Categories

اعلان

Loading…

سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدین/ عبدالباري جهاني

اخوند صاحب له یوه ساده ګوجر څخه په ډیر لږ وخت کي پیر جوړ کړIbid p 100

یوه سړي، چي له سوریې څخه یې تر سوات پوري یوولس کاله سفر کړی وو، او په سیدو کی یې ځان د اخوند صاحب دربار ته رسولی وو، له اخوند صاحب څخه وغوښتل چي په هغه ورځ یې بیرته سوریې ته ورسوي؛ اخوند صاحب د سترګو په رپ کي بیرته سوریې ته ورساوه. Ibid p101

د اخوند صاحب په باره کي دا خبره ډیره مشهوره وه چي هر سهار يې د لمانځه تر مصلی لاندي یوه ټاکلې اندازه پیسې پرتې وي او اخوند صاحب په هغو پیسو د خپل لنګر خرڅ خوراک برابروي او سبا ته نوري پیسې ورته راځي. The Borderland and the Country p 114

د هغه شهرت بالاخره دونه زیات سو چي په سیمه کي په غوث، چي په ولایت کي تر ټولو لوړ مقام دی، مشهور سو.

زه بنده ډیر ګنه کار یم په ګناه مختورن خوار یم

د نظر ستا امیدواریم د سوات غوث صمداني

د واحد د باغ بلبله د حضرت د شرعي ګله

مرتبه دي شه ترتله په هر چا شې فوقاني

په سیدو کښي یې مکان دی ډیر پرې فضل د رحمان دی

شور یې ګډ په درست جهان دی دین اسلام پرې روښاني ( هاروبهار ص ۸۵ )

اخوند صاحب د خپل دې شهرت څخه هم د خپل معنوي او مادي قدرت د زیاتولو او هم د خپلو رقیبو پیرانو او مذهبي مشرانو د ځپلو لپاره کار اخیست. سید جمال الدین افغاني د سوات د اخوند صاحب په باره کي وایی چي اخوند صاحب ته له لیري او نیژدو څخه مسافرین او زایرین راځي او د هر چا له حال او احوال سره سم یې عزت کیږي. خانانو او مشرانو ته د هغوی له حیثیت او اعتبار سره سم ډوډۍ ورکوله کیږي او غریبانو ته وچه ډوډۍ، پیاز او شلومبې ورکوي. کله چي دی خبر سي چي د پښتنو په کوم ښار کي د کوم شیخ اعتبار زیات سوی او د شهرت اوازه یې خپره سوې ده نو اخوند سمدستي پر هغه باندي د وهابي حکم کوي او د خلکو په زړونو کي نفرت ورته پیدا کوي. ( تتمت البیان ص۱۷۱ ) اخوند صاحب د خپل دغه نفوذ څخه د سید احمد او د هغه د هندوستاني مجاهدینو پر ضد ډیر کار واخیست او د هندوستاني مجاهدینو د تحریک د ناکامی یو مهم عامل سو. اخوند صاحب په تیره بیا په ۱۸۵۷ کي د سید اکبرشاه د وفات څخه وروسته، چي د انګریزي استعمار ډیر کلک دښمن او د هندوستاني مجاهدینو ټینګ ملګری وو، د هندوستاني مجاهدینو پر ضد ډیر سخت اقدامات وکړل. ځیني انګریزي جنرالان او لیکوالان خو په دې عقیده دي چي اخوند صاحب په سوات کي د روم د پوپ او د ساکسوني د مارتین لوتر په څیر نفوذ درلود، او په سیمه کي چي به پښتانه خانان او مشران له هر ډول مشکل سره مخامخ کیدل نو اخوند صاحب ته به يې مراجعه کوله. خو د انګریزانو له لیکنو څخه په څرګنده ښکاري چي اخوند صاحب نه د سید اکبرشاه او نه د هندوستاني مجاهدینو په څیر له انګریزانو یا سیکهانو سره دښمني درلوده، بلکه تر ډیره ځایه پوري یې خپل روحاني مشرتوب ساته او، د سولي په نوم یې، کله کله له انګریزانو سره ښې او پر ځای مرستي کولې. ایډورډ الیور Edward E. Oliver لیکي چي په ۱۸۴۷ کال کي اخوند د خپل نفوذ څخه ښه کار واخیست او د سوات خلک یې پرې نه ښودل چي د بایی زیو له هغو یاغیانو سره مرسته وکړي چي زموږ پوځیان هغوی ته د سزا ورکولو لپاره ورغلي وه. په ۱۸۴۹ کي یې د پالي خلک دې ته تشویق او وهڅول چي خپلي هغه ډلي منحلي کړي چي لاري به یې نیولې او زموږ پر قواوو به یې حملې کولې. کله چي په ۱۸۵۷ کال کي د پنځه پنځوسمي پیاده قوې یاغي سوي عسکر د نیکلسن له قوې څخه بیل سول او سوات ته ننوتل نو اخوند هغوی د سوات څخه وشړل او زموږ قواوو هغوی ټول ووژل. اولیور لیکي چي اخوند زموږ سره ټول  وخت دوستانه سلوک درلود او سړی ویلای سي چي هغه یو هوښیار او دوراندیش سړی وو. یو یا دوه ځلي خو یې هندوستاني توندروان ډیر سخت وځپل او هغوی یې حتی کافران وبلل. دا چي اخوند ولي کله کله زموږ په مقابل کي جنګیدلی دی علت یې تر ډیره ځایه د قبایلو او خلکو فشار دی چی اخوند د هغوی د غوښتنو منلو ته مجبور سوی دی. دا داسي شرایط وه چي پښتنو خپلي ټولي قبایلي دښمنی او اختلافات شاته پرې ایښي او حتي ښځي هم زموږ په مقابل کي د جګړې میدان ته را وتلي وې او په داسي شرایطو کي که چیري اخوند زموږ سره له جنګ کولو څخه انکار کړی وای نو خپل ټول نفوذ یې له لاسه ورکاوه. Across the Border p 283

اخوند صاحب په سیدو کي د هستوګني د غوره کولو څخه وروسته ډیر زیات کلونه له دنیایی کاروبار څخه ځان ګوښه کړ او زیاتره به یې د سولي تبلیغ کاوه، او د قبایلو مشرانو او خلکو ته به یې ویل چي د برټانیې له حکومت سره دوستانه اړیکي وساتي. TheBorderland p 115

په ۱۸۶۸ کال کي، چي د بونیر خلکو او قبایلي مشرانو هندوستاني توندروانو ته پناه ورکړه نو اخوند هغوی منع کړل او مجبور یې کړل چي هندوستاني توندروان له خپلو سیمو څخه وشړي.Report on the Tribes p 75

په ۱۸۶۳ کال کي د امبالې د عملیاتو څخه وروسته، چي هم انګریزانو او هم پښتنو ته درانه تلفات پکښی ورسیدل، او د هغو عملیاتو په پای کي د پښتنو قواوي سره وپاشل سوې او ماته یې وخوړه، اخوند په سیدو کي کښیناست او نور یې چنداني په دنیایی کارونو کي لاس ونه واهه. د هغو عملیاتو څخه وروسته یې د انګریزانو ډیر خدمت وکړ او قبایلو ته به یې تل ویل چي پر انګریزانو باندي له حملو کولو څخه ځانونه وژغوري او که چیري هغوی د کوم خدمت غوښتنه ورڅخه وکړي نو ورته حاضر سي. البته اخوند ته د جنګونو په ترڅ کي د انګریزانو قدرت معلوم سوی وو او په دې پوهیدی چي قبایل د هغوی د پوځي زور سره مقاومت نه سي کولای بلکه خپل ځانونه او کلي تباه کوي. ibid p 77

البته د اخوندصاحب لمسی، د سوات لومړی والي ، میاګل ګل شهزاده ادعا کوي چي اخوندصاحب په ژوند کي څو ارمانونه درلودل چي په هغو کي په سوات او بونیر کي د اسلامي دولت جوړول او د برټانیې له واکمنی څخه د سرحدي سیمو ازادول شامل وه.Story    of the Swat p 57 میاګل ګل شهزاده وایی چي اخوند صاحب د عمر ترپایه پوري د انګریزانو سره د غزا کولو نیت پرې نه ښود. هغه له انګریزي قواوو سره د جنګ د پیل کولو لپاره تیاری کاوه چي عمر یې پای ته ورسیدی. میاګل شهزاده وایی چي د کابل امیر شیرعلي خان په ۱۸۷۶ کال کي هغه ته د جلال اباد والي احمد خان اسحق زی له څلویښتو سپرو سره واستاه او له اخوند صاحب څخه یې وغوښتل چي امیر ته پر انګریزي قواوو باندي د بري لپاره دعا وکړي؛ او په ضمن کي یې د برټانیې سره د خپلي پخوانی دوستی له امله پښیماني هم څرګنده کړې وه. اخوند صاحب دغه هیات ته په جواب کي وویل چي اخوند یوازي د دعا سړی نه بلکه د عمل سړی دی. که امیر په خپل قول کي صادق وي نو د خیبر له لاري دي پر پیښور باندي حمله وکړي او دی به د مله کنډ له لوري پر انګریزانو باندي یرغل وکړي. Ibid p 57

د دې خبري احتمال ډیر لیري ښکاري چي د امیر شیرعللي خان او برټانیې د اختلافاتو په وخت کي دي د جلال اباد والي له څلویښتو سپرو سره د سوات سیمي ته ، چي شاوخوا ټوله د برټانیې د قواوو تر نظارت او کنټرول لاندي وه، ورسیږي او اخوند ته دي د انګریزانو په خلاف جنګیدلو په باب پیغام ورسوي. له بلي خوا، اخوند په دغه وخت کي ډیر سپین ږیری او کمزوری وو او ایله یو کال نور یې ژوند وکړ او د څلوراتیا کالو په عمر وفات سو. د هغه لپاره به دا چنداني ممکنه نه وه چي د عمر په دغه وخت او ناروغي کي یې له سره جهاد ته ملا تړلې وای. بلکه اخوند د عمر تر پایه پوري د هغوی دوست پاته سوی دی او هیڅ وخت یې د هغوی پر ضد په تبلیغ او عمل لاس نه دی پوري کړی.

د سوات اخوند صاحب په ۱۸۷۷ کي وفات سو او د عمر په پای کي یې د هند د اتار پردیش د ایالت څخه نیولې، تر پنجاب، پیښور او افغانستان پوري په هره سیمه او علاقه کي مریدان او روحاني نفوذ درلود. هغه په اتارپردیش، پنجاب، پیښور، کوهستان، وزیریستان، دیر، افغانستان او تیراه کي دیارلس خلیفه ګان وټاکل او د خپلي طریقې د تبلیغولو وظیفې یې ور وسپارلې.Ibid p 59

د انګریزي څیړونکو، فوکلوري سندرو او مسلمانو لیکوالانو او څیړونکو له لیکنو څخه سړی په جرأت سره ویلای سي چي د پښتونخوا په علاقه کي ښایی له اخوند صاحب څخه مخکي او تر هغه وروسته د هغه په څیر محبوب مذهبي مشر نه وي پیدا سوی او نه یې ښایی پر عادي خلکو او قومي مشرانو باندي د هغه په څیر نفوذ درلودلی وي. د هغه دغه نفوذ د هندوستاني مجاهدینو په ځپلو، په پښتني قبایلو کي په تجریدولو او له پښتني سیمو څخه په شړلو، د وهابي او حتی کافر په نوم بدنامولو کي ډیر زیات اثر درلود. هندوستاني مجاهدین د اخوند صاحب له وفات څخه وروسته، په بیلو بیلو پښتني او غیر پښتني سیمو کي، د هغه د خلیفه ګانو له مخالفت سره مخامخ وه او مځکه یې ورته سره تبۍ کړې وه. پر بیسوادو او بیخبره پښتنو باندي، چي اخوند صاحب ته یې د غوث صمداني په نوم عقیده درلوده، د هغه د خلیفه ګانو اثر پروت وو. د هغوی لپاره تش د وهابي نوم، چي تر اوسه پوري یې لا سم په مفهوم نه پوهیږي، د مجاهدینو څخه د نفرت کولو لپاره کافي وو، او د هغوی لپاره یې د هر ډول مذهبي اصلاحاتو اود انګریزي استعمار پر ضد، د سید احمد بریلوي او د هغه د ملګرو د ارمان د پوره کولو لپاره، د فعالیت ساحه تنګوله.

     خانان او سرداران

څرنګه چي د هند ښارونه او خاوره د فرنګیانو تر مسقیم او غیر مستقیم تسلط لاندي وه او سید احمد بریلوي هغوی ته د دین او وطن د دښمنانو په سترګه کتل نو یې د هند خاوره، د خپل مرشد شاه عبدالعزیز په څیر، دارالحرب وباله او د هغوی په مقابل کي یې جهاد یوه دیني فریضه اعلان کړه. هغه خپلو پیروانو او مسلمانانو ته ویل چي یا باید د غیر مسلمانو واکدارانو سره جهاد وکړي او که جهاد کول ورته ممکن نه وي نو باید چي یوه بل اسلامي هیواد ته مهاجرت وکړي. او که مهاجرت نه سي کولای نو په خپلو سیمو کي د غیر مسلمانو واکدارانو د پرزولو لپاره له ټولو وسایلو څخه استفاده وکړي. داسي ښکاري چي سیداحمد بریلوي په دې ښه پوهیدی چي انګریزي تاجران د هند د خپلواکی لپاره تر ټولو لوی خطر دی او د هغوی د ایستلو لپاره باید ټول وس په کار واچول سي. هغه د مریټیانو یوه مشر راجا هندو راو ته په یوه لیک کي د خپلو هلو ځلو سره د ټولو هندي ایالتونو د همکاری غوښتنه کړې وه. هغه د هند د ایالتونو هندو او مسلمانو مشرانو ته په خپلو لیکونو کي ویلي وه چي له ده سره د هغو دښمنو خارجیانو په ایستلو کي مرسته وکړي چي له لیري ځایونوڅخه،د کاروبار او پانګي اچوني لپاره، هند ته راغلي دي. The History and Culturep     887 د هغه لپاره د هند په ښارونو او د انګریزانو تر تسلط لاندي سیمو کي جهاد ممکن نه وو؛ ځکه یې نو باید د هغوی پر ضد د تبلیغ او جهاد داسي یوه سیمه انتخاب کړې وای چي، لږترلږه د لنډي مودې لپاره، د هغوی له حملو څخه ساتلی وي. سید دا کار د مسلمانو امیرانو، سردارانو، قومي مشرانو او خانانو له مرستي پرته نه سوای کولای. خو له هغه سره د سند امیرانو، د هیڅ ډول مرستي ژمنه ونه کړه. د کندهار سردارانو، چي هم په خپلو کي د قدرت او شته منیو د ډیرولو لپاره په ښکاره او پټو دسیسو لګیاوه، هم یې د کابل د امیر دوست محمد خان په مقابل کي دسیسې کولې او هم یې د انګریزي استعمار سره مقابله غیر ممکنه ګڼله، له سید سره دهیڅ ډول ملاتړ وعده ونه کړه. امیردوست محمد خان دنورو سردارانو په څیر د مرستي ژمنه ورسره ونه کړه او سید احمد بریلوي د خپلو ورسره ملګرو او مجاهدینو سره د سوات او بونیر غرنیو سیمو ته مخه کړه.

سید احمد بریلوي د پښتنو له غرنیو سیمو څخه، سیمي ته نیژدې، پاچاهانو او سردارانو ته د انګریزي استعمار سره د مبارزې لپاره لیکونه واستول خو د هیڅ یوه څخه یې نه د مرستي ژمنه ترلاسه کړه او نه چا عملا مرسته ورسره وکړه. هغه د بخارا امیر ته په یوه لیک کي، په څرګنده توګه، د هند پر خاوره باندي د نصارا حاکمیت ته اشاره کړې ده او له هغه څخه یې د هغوی د شړلو لپاره د مرستي غوښتنه کړې ده. سید احمد بریلوي د بخارا امیر ته ولیکل چي فرنګي کافران، چي د هند پر خاوره باندي مسلط سوي دي، ډیر هوښیار او چالاک دي او که د خراسان سیمي ته ورسیږي نو ډیر ژر به هغه ښارونه هم لاندي کړي؛ او په دې توګه به د دارالحرب پولي دارالاسلام ته ورسیږي.History of the Punjab p71

سید احمد بریلوي دغه راز سدوزي شاه محمود ته، چي په هغه وخت کي د هرات حکمران وو، ولیکل چي د فساد له منځه وړل او له هغه سره جهاد کول پر هر مسلمان باندي فرض دي. څرنګه چي اوس د هند پر ټولو ښارونو باندي کفار حاکم دي او دې فتنې د هند او خراسان ټول ښارونه نیولي دي نو پر ما باندي فرض وه چي په هند کي د خپل اصلي ټاټوبي څخه وخوځیږم، د هند، سند او خراسان په ښارونو کي وګرځم او د دغو سیمو مسلمانان جهاد اومبارزې ته تشویق کړم. Ibid p 71

سید احمد بریلوي د هرات شهزاده کامران ته ولیکل چي هر کله یې دغه سیمي د کفارو او منافقینو څخه پاکي کړې نو بیرته به له خپلو ورسره مجاهدینو سره د هند خاوري ته ځي او هلته به د کفر او طغیان له منځه وړلو لپاره جنګیږي ځکه چي د ده اصلي مقصد په هند کي جهاد دی، نه په خراسان کي اوسیدل.Ibid p 72

لکه څرنګه چي د سید سره د سند، کندهار، کابل، هرات او بخارا امیرانو او سردارانو مرسته ونه کړه دغه راز یې د پښتنو د غرنیو سیمو خانان او قومي مشران، لکه څرنګه چي ده به یې انتظار درلود، هم چنداني په درد ونه خوړل بلکه زیاتره وختونه د ده د تحریک په مقابل کي خنډ سول او حتی د ناکامۍ علت یې وګرځیدل. مخکي مو ولیدل چي د هنډ ښادي خان په لومړي سر کي د سید احمد بریلوي سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه، خو وروسته د سیکهانو ملګری سو او د خپل خیانت سزا یې ولیده. د پيښور حکمران سردار یارمحمد خان خو د سید احمد سره د جنګ میدان ته حاضر سو او په جنګ کي ووژل سو. سردار سلطان محمد خان طلایی، چي تر مرګه سیکهانو ته وفادار پاته سو، د سید سره پر خپلو ټولو وعدو پښیمانه سو او د ورسره خانانو او ملکانو سره یو ځای یې په یوه شپه په پيښور کي د سید احمد بریلوي ټول ملګري قتل عام کړل. که له سید سره د پښتنو خانانو د زړه له کومي ملاتړ ملګری وای نو ښایي د سیکهانو پوځي قدرت هغه په دومره اسانی او دومره ژر له منځه وړی هم نه وای.

خانان، قومي مشران او سرداران له لویه سر د یوه لوی ارمان او یوه پراخ قومي او ملي تحریک لپاره ښه وسایل نه دي. هغوی معمولا په خپلو قبیلو کي دننه او د خپلو قبیلو څخه د باندي د لیري او نیژدې قبایلو سره د شته منیو او قدرت د ترلاسه کولو او وینو تویېدلو د بدل اخیستلو لپاره په جګړو لګیا وي. تربور او تربور ګلوي زیاتره د دښمن او دښمنی په معني پکښي اخیستل کیږي( تر بور که ښه وي د تره زوی دی که بد وي د خره زوی دی) خانان او قومي مشران د خپل تربور د له منځه وړلو او کمزوري کولو لپاره، زیاتره وختونه، د هر قدرت سره ملګري کیدلو ته حاضر وي؛ ځکه نو د هغوی پر وفاداري باندي چنداني حساب نه سي کیدلای. ایچ پی لمسډن H.P. Lumsden په ۱۸۴۷ کي، چي د هندوستاني مجاهدینو تحریک لا ښه په زور کي وو، د عجب خان د خدمتونو یادونه کوی چي څرنګه یې د ده قواوو ته په غرنیو لارو کي لارښودنه وکړه او دوی وکړای سوای چي د هغه په مرسته د بابوزي قبیلې مقاومت شنډ او د هغوی کلي تباه کړي. دی وایی چي که د عجب خان مرسته نه وای ښایی د بونیر جنګیالیو دی او د ده قواوي تباه کړي وای خو عجب خان ده ته د بونیروالو د کمین او ناڅاپي حملې څخه مخکي له مخکي خبر ورکړ او دوی یې له فاجعې څخه وژغورل. Settling the Frontier p 152

په ۱۸۵۷ او ۱۸۵۸ کلونو کي، چي انګریزان د هند د مسلمانانو د ښورښ او د ډهلي د محاصرې په وخت کي له سختو ستونزو سره مخامخ ول، نو بیا هم عجب خان او د یوسفزیو ځینو نورو خانانو د هغوی لپاره ملیشه قواوي برابري کړې او پر هندوستاني مجاهدینو او ښورښیانو باندي یې په حملو کي د انګریزانو مرسته وکړه، په داسي حال کي چي د پښتنو ډیر خانان او قومي مشران د هندوستان د ښورښي قواوو په ملاتړ دریدلي ول. انګریزانو همدغه ملیشه قوتونه، د پنجاب له قواوو سره یو ځای، د ډهلي د محاصرې د ماتولو او ژغورلو لپاره ولیږل. Ibid

نور بیا

55 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *