Categories

اعلان

Loading…

تر انتخاباتو لږ مخکې کاندیدانو له امریکا او پاکستان سره پر اړیکو خبرې وکړې

تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو تر انتخاباتو څو ساعته مخکې امریکایانو ته خبرې وکړې. عبدالله عبدالله وویل چې که ولسمشر شو له امریکا سره به اړیکې لا نژدې کړي او اشرف غني زیات تاکید په دې وکړ چې فساد به له منځه یوسي.

اشرف غني احمدزي د جمعې په ورځ وویل، که بریالی شو نو د فساد پرضد به کلک ګامونه واخلي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو په درشل کې له کابل څخه د سکایپ له لارې په واشنګټن د ملي پالیسۍ په مرکز کې امریکايي مخاطبانو ته وویل، د ولسمشر کېدو په صورت کې به فوراً د کلیدي مرستندویانو یوه ټولنه جوړه کړي او په ۳۰ ورځو کې به د اقتصادي اصلاحاتو طرحه جوړه کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د نړیوال بانک پخواني اقتصادپوه اشرف غني احمدزي فساد د افغانستان لپاره ملي شرم وباله.

ده وویل:«موږ د امریکا عام خلک او حکومت په داسي وخت کې، چې مالي ستونزې لري، هڅولی نه شو چې د خپلو خلکو پیسې له حسابه پرته او بې شفافیته موږ ته اختصاص کړي.»

اشرف غني احمدزي وویل، هڅه به وکړي چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي. د ده په وینا افغانستان او پاکستان باید اقتصادي اړیکې نژدې کړي او د هند او چین د پیاوړو اقتصادونو او بازارونو په شمول د اسیا له ودې ښه ګټه واخلي.

اشرف غني دا هم وویل:«انتخاب د افغانستان او پاکستان په لاس کې دی: ایا د اسیا په څلور لارې بدلېږو او که په ناکامو دولتونو اوړو.»

اشرف غني همداراز وویل چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره به لس کلن پلان جوړ کړي.

د ولسمشرۍ بل کاندید عبدالله عبدالله بیا امریکایانو ته د سکایپ له لارې په خپلو خبرو کې وویل چې که ولسمشر شو له امریکا سره به اړیکې لا نژدې کړي.

عبدالله عبدالله وویل، سره له دې چې امریکایان وځي خو هغه ګډ کار چې دواړو تر نیمايي پوري رسولی باید بشپړتیا ته ورسول شي.

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *