Categories

اعلان

Loading…

سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدین/ عبدالباري جهاني

 د امبیله عملیات، د انګریزانو د انتظار په خلاف، ډیر اوږده سول. هغوی ته پخوانیو تجربو ښودلې وه چي قبایل اوږده جنګونه نه سي کولای. د کلیو څخه راغلیو قبایلي جنګیالیو به معمولا له ځانونو سره د څو ورځو خرڅ خوراک اخیستی او څو ورځي وروسته به د منظمو اکمالاتو د نسته والي له امله، له هره پلوه، له ستونزو سره مخامخ کیدل او مجبور وه چي د جنګ له میدان څخه ووزي. خو دا عملیات چي د جلال الدین اکبر د زمانې راهیسي یې په دغه سیمه کي ساری نه وو لیدل سوی څه باندي شپږ هفتې اوږده سول. پښتنو قبایلو، په خپلو هغو سپکو وسلو او حتی تورو، ډبرو او لرګیو، د انګریزانو د توپخانې، درنو وسلو او منظمو عسکرو سره مقاومت کاوه او د انګریزانو شپږ زره کسیزه قوه یې څو ځله پر شا کړې وه. د کریګ پر کوتل او د ګوربت د ځالي په نوم غره باندي ډیر سخت جنګ روان وو. انګریزانو د کریګ پر کوتل باندي، چي ستراتیژیک اهمیت یې درلود، څلور ځله سخته حمله وکړه او درې ځله بیرته پښتنو غازیانو ور څخه اشغال کړ. د کریګ پر کوتل باندي په جنګونو کي د انګریزانو نهه سوه عسکر او صاحب منصبان قتل سول او حتی د انګریزي قواوو عمومي قوماندان جنرال نیویل چمبرلین ډیر سخت ټپي سو. د پښتنو قبایلو او مجاهدینو تلفات د انګریزانو څو چنده وه او له دغه امله د کریګ کوتل وروسته په قتل ګړ مشهور سو. انګریزي صاحب منصبان، رابرټس او ینګ هزبینډ، چي په دغو جنګونو کي یې برخه درلوده، په خپلو خاطراتو کي د پښتني قبایلو د ځوانانو او جنګیالیو د مړاني او سرښندني یادونه کوي. The Pathans p 366

   د جنرال چمبرلین ټپي کیدلو او د انګریزي قواوو پرله پسې تلفاتو د پیښور ایالتي حکومت داسي وارخطا کړی وو چي د جنګ له میدان څخه یې د عقب نشینی خبري کولې. خو د تقویتي قواوو را رسیدلو، انګریزان له دې شرمونکي ماتي څخه وژغورل. د بلي خوا له انګریزي قواوو سره دا ویره وه چي که دا جنګ ډیر دوام وکړي نو احتمال لري چي د دوی مسلمان او په تیره بیا پښتانه عسکر یوه ورځ له خپلو پښتنو وروڼو سره یو ځای سي او لوی سیاسي خطر را منځته کړي. Wahabi Movement p 205

   که څه هم چي انګریزانو په دغه وخت کي د جنګ په جبهه کي تقریبا نهه زره په درنو وسلو سمبال عسکر ګومارلي او پښتنو ته هم ډیر زیات تلفات رسیدلي وه خو د جهاد او مقاومت روحیه کمزورې سوې نه وه. تر څو چي بالاخره د پیښور کمیشنر Major H.R.       Jamesایچ آر جیمز د خانانو او مشرانو سره پټ تماسونه پیل کړل او د پیسو او رشوت په زور یې ځینی مهم خانان او مشران له عمومي تحریک څخه بیل کړل. احمد خان د بونیر د اشیزیو او سالارزیو له قبیلو سره د جنګ څخه پر شا سو. د سوات رانیزي، چي شمیر یې دوه زرو ته رسیدی، خپلو کورونو ته ستانه سول، صحبت خان خپل نیژدې ملګري د جنګ له میدان څخه وایستل او ځینو وړو خانانو هم د هغوی لاره تعقیب کړه. د نومبر پر پنځه ویشتمه د مقاومت د قواوو د جرګې او انګریزانو تر منځ خبري پیل سوې او داسي ښکاریدله چي، د زیدالله خان په شمول، ځینی لوی مشران به د روغي جوړي لاره ونیسی. په دغه وخت کي د مجاهدینو پوځي مشر مولوی عبدالله، زیدالله خان ته اطلاع ورکړه چي، د هغه رقیب، احمد خان ډیري زیاتي پیسې اخیستي دي. په دې توګه مذاکرات ناکام سول او احمد خان له ډیرو زیاتو قبایلی کسانو سره له جنګ څخه پر شا سو.البته د مقاومت قواوو خپل دغه کمبود بیرته پوره کړ او په دغه ترڅ کي د فیض طلب خان تر مشرۍ لاندي د باجوړ څخه تقریبا درې زره جنګیالي له مجاهدنیو سره یو ځای سول. د کونړ حاجي صاحب له پنځو سوو ملګرو سره د مجاهدینو سره یو ځای سو او د مقاومت د قواوو روحیه ډیره لوړه سوه. خو د جیمز رشوتونو او له خانانو او مشرانو سره د هغه پټو تماسونو د پښتنو قواوي دونه سره ویشلي وې او د هغوی تر منځ یې بې باوري دونه زیاته کړې وه چي هغوی د حملو د بیرته پیل کولو توان له لاسه ورکړی وو.Expeditions pp 273-274

د دې جنګونو په اړه ښایی ډیري زیاتي چاربیتي ویل سوي وي؛ په هغو څو چاربیتو کي چي جیمز ډارمسټټر ساتلي دي هم د هندوستاني مجاهدینو محبوبیت، هم د انګریزي پوځیانو وارخطایی او تلفات او هم د پښتنو د خانانو عظیم خان، زیدالله خان او غزن خان نومونه راغلي دي چي په لومړي سر کي د مجاهدینو سره ملګري او په وروسته یې خیانت کړی او له جهاد څخه بيل سوي دي. موږ به د څو چاربیتو څخه یو څو نمونې دلته راوړو.

راغلي دي غازیان د فیرنګي په دغه ګړ باندي

اوړي قتل ګړ باندي

تور یې نه وه د اولیاوو کرامت ورسره

ډیر یې وو قوت ورسره

مولا به حوري ورله ورکړي هم جنت ورسره

مرګ د شهادت ورسره

مولیان مړه شو غګ یې خور شو په کنړ باندي

اوړي قتل ګړ باندي ( هارو بهار ص ۱۶)

د حمید ګل شاعر په چاربیته کي د مجاهدینو ستاینه سوې او خاین خانان غندل سوي دي.

معامله جوړه شوه د کفر د اسلام

ته صاحب له بری ورکړې پروردګاره

مجاهدین وایی زموږ مرګ د شهادت

په شهادت کښي تیښته نه کړو له میدانه

که راسره وي د مردانو کرامت

په غزا پسي راتلو له هندوستانه

باج ګټه کښی عظیم خان شه په لعنت

بدي وشوه د ډګر له زیدالله نه

په انبیله کي صاحب وښوه مقام

چي لښکري وله راغلې بیشماره هاروبهار ص ۱۸

دغه راز د نواب جان په چاربیته کي د قتل ګړ د جنګونو، تلفاتو او انګریزي پوځ د وارخطایی یادونه سوې ده.

په سر د قتل ګړ فرنګي ډیر وکه ارمان

شوه چیغه د خطر پسي

په سترګو یې تیاره شوه چي لیدل به یې غازیان

غم راغی سراسر پسي

په سر د قتل ګړ فرنګي جمعه کړل فوځونه

دی لام تړي په پورته

له ورایه به راتلله بنیروال لکه بازونه

حیران یې شومه زور ته

چاپیره له زلمو سره پیټۍ چغر ډالونه

جلۍ به شوې هر لورته

ګولۍ به د رایفلو اوریدې لکه باران

راتلل به برابر پسي

په جهر ووې جرنیل چي ساه مي نشته په وجود کښي

دا څه وشو پسات

لښکر مي شه کسکر نور به یې نه ګرزم په سود کښي

رعیت مي نه که سوات

مردار پکښی خاونده د لاهور هغه مردود کښي

په بیرته به شي مات

ملاتړ وکه په خوړ د برکلي ناصر خان

ور ګډ شه مازدیګر پسي. هاروبهار ص ۲۰

د انګریزانو د بې شمیره منظمو پوځونو او وسلو سره د پښتنو د غیر منظمو قبایلي لښکرو مقاومت، په داسي حال کي چي د پښتنو قبایلو لویو خانانو او مشرانو خیانت لا هم وکړ او د مجاهدینو له صف څخه بیل سول، تقریبا غیر ممکن وو.د ډسمبر پر لسمه د بونیر د قبایلو جرګې له انګریزانو سره ومنله چي د انګریزانو قواوي به د ملکه تر کلي پوري بدرګه کوي او د ملکه کلی به، چي د هندوستاني مجاهدینو مرکز دی، تباه کوي. او دغه راز به هندوستاني مجاهدنیو ته په خپل وطن کي ځای نه ورکوي.

د پښتنو ځینو مشرانو، د سوات اخوند صاحب او هندوستاني مجاهدینو دا جوړه ونه منله. غازان خان، چي شپږ زره جنګیالي یې درلودل، د جرګې فیصله رد کړه او پښتنو بیرته د جنګ لپاره تیاری پیل کړ. البته د انګریزي قواوو سره، چي دا وخت یې د جنګ د جبهې هري برخي ته دوه درې زره په عصري وسلو سمبال عسکر لیږلي وه، مقاومت ډیر ګران او حتی غیر ممکن کار وو. که څه هم چي هندوستاني مجاهدینو او قبایلي جنګیالیو یو ځل د دښمن په توپکو او توپونو سمبالو عسکرو باندي په تورو حمله وکړه. څو تنه انګریز صاحب منصبان یې قتل او ټپیان کړل او پخپله ټول دوه سوه تنه قتل سول، خو دغه راز حملو یوازي د ځانونو د وژلو معنی درلوده. Expeditions p 283

د ډسمبر پر پنځه لسمه او شپاړسمه د مجاهدینو، اخوندصاحب او قبایلو د لښکرو شمیر پنځه لسو زرو تنو ته رسیدی. خو د بونیروالو د تسلیمیدلو سره قومي مقاومت کمزوری سو او کله چي د ډسمبر پر اوه لسمه د بونیروالو جرګې د میجر جیمز سره د ملکه د سیمي، چي د هندوستاني مجاهدینو تر ټولو غښتلی سنګر وو، د ورانولو په باب خبري وکړې نو په قبایلو او مجاهدینو کي د مقاومت توان پاته نه سو. بونیروالو د انګریزي قوواوو سره ومنله چي:

۱: د بونیر پر لوړو څوکو به هر ډول لښکري منحلوي او رخصتوي.

۲: یوې ډلي ته به وظیفه ورکوي چي ملکه په بشپړه توګه تباه کړي او له دې ډلي سره به انګریزي افسران هم ملګري وي څو د ملکه د تباه کیدلو څارنه وکړي.

۳: ټول هندوستاني مجاهدین به له بونیر، چملې او د آمازو له سیمو څخه باسي.

۴: خپل ټول مشران به، د دغو وعدو تر بشپړولو پوري، انګریزانو ته د یرغمل په توګه پریږدي.Ibid p 285

د ملکه د ورانیدلو څخه وروسته هندوستاني مجاهدین، د مولوي عبدالله په مشری، د چغرزیو سیمي ته وکوچیدل او چغرزیو د تانګورا او باتورا کلي، د اوسیدلو لپاره، ورکړل. چغر زیو د دې مرستي په بدل کي له مجاهدینو څخه څلور کاله ډیري زیاتي پیسې ترلاسه کړې او د مولوي عبدالله هندوستاني ملاتړ کونکو ایله وکړای سوای چي دوی ته مرستي او وسایل ورسوي. دا وخت د سوات اخوند صاحب هم له هغوی سره څرګند مخالفت پیل کړ او د هندوستاني مجاهدینو او کوټه ملا( سید امیر) پر ضد یې تبلیغاتو ته زور ورکړ. هغوی یې وهابیان او حتی کافران وبلل. سید جمال الدین افغاني په خپل کتاب کي د اخوند صاحب دریځ ته ډیره ښه اشاره کوي او وایی اخوند صاحب هر هغه شیخ چي د افغانانو په ښارونو او شاوخوا کي مشهور سي او دی پوه سي چي د هغه شهرت دده قدرت ته تاوان رسوي نو سمدستي د وهابي نوم ورباندي ایږدي او خلک ورڅخه بیزاره کړي او په ډیر بد شکل یې بدناموي. تتمت البیان ص ۱۷۲

کله چي مجاهدینو په ۱۸۶۸ کال کي یو ځل بیا د بونیر په سیمه کي مرکز جوړ کړ اخوند صاحب یو ځل بیا هغوی له بونیر څخه وتلو ته مجبور کړل. که څه هم چي اخوند له مجاهدینو سره ژمنه کړې وه چي د باجکټه له سیمي څخه د پر شا کیدلو او وتلو په وخت کي به غرض نه ورسره کوي خو هغوی ایله یوه ورځ مزل کړی وو چي د اخوندصاحب لښکرو او طرفدارانو حمله ورباندي وکړه او پنځه شپږ سوه تنه یې پکښی ووژل.Expeditions p 298

د مجاهدینو تحریک د انګریزانو د منظمو پوځونو او درنو عصري وسلو د حملو، د اخوندصاحب د منفي تبلیغاتو او یرغلونو او د پښتني قبایلو د خانانو او مشرانو د پرله پسې خیانتونو او ناځوانیو سره سره د نولسمي پیړۍ تر پایه او د شلمي پیړۍ تر لومړیو کلونو پوري خپل ژوند او مبارزو ته دوام ورکړ. حتی انګریز مورخ ډاکټر هنټر، چي د هندوستاني مجاهدینو سره سخته دښمني ښیی، هم د هغوی ارادې او سرښندني ته درناوی کوي او دا مني چي له پټنې څخه تر صوبه سرحد پوري، چي تقریبا دوه زره میله فاصله ده، په غرونو، دښتونو او ځنګلونو کي مزل کول او ځان خپلو ملګرو ته رسول د ټوکو خبره نه ده. The Indian Musalmans p 63 b

یحیی علي په بنګال کي د سیداحمد بریلوي د تحریک خلیفه او مشر وو. هغه هم په صوبه سرحد کي د مجاهدیونو لپاره د زکوات او سرسایې پیسې ټولولې او هم یې له بنګال څخه زلمیان ورلیږل. له پټنې څخه، چي وړوکی ګودام یې باله، تر صوبه سرحد پوري، چي لوی ګودام بلل کیدی، دوه زره میله فاصله وه؛ او یو بنګالی په دغه لاره کي له سلو، رنګ په رنګ، سوالونو سره مخامخ کیدی؛ ځکه چي په هر کلي کي هم د هغه رنګ او قیافې او هم د هغه ژبي، چي څوک نه په پوهیدل، د خلکو سره شکونه پیدا کول. یحیی علي له پټنې څخه تر صوبه سرحد پوري داسي سسټم جوړ کړی وو چي په هره منطقه او کلي کي یې خپل باوري کسان درولي وه او خپل پیروان یې تر لوی ګودام پوري رسول. هغه کتاب ص ۸۴

هر څوک به چي هر ځای ونیول سو، ځان یې مرګ ته ورکاوه خو خپل مشر یا مشران یې نه رسوا کولIbid p92

د بنګال د لیري لویدلي ایالت څخه ډلي ډلي کسان د سرحد لوري ته لیږل کیدل. د هر کلي څخه تقریبا هري کورنۍ له مجاهدینو سره مرستي کولې. ډلي ډلي کسان په بندیخانو ننوتل او د انګریزانو محکمو په سل هاوو کسان د هند د سمندر په وړو تاپو ګانو کي په عمر قید محکوم کړل؛ خو بیا هم ټول بنګال له هغوی سره مالي مرستي کولې او زلمیان یې ورلیږل او په صوبه سرحد کي یې د مسیحیانو د حکومت پر ضد اسلامي جګړې ته دوام ورکاوه. Ibid p 116

د هندوستاني مجاهدینو تحریک یوازي په بنګال، بیهار،پنجاب، صوبه سرحد او مدراس پوري محدود نه وو بلکه تر دکن پوري یې لمن غځیدلې وه؛ او خلک دونه پر خروښ راغلي وه چي ویل کیږي ښځو خپلي ګاڼې خرڅي کړې او د مجاهدینو له تحریک سره یې مرستي وکړې. History and Culture of Indian People p 901

د ۱۸۶۴ کال د مې په میاشت کي د مجاهدینو مشران شفیع محمد، محمد جعفر او یحیی علي په اعدام محکوم سول او با قي اته تنه نور مشران یې د انډیمان په تاپو ګانو کي په عمري بند محکوم سول او د ټولو شته منی ضبط سوې. Ibid p 898

نور بیا

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *