Categories

اعلان

Loading…

سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدین/ عبدالباري جهاني

د غه راز د ۱۸۳۸ څخه تر ۱۸۴۲ پوري، د انګریزانو او افغانانو د لومړي جنګ په کلونو کي، د لال پوري د مهمندو یو مشر سعادت خان د انګریزانو په مقابل کي په جنګ او مقاومت لاس پوري کړ. د هغه تربور توره باز خان سمدستي د انګریزانو ملاتړ پیل کړ او په اباسین او جهلم کي د انګریزانو خدمت ته حاضر سو. انګریزانو هم هغه ته د لال پوري خاني ورکړه. کله چي انګریزانو په افغانستان کي ماته وخوړه نو توره باز خان انګریزانو ته وتښتیدی او سعادت خان بیرته د لال پوري خاني ترلاسه کړه. The Borderland p227

موږ مخکي ولیدل چي د امبیلې په جنګ کي پښتنو دومره قربانۍ ورکړې او دومره زور یې وښود چي د انګریزانو د قواوو قوماندان چمبرلین مرکزي حکومت ته د عقب نشینی کولو پیشنهاد وکړ او په جنګ کي ډیر سخت ټپي سو، مګر د پښتنو ډیرو سترو خانانو او قومي مشرانو د جنګ په ګرماګرم کي د پيښور له انګریز کمیشنر څخه ټنګې واخیستلې او مقاومت یې کمزوری او مات کړ. د مجاهدینو د مقاومت او هستوګني مرکزونه یې وسوځول او د مجاهدینو یوه ډله یې د قتل عام خولې ته ورکړه. دغه راز اقداماتو او د خانانو څرګندو خیانتونو او نامردیو د مجاهدینو د تحریک د وسله وال مقاومت تر پایه پوري دوام درلود او هغوی یې له مرګانیو ستونزو سره مخامخ کړي ول. که څه هم چي د انګریزانو د منظمو پوځونو، عصري وسلو او پیسو سره، چي د پښتني سیمو د لاندي کولو فیصله یې کړې وه، مقاومت د غیر ممکن ترسره پوري ګران کار وو؛ خو که د لویو خانانو او سردارانو همکاري او ملاتړ ورسره وای نو انګریزانو به دا سیمي په دونه اسانی لاندي کړي نه وای او تر ابده به له ستونزو سره مخامخ وای.

سراولف کیرو Sir Olaf Caroe  د سید احمد بریلوي او په عمومي صورت د پښتنو د تحریکونو او قدرتونو په باب لیکي چي د پښتنو په ټولنه کي یو مشر را پیدا سي او ټول قبایل سر یو موټی کړي او چي څه خنډونه یې په مخکي وي هغه له منځه یو سي او پر ټولو رقیبانو غالب سي. تر یو وخته پوري د پښتنو قبایلو او مشرانو ترمنځ داخلي دښمنی او رقابتونه هیر سي، او ټول په یوه زړه او یوه خوله تر یوه متحد بیرغ او شعار لاندي راټول سي. داسي انسانان او افراد ډیر لیده کیږي چي مرګ ته مخ پر تندي ورځغلي او ځان قرباني کوي. په هر ځای کي دغه د قربانۍ احساس او جذبه چلیږي. خو په دغه ترڅ کي یو مشر د ځان په ستایلو، باټو او شخصي ګټو په لاسته راوړلو لګیا سي. په دې توګه، هغه ارمان چي د یو موټی کیدلو او قربانیو سبب سوی وو له ناکامی سره مخامخ سي، کیني او بد نیتی پیل سي. هغه کوښښونه او هلي ځلي چي د بریاوو او لاسته راوړنو د ساتلو لپاره ضروري دي، د قبایلو تر وس ووزي او نور دوام نه سي کولای. پښتانه تر لاسه کړي مځکي او بریالیتوبونه له لاسه ورکړي. د تحریک پر مشر باندي اعتماد سست سي او ټول قبایل لکه څرنګه چي ورته راغلي وه هغسي ورڅخه ولاړ سي،او مشر پر سپین میدان پاته سي.ThePathans p 305

البته، د کابل د دربار او سردارانو په مقابل کي خبره په دغه ډول نه وه. د سرحد پښتنو په عمومي صورت، د کابل پر حکومت باندي حساب کاوه او هغه ته یې د انګریزانو، سیکهانو او بل هر خارجي دښمن په مقابل کي د یوه قوي ملاتړ په سترګه کتل. ښایی علت به یې دا وو چي دوی د کابل حکومت د پښتنو یو قانوني قدرت باله او د خانانو او قومي مشرانو پر زور او بازو باندي یې، چي نن به سره یو ځای او سبا به سره دښمنان وه، ډیر حساب نه سو کولای. خو د کابل دربار د خیبر څخه کښتي خوا پښتنو له تحریکونو او ښورښونو سره ډیره لږ علاقه ښودله، او یوازي به یې د خپل ضرورت په وخت کي د هغوی ملاتړ کاوه او یا به یې مرستي ورڅخه غوښتلې. د سید احمد بریلوي او، په عمومي صورت، د خیبر څخه د کښتي پښتونخوا د تحریکونو د ناکامیدلو یو عمده علت له هغوی سره د کابل د دربار او سردارانو بې علاقه ګي وه.

امیر دوست محمد خان په ۱۸۳۴ کال کي د سیکهانو سره د جنګ په وخت کي د سوات له اخوند صاحب څخه مرسته وغوښتله. اخوند صاحب له خپلو قومي لښکرو سره، چي زیاتره په تورو او خنجرونو او یو لږ شمیر یې په توپکو سمبال وه، د پوځي روزني خبره خو بیخي په منځ کي نه وه، د امیر مرستي ته تر پیښوره پوري ورغی. البته امیر بیله جنګه ماته وکړه او اخوند هم له خپلو قومي لښکرو سره بیرته سوات ته وخوځیدی. دغه راز په ۱۸۳۹ کي د افغان او انګلیس د لومړي جنګ په وخت کي، چي انګریزي پوځیانو او شاه شجاع د غزني ښار محاصره کړی وو، د هندوستاني مجاهدینو مشر مولوی نصیرالدین له زرو تنو مجاهدینو سره د افغانانو مرستي ته ورغی. په هغه جنګ کي یې درې سوه مجاهدین تلف سول. کله چي امیر دوست محمد خان قدرت ته ورسیدی نه امیر او نه د هغه زوی امیرشیرعلي خان د مجاهدینو یا نورو هغو پښتنو سره چي د انګریزي استعمار په مقابل کي یې مقاومتونه کول خواخوږي قدر ښکاره کړه.

په ۱۸۵۷ کال کي چي په هند کي د انګریزي استعمار په مقابل کي مسلمان عسکر یاغي سول او د ډهلي په ښار کي دننه جنګونه پیل سول، او د هند زیاتره مسلمان نشینه سیمي ښورښونو ته تیاري وي، امیر دوست محمد خان د هر ډول اقدام کولو څخه ځان وژغوره. انګریزي مورخین لیکي چي که څه هم چي د امیر خپلو سردارانو او د کورنۍ غړو پر هغه باندي له هري خوا زور واچاوه چي د هند د مسلمانانو تر څنګ ودریږي او د دغه خدای ورکړي فرصت څخه ګټه واخلي او د پيښور ښار بیرته ترلاسه کړي مګرامیر له انګریزانو سره پر خپله دوستي کلک ودریدی. که امیر په دغه وخت کي پر پیښور باندي حمله کړې وای، که یې نور هیڅ نه وای کړي نو لږترلږه موږ به د پنجاب څخه د ډهلي د محاصرې د ماتولو لپاره قوه نه وای لیږلې. دې کار به د ډهلي محاصر اوږده کړې وای او ښایی جنګ د انګریزانو په تاوان تمام سوی وای. د پنجاب اعلی کمیشنرSir John Lawrence سر جان لارنس پیشنهاد وکړ چي د اباسین ټولي لویدیځي سیمي خوشي کړي. که څه هم چي سړی دا نه سي ویلای چي که امیر دوست محمد خان پر پيښور باندي حمله کړې وای نو څه به پيښه سوې وای مګر دونه ویلای سي چي امیر په هغه بحران کي د انګریزانو سره پر خپلي دوستی ټینګ ودریدی او په هغه وخت کي دده بیطرفي د ستایني وړ ده.History andCulture p 677

       په زړه پوري خبره خو لا دا ده چي امیر شیرعلي خان هغو پښتنو خانانو ته چي د انګریزي استعمار په مقابل کي یې، د ده په ګټه، مقاومتونه کول د بند سزا ورکړه او د هغوی مخالف قومي مشران او خانان یې قدرت ته ورسول. سعادت خان او د هغه زوی نوروز خان یې بندیان کړل او د هغوی د زاړه رقیب طره باز خان زوی ته یې د مهمندو خاني وسپارله. خو نوروز خان ځان بیرته خپل قام ته ورساوه او قومي مشرتوب یې، لکه څرنګه چي د ملي او قومي مشرانو حق دی، تر لاسه کړ. د سعادت خان لمسي په ۱۸۷۸ کال کي، پر افغانستان باندي د انګریزانو د یرغل په وخت کي، پر انګریزي لښکرو باندي ډیري سختي حملې وکړې او د پښتنو او افغانستان له خاوري سره یې خپله مینه ثابته کړه. یو ځل خو د مهمندو او باجوړیو د لښکرو شمیر، چي د انګریزانو پر قواوو او د هغوی پر طرفدارو خانانو یې حملې کولې، دوولسو زرو تنو ته ورسیدی؛ خوڅرنګه چي نه د کابل او نه د بل کوم لوري مرسته ورسره وسوه نو د پښتنو دغو لښکرو هم د انګریزانو د منظمو پوځونو او عصري وسلو په مقابل کي تاب را نه ووړ او مقاومتونه مات سول.TheBorderland pp 236-237

د کابل دربار او نورو سردارانو ، له امیر دوست محمد خان څخه نیولې تر امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان پوري، نه یوازي د هندوستاني مجاهدینو او د برټانوي استعمار پر ضد تحریکونو سره مرستي ونه کړې بلکه د هغوی په ځپلو کي یې برخه اخیستله. امیر عبدالرحمن خان په لومړي سر کي د هډې ملا( ملا نجم الدین)، ملا پوونده( ملا محی الدین)، کربوغه ملا او نورو کسانو سره ډیر ښه اړیکي درلودل او په وروسته کي یې د کابل له لوري د هر ډول مرستو څخه مأیوس کړل. ملا پوونده د ۱۸۹۶ کال په اوړي کي له څلور زره وزیرو سره، چي ډیری ښځي او ماشومان هم ورسره وه، کابل ته ولاړ او د امیر څخه یې د انګریزانو په مقابل کي د مرستي غوښتنه وکړه. ملا پوونده ویل چي دوی غواړي وزیریستان د افغانستان خاوره وګڼله سي او برټانویان ورڅخه ووزي. که چیري امیر مرسته ورسره ونه کړي نو دوی مجبور دي چي پخپلو وسایلو به دا جنګ پر مخ بیایی.Kandahar Newsletters vol 7 p 177

   امیر په لومړي سر کي نه غوښتل چي له ملا پوونده سره وګوري او د هغه سره ملګرو وزیرو ته یې په چمن حضوري کي په خیمو کي ځای ورکړ؛ او کله چي یې له ملا او د هغه سره له ملګرو ملکانو سره وکتل نوورته وې ویل چي تاسي اوس د فرنګي پر ضد جهاد کوی او سبا چي هغه ولاړ سي بیا به زما پر ضد جنګیږی او ما به د فرنګي ملګری بولی. په دې برخه کي د ملا پوونده دلایلو او اطمینان هیڅ ډول اغیزه ونه کړه او بالاخره امیر، څو ورځي وروسته، د کابل د کوټوال په خوله ملا پوونده ته وویل چي امیر د برټانیې له حکومت سره دوستانه اړیکي لري او هغه د ملا پوونده په وجه نه سي خرابولای.ibidpp189-190ملا پوونده بالاخره له کابل څخه ولاړ او د تګ په وخت کی یې له امیر څخه د خپلو شپاړسو ورکو سویو ملګرو په باره کي د معلوماتو غوښتنه وکړه، خو امیر ورته وویل چي هغوی ښایی خپلو وطنونو ته تللي وي او دوی به وروسته تحقیقات وکړي.ibid p 195

په زړه پوري خبره دا ده چي امیر عبدالرحمن خان هغو کسانو ته چي انګریزانو ته یې تکلیف ورکړی او یا یې وژلي ول، سزا وي ورکولې. امیر ته د افغان او انګلیس له دوهم جنګ څخه شپاړس کاله وروسته رپوټ ورسیدی چي د لوګر اوسیدونکي میر امام د جنګ په وخت کي هم انګریزان وژلي او هم یې هغو کسانو ته ستونزي پیښي کړي وې چي د انګریزانو د پوځ لپاره د غلې دانې د اخیستلو لپاره به کلیو ته تلل. امیر هغه سړی او د هغه درې زامن بندیان کړل او د هغوی شته مني یې ضبط کړهibid p 113 امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو او قبایلو په برخه کي یو ډول متضاد او په لږ وخت کي بدلیدونکي دریځونه درلودل. د ۱۸۹۷ د اکټوبر په میاشت کي یې د ادم خیلو اپریدیو جرګه کابل ته را وبلله او له هغوی څخه یې د انګریزانو په مقابل کي د پاڅون او پر هغوی باندي د حملو دلایل وغوښتل. هغوی خپل دلایل ورته وویل. امیر په لږ وخت کي د تقویم الدین په نوم رسالې، په افغانستان کي دننه او په قبایلي سیمو کي،خپرې کړې. له ټولو مسلمانانو څخه یې وغوښتل چي د کافرانو سره جهاد وکړي او په جنګ کي پر شا رانه سي. څوک چی په جنګ کي پر شا راسي په آخرت کي به یې ځای دوږخ وي. دي رسالو ډیره چټکه اغیزه وښندله او په لږ وخت کي په قبایلو کي، له انګریزي قواوو سره، د وړو او لویو جنګونو اورونه بل سول. د برټانوي هند حکومت د امیر د دې عمل په مقابل کي ډیر سخته خواشیني وښودله او امیر يې وهڅاوه چي د قبایلو سره له خواخوږۍ څخه لاس واخلي. د حکومت دې عمل خپله نتیجه ورکړه او د خمند حکومت ته یې اطمینان ورکړ چي نه به خپلو رعیتو ته د قبالیو په جنګونو کي د برخي اخیستلو اجازه ورکوي او نه به د انګریز حکو مت دښمنانو او نه به وسله والو کسانو ته په خپله خاوره کي پناه ورکوي. کپټن ایچ ایل نیویلCaptain H.L Nevill لیکي:

“ دا په انصاف سره ویلای سو چي د ۱۸۹۷ د عملیاتو په جریان کي عبدالرحمن خپله ټینګه بې طرفي وساتله. هغه زموږ په مقابل کي د پاڅون مذهبي دلایل ونه منل او قبایلو ته یې د هغوی د بیځایه او غلطو اعمالو له امله خبرداری ورکړ او ورته وې ویل: زه باید په لنډو عباراتو درته ووایم چي زه ستاسي له مسایلو سره هیڅ اړه نه لرم، ستاسي له چارو سره هیڅ غرض نه لرم، ځکه چی زه په تاسي باور او اعتماد نه لرم. تاسي داسي فکرمه کوی چي زه د شیرعلي په څیر احمق یم، چي ستاسي په خاطر پر نورو تعرض وکړم او آزار ورکړم. ستاسي اصلي هدف دا دی چي ما د انګرزانو له حکومت سره جنګ کولو ته مجبور کړی او که زه دغه احمقانه عمل ته لاس واچوم نو یقین لرم چي تاسي به د جنګ په وخت کي خپلي تماشې کوی “

مګر ملایانو او د سرحد قبایلو د ۱۸۹۷ کال د جولای تر پایه پوري خپل کار کړی وو او ټول سرحد پر ښور راغلی وو. قبایلو پر مله کنډ باندي حملې وکړې او چکدره یې محاصره کړه.مومندو پر شنکر ګړ باندي حملې وکړې. اپریدیو او اورکزیو د سامانه قلاوي محاصره کړې او حکومتي قواوو د خیبر د درې کنټرول په بشپړه توګه له لاسه ورکړ…Campaigns on the Northwest pp 212-213

د هندوستاني مجاهدینو، چي تحریک یې د شلمي پیړۍ تر دریمي لسیزي پوري دوام درلود، او په پښتونخوا کي د انګریزانو په مقابل کي د نورو مذهبي او سیاسي تحریکونو په مقابل کي د امیر حبیب الله خان پالیسي هم د خپل پلار په څیر وه. په داسي حالاتو کي به د پښتونخوا د سیمي مذهبي او ملي تحریکونو د کابل له دربار څخه د کومي مرستي انتظار درلودلی وای. طبیعي خبره ده چي غیرمنظمو قبایلي تحریکونو یو په بل پسې د انګریزانو د زور، منظمو او روزل سویو عسکرو، عصري وسلو او زرو په مقابل کي ډیر دوام نه سو کولای او یو په بل پسې مات سول.

په پښتني سیمو کي د ټولنیزو او مذهبي اصلاحاتو تحریک، لکه څرنګه چي د سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدینو څخه ډیر مخکي پیل سوی وو، د هغوی د تحریک د کراریدلو سره خاموش نه سو. د هډې ملا او د ترنګزو صاحب، د هغه ملګري د الینګار فقیر او د حاجي صاحب زامنو هم د اصلاحاتو تحریک ته دوام ورکړ او هم یې د انګریزانو پر قواوو او د هغوی پر طرفدارو خانانو او مشرانو باندي حملې کولې. حاجي صاحب او د هغه زامنو په ۱۹۳۵ کال کي د خپلو حملو لمن تر پیښور او نوښار پوري، چي د انګریزانو منظمي قواوي پکښي پرتې وې، پراخه کړه. The Frontier 1839-1947 P 179 انګریزي قواوو ډیر ژر د هغوی خواته توجه واړوله او حاجي صاحب مجبور سو چي د مهمندو علاقو ته په شا سي. په هغو سیمو کي یې د انګریزي قواوو او برټانوي هند له حکومت سره خپل سخت مخالفت او تبلیغاتو ته دوام ورکړ. د برټانيې حګومت پر هغه باندي څو ځله ډیري سختي حملې وکړې خو تر پایه پوري د حاجي صاحب په نیولو، وژلو او ماتولو بریالی نه سو.  Lords of the Khyber P 195د کابل حکومت د ترنګزیو له حاجي صاحب او د سرحدي قبایلو له پښتنو سره د انګریزانو په مقابل کي هیڅ مرسته ونه کړه. په ۱۹۱۹ کال کي، د افغان او انګلیس د دریمي جګړې له پیل کیدلو څخه مخکي، اعلیحضرت امان الله خان د ترنګزیو حاجي صاحب ته ولیکل چي که مرمیو ته اړتیا لري نو سپه سلار به یې ورته ورسوي.India and Afghanistan p 114البته مرمۍ باید د ترنګزیو حاجي صاحب ته ځکه نه وي رسیدلې چي دا لیک هدف ته تر رسیدلو مخکي د برټانوي مقاماتو لاس ته ورغی. په ۱۹۳۳ کال کي چي مومندو په یوه لوی پاڅون لاس پوري کړ د کابل حکومت نه یوازي له هغوی سره مرسته ونه کړه بلکه په پټه یې انګریزانو ته اجازه ورکړه چي د هغوی کلي او وسله والي ډلي حتی د افغانستان په خاوره کي دننه هم بمباري کړي او له دې وروسته د کابل او انګریزانو د حکومت ترمنځ انډیوالي نوره هم ټینګه سوه. د دې کار یو علت دا وو چي نادرشاه او د هغه زوی ظاهر شاه د مومندو او نورو پښتنو له وسله والو مقاومتونو څخه په بیره کي وه او هغه یې د خپل قدرت لپاره یو خطر باله. ( د جرمني امپراطورۍ افغاني جګړه ص ۱۰۴ ) د برټانوي هند څخه د انګریزانو د وتلو او د هند او پاکستان د ویشل کیدلو څخه وروسته د پښتونخوا په قبایلي سیمو کي وسله وال مقاومتونه کرار سول او یوازي فقیر ایپي د انګریزانو پر ضد د جهاد د تبلیغ پر ځای د پنجاب د حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکړ او د وزیریستان په غرنو کي یې د یوه ملي مشر په حیث د پښتونستان، یا د پښتنو لپاره د یوه مستقل دولت د جوړولو، چیغه پورته کړه. Political Leadership p 62 هند او افغانستان د پښتونستان د داعیې او جوړیدلو ملاتړ وکړ. دا ملاتړ یوازي د تبلیغاتو او پروپاګندې په ساحه کي وو او پخپله له ایپي فقیر سره، چي تر ۱۹۶۰ کل پوري ژوندی وو، او تر مرګه له خپلي غوښتني څخه تیر نه سو، چا عملي مرسته ونه کړه.

   د سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدینو عقاید:

د سید احمد بریلوي د اجتماعي او مذهبي اصلاحاتو تحریک ښایی نه په سیمه او نه په اسلامي نړۍ کي لومړنی او وروستنی تحریک وي. سید احمد بریلوي د اسلام په دین کي د هندو مذهب او عنعناتو د نفوذ، ټګمارو او ګمراه کونکو تش په نامه پیرانو او ټګمارومرشدینو او انګریزي استعمار پر ضد، چي په هند کي یې د مسلمانانو څخه قدرت غصب کړی وو، په یوه ځل مبارزه پیل کړه. یوازي په تبلیغاتو او د کتابونو او رسالو په خپرولو بسیا نه سو بلکه لومړی یې د سیکهانو څخه د مسلمانانو د ښارونو او سیمو د ژغورلو لپاره وسلو ته لاس واچاوه او وروسته یې پیروانو د فرنګیانو پر ضد جهاد او مقاومت ته دوام ورکړ. د هغه دښمنانو سمدستي د هغه تحریک ته د وهابي نوم ورکړ، او عوام الناس، چي حتی اوس هم د وهابي په اصلي مفهوم او معنی نه پوهیږي، د خپلو پیرانو او ملایانو په پیروی، چي د سید احمد بریلوي د تحریک له امله یې ګټي په خطرکي لویدلي وې، هغوی ته وهابیان وویل. د اکثر عوام الناس لپاره وهابي د کافر معادل دی، او کله چي د سوات د اخوند صاحب په څیر یوه مشهور او منلي پیر او د پیښور د عالمانو د شورا په څیر ملایانو سید احمد بریلوي وهابي وباله نو د خلکو لپاره یې فیصلې د اعتبار او منلو وړ وې او لا ترڅنګ یې انګریزي تبلیغاتو هم هغوی په دغه نامه تورن او مشهور کړل. د انګریزانو په زیاتره کتابونو کي دا خبره راغلې ده چي سیداحمد بریلوي حج ته د خپلو پیروانو د سفر په ترڅ کي د وهابي عقایدو تر تاثیر لاندي راغی او هند ته د بیرته ستنیدلو څخه وروسته یې د دغو عقایدو په تبلیغ پیل وکړ. په داسي حال کي چي لومړی خو د صراط مستقیم په نوم د سید احمد بریلوي د خطبو مجموعه، چي د هغه او د هغه د تحریک د افکارو او عقایدو تر ټولو څرګند ښکارندوی دی، حج ته د هغه له سفر څخه مخکي، د هغه ملګري مولوی شاه اسمعیل ترتیب کړې وه او مولوي شاه عبدالحي هغه خطبې په عربي ترجمه کړي اوعربي ترجمه یې په مکه معظمه او مدینه شریفه کي اسلامي علماوو ته ښودلې او د هغوی له خوا تقدیر سوې وه. له بلي خوا صراط مستقیم هم د موضوعاتو او هم د عقایدو له مخي د محمد بن عبدالوهاب د عقایدو سره، چي مخالفین یې وهابي عقاید بولي، توپیر لري. دغه راز دا داوړه تحریکونه، که څه هم چي د خرافات پرستیو او، د عبادت تر سرحده، د پیرانو او زیارتونو په برخه کي د ورته ستونزو سره مخامخ ول مګر محمد بن عبدالوهاب او د هغه ملګري، چي ځانونه مُوحّدین بولي، زیاتره د زیارتونو، نذرونو او خرافي عقایدو له ستونزي سره، چي د دوی په عقیده یې ډیر مسلمانان د شرک سرحد ته رسولي وه مخامخ ول، په داسي حال کی چي سید احمد د اسلام په دین کي د هندو عقایدو د نفوذ، خرافات پرستیو او دغه راز د پردیو فرنګیانو له خوا د هند د خاوري د لاندي کولو او استثمارولو د ستونزي سره مخامخ وو او د خپل پیر او مرشد شاه عبدالعزیز په څیر یې هند دارالحرب وباله او دارالاسلام ته یې مهاجرت کول او له فرنګیانو سره جهاد واجب اعلان کړ.

دغه راز سید احمد بریلوي او د هغه ملګري په داسي وخت کي سعودي عربستان ته ورسیدل چي د عربستان وهابیان پخپله د ترکانو تر تعقیب لاندي ول او د هغوی ټول فعالیت د نجد په سیمه پوري محدود وو. په داسي حال کي به د عربستان د وهابیانو لپاره ډیره ګرانه وه چي د سید احمد او د هغه له ملګرو سره داسي تماسونه ټینګ کړي چي هغوی دي خپلي لاري ته را وبولي.Wahabi Movement p 21

محمد بن عبدالوهاب د عربستان د نجد د ولایت د العُیینه په ښار کی، په یوه عالمه او مذهبي کورنۍ کي، دنیا ته راغی. د لومړۍ ځوانۍ څخه په خلکو کي د خرافي عقایدو رواج ته متوجه سو او د توحید لپاره یې تبلیغ پیل کړ. هغه د العُیینه د ښار له واکمن ابن المُعمر سره اړیکي ټینګ کړل او د هغه په مرسته یې لومړی هغه وني له بیخه وایستلې چي خلکو به نذرونه ورته راوړل او تعویذونه او د ټوکرانو رنګارنګ ټوټې به یې پوري ځړولې او مرادونه به یې ورڅخه غوښتل. محمد بن عبدالوهاب دا د شرک عمل وباله او خلکو ته یې د دغه راز اعمالو پر ضد تبلیغ پیل کړ، د هغه ورسره ملګرو او پیروانو څو وني له بیخه وایستلې او هغه لویه ونه چي تر ټولو معتبره وه ده پخپله له ریښو وایستله . په وروسته کی د زید بن خطاب قبر ته، چي د ښار ډیر زیات خلک به ورته راتلل، متوجه سو. هغه پوهیدی چي د اسلام د خلیفه عمر بن خطاب د ورور د قبر ورانول څه اسانه کار نه دی او د خلکو له پراخ عکس العمل سره به مخامخ سم نو یې د العُیینه د ښار د واکمن ابن المعُمر څخه، چي د ده طرفدار وو، مرسته وغوښته. هغه د زیارت د خرابولو لپاره شپږ سوه عسکر ورکړل او محمد بن عبدالوهاب خلکو ته وښودل چي د خپل تصمیم په عملي کولو کي جدي دی. خلکو له دونه زیاتي وسله والي قوې سره د مقاومت توان نه درلود او مخمد بن عبدالوهاب د زید بن خطاب قبر وران کړ. له دې وروسته چي یې هر ځای دغه ډول زیارت لیدی هغه یې د شرک عمل باله او د خپلو طرفدارو واکمنانو په مرسته یې تباه کاوه. Wahabi Islam p 25

موږ د سید احمد بریلوي او د هغه د تحریک په جریان کي، چي زیات وکم اتیا کاله یې دوام وکړ د مقدسو ونو، ځایونو، خلوتونو او یا زیارتونو د ورانولو او یا د ورانولو لپاره د تبلیغ کولو یو مثال هم نه لرو. که څه هم چي هم پخپله سید احمد بریلوي او هم د هغه ملګری مولوي شاه اسمعیل د زیارتونو او پر قبرونو باندي د جوماتونو د جوړولو سره سخت مخالف وه او هغه یې د اسلام د دین له احکامو سره مغایر بلل او ویل به یې چي دغه راز جوماتونه او زیارتونه جوړول د احادیثو په حکم شرک ته رسیږي خو څرنګه چي د کوم زیارت یا مقدس ځای د نړولو لپاره یې نه په بنګال، نه په شمالي هندوستان او نه په پښتونخوا کي عملي ګام پورته کړی دی نو موږ ویلای سو چي دوی او وهابیانو هم په نظر او هم په عمل کي جدي توپیر درلود. ځکه چي وهابي تحریک د زیارتونو په نړولو پیل سوی او د سید احمد بریلوي تحریک په خپل ټول اتیا کلن عمر کي په دغه اړه یو اقدام هم نه دی کړی.

دغه راز سید احمد بریلوي زیارتونو ته د خاصو یا پاک باطنو خلکو تلل ګټور کار بولي خو وایی چي که عام اولس او مومنان زیارتونو ته ولاړ سي نو له حده وتلی تاوان ورته رسیږي. نو عوام باید زیارتونو ته له تللو څخه پرهیز وکړي ځکه چي هغوی له قبرونو څخه مرسته غواړي او دا عمل یې شرک ته رسوي ( صراط مستقیم ص ۱۰۲)

د زیارتونو او په نتیجه کي د زیارتونو د ساتونکو او د سید احمد بریلوي په اصطلاح صوفي شعار مشرکینو پر ضد مبارزې د هغه په مقابل کي ټول هغه کسان را وپارول چي د زیارتونو څخه یې ګټي تر لاسه کولې او په قرنونو یې د پښتنو په بیسوادو اولسونو کي د سید او میا په نوم امتیازات اخیستي، او اوس یې هم اخیستل. پښتنو، چي زیارتونو ته یې تر هر څه زیاته او ټینګه عقیده درلوده، کال دوولس میاشتي، زیارتونو ته نذرونه او نغدي پیسې وروړلې او د دې پیسو او نذرونو اخیستل د هغو کسانو حق وو چي له زیارت سره یې د خپلوی تړاو درلود او د متولي په نوم یې د زیارت ساتنه کوله. په پښتنو، په تیره بیا سوات، کي خلکو د پیرانو او ولیانو په نوم بیحده زیات امتیازات اخیستل. په سوات کي، تر نولسمي پیړي پوري، د پیرانو مځکي، چي سیري ورته ویل کیدلې، د بیا ویشل کیدلو له سسټم څخه معافي وې. پیران او د هغوی اولادونه هم د حاصل خیزو مځکو د درلودلو له امله شته من سوي ول او هم چي به یې د لویو او مهمو لانجو په حلولو کي برخه واخیستله نو ډیري پراخي مځکي به یې د تحفې په شکل ترلاسه کولې. پراخو مځکو او جایدادونو له پیرانو څخه خانان جوړ کړي او د مالي توان په نتیجه کي یې سیاسي قدرت ورځ تر بلي زیاتیدی.Political Leadership p 93 په داسي حالاتو کي چي پښتنو خپل هر زیارت ته د یوه مقدس حریم په سترګه کتل د سید احمد بریلوي لپاره د زیارتونو د ورانولو په باره کي د نیت کول هم ګران کار وو، او د عملي اقدام خو یې بیخي فکر نه سو کولای.

   د سعودي عربستان فقید مفتي اعظم د شرک د ډولونو د شمیرلو په ترڅ کي لیکي چي هر هغه څوک چي د الله تعالی او د خپل ځان ترمنځ واسطې قایموي او له هغوی څخه مرسته او شفاعت غواړي او پر هغوی باندي توکُل کوي، هغوی ټول کفار دي.

دغه راز ټول هغه کسان چي مشرکینو ته کفار نه وایی او د هغوی په کفر کي شک لري او د هغوی مذهب صحیح بولي، ټول کافران دي. ( العقیدته الصحیحته ص ۲۶)

سید احمد بریلوي او د هغه پیروان، که څه هم چي د قبرونو څخه د مرستو او شفاعت غوښتلو په برخه کي، د محمد بن عبدالوهاب په څیر، د قرآني ایاتونو په استناد، وايي چي دا د شرک اعمال دي، خو د زیارتونو په برخه کي دومره سخت حکم نه کوي او حتی مولوي شاه اسمعیل خو د یوه حدیث په استناد وایی چي حضرت رسول اکرم ص د خپل ژوند په وروستیو شپو ورځو کي ناستو کسانو ته وویل چي ما تاسي د قبرونو د زیارت کولو څخه منع کړي واست، مګر اوس درته وایم چي د قبرونو زیارت کول ستاسي توجه له دنیایی ژوند څخه را ګرځوي او آخرت مو درپه زړه کوي.Taqwiatul Iman p 247

دغه راز څرنګه چي سید احمد بریلوي په هند کي ژوند کاوه او د ټولني ډیر لوی او تام اکثریت هندوان وه نو هغه د اسلام په دین کي د هندو عقایدو او عنعناتو د نفوذ پر ضد سخته او ښکاره مبارزه کوله خو له هندوییزم سره یې کرکه او مخالفت نه ښود. سید احمد له هندوانو سره نیژدې دوستانه اړیکي درلودل، د هندوانو دعوتونه او سوغاتونه یې منل. نه یوازي یې د خپل تحریک په لومړۍ مرحله کي بلکه د تحریک په دوهمه مرحله کي چي عملا د سیکهانو پر ضد جنګیدی، د هندوانو مالي مرستي منلې. شاه اسمعیل خو د هر مذهب په مقابل کي د حوصلې او زغم غوښتنه کوله. دی وایی د هر مذهب په پیروانو کي ډیر زیات شمیر هوښیار خلک سته او په دې کي هغه کسان چي باطني عمق ته رسیدلي دي د خاصي یادوني وړ دي. په دې کي هم مسیحیان، هم یهودي صوفیان، هم فارسیان، هم نیوافلاطوني فیلسوفان او هم هندو جوګیان شامل دي… دوی د دغه باطني عمق منابع دي خو وروسته بیا ګمراه کونکي مفکورې د هغوی له مذهب سره ګډي سوي اوانحرافات یې را پیدا کړي او پر مذهب یې حاکم کړي دي. Sayyid Ahmad p 127د هندوانو څخه مرستي اخیستل او د هغوی دعوتونه منل او بالاخره لا د هندوانو او مشرکانو مشران هوښیار او پرحقه بلل، له هره پلوه د محمد بن عبد الوهاب له عقایدو سره اختلاف لري.

د سید احمد بریلوي د صوفي اصلاحاتو تحریک د خرافاتو او غیر اسلامي عقایدو څخه د اسلام د دین د تصفیه کولو لپاره پیل سو. د سید احمد بریلوي د تحریک د طرفدارانو په هیڅ کتاب کي موږ د کوم بل مذهب د غندني څرک نه وینو. د ده اصلي هدف په اسلام کي د هندو عقایدو د نفوذ پر ضد مبارزه وه. مګر د دې نفوذ پړه یې پر هندوانو نه اچوله بلکه مسلمانان یې ملامت بلل. د سید احمد دغه زغم ډیر هندوان دې ته راوستل چي د اسلام دین قبول کړي او د هغه پر لاس بیعت وکړي. هندوان د هغه ریښتوني پرهیزګاری، ښو اخلاقو او علمي شخصیت د اسلام د دین منلو ته تشویقولIbid p 128

نور بیا

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *