نه وروسته څلور رکعتونه کول :   عبد الله بن سائب رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله   صلی الله عليه وسلم به د لمر له کږېدلو ( زوال ) څخه وروسته څلور رکعتونه کول ، او فرمايل يې چې : دا داسې وخت دی چې پدې کې د اسمان دروازې خلاصېږي ، زه دا خوښوم چې پدې وخت کې زما يو نيک عمل اسمان ته پورته شي . ( ترمذي )

د مازديګر له لمانځه څخه مخکې ۴ رکعتونه :  ابن عمر رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : الله تعالی دې رحم وکړي په هغه کس باندې چې له مازديګر نه مخکې څلور رکعتونه کوي .( أبوداؤد ) عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: رَحِمَ اللَّهُ امْرَأً صَلَّى قَبْلَ الْعَصْرِ أَرْبَعًا. ( أبوداؤد و اللفظ له ، و الترمذي و ابن خُزيمة ، و ابن حبان )

18 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *