Categories

اعلان

Loading…

په دوهم ځلي انتخاباتو کې به تر لومړي پړاو زیات خلک رایې استعمال کړي

د دوهم ځلي انتخاباتو کمپاینونه د مې په ۲۲ پیل شول.

د جون په ۱۱ مه کمپاینونه پای ته ورسېدل.

د جولای په دوهمه ابتدايي نتیجې اعلانېږي.

د جولای په ۱۶مه رسمي یا نهايي پایلې اعلانېږي.

د شنبې په ورځ افغانان د رایو صندوقونو ته ځي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د حمل په شپاړسمه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې نژدې ۷ ملیون افغانانو رایې استعمال کړې وې خو ایا دا ځل چې د ولسمشرۍ انتخابات د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ کېږي او د ولایتي شوراګانو انتخابات ورسره نشته، بیا به هم د تېر ځل په شان د خلکو ګډون پراخ وي؟

د افغانستان د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل وايي ډېر دلایل شته چې د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې ډېر خلک ګډون وکړي او امنیت به یې تر تېرو ښه وي.

د جرمني د یوې تحقیقاتي ادارې غړی نیلس ویمر وايي، تېر ځل تر توقع زیات شمېر افغانانو په انتخاباتو کې برخه واخیسته او امنیتي وضعیت هم ښه و.

دی وايي، ممکن دا ځل تر تېر ځل زیات شمېر رای ورکوونکي خپلې رایې صندوقونو ته واچوي.

خو ویمر د تېر ځل په انتخاباتو کې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو رول مهم بولي او وايي چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو هم ډېر خلک د رایو صندوقونو ته جذب کړل.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي اټکل کوي چې له امنیتي پلوه به دوهم ځلي انتخابات د حمل د شپاړسمې تر ټاکنو ښه وي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی ظاهر عظیمي په وینا د شنبې په ورځ به د انتخاباتو د امنیت د ساتلو لپاره شاوخوا ۴ لکه پوځیان، پولیس او د ملي امنیت ځواکونه وګومارل شي. ده وویل چې په دغو ځواکونو کې پنخوس زره موقتي ځواکونه هم شامل دي چې د انتخاباتو لپاره استخدام شوي دي.

دواړو کاندیدانو د دوهم ځلي انتخاباتو د کمپاین په درو اوونیو کې زیاتې غونډې وکړې او نورو کاندیدانو، چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې لږې رایې ګټلي، ژمنه کړې چې د مخکښو کاندیدانو ملاتړ کوي او خلک به وهڅوي چې د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲ ملیونه افغانان د رای ورکولو په شرایطو برابر دي خو تر ۱۸ ملیونه زیات رایکارتونه وېشل شوي دي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي چې اکثره انتخاباتي مواد د ۳۴ ولایتونو مرکزونو او ۳۹۸ ولسوالیو ته رسول شوي دي.

د انتخاباتو لپاره د تېرې سې شنبې له ورځې ښوونځي رخصت کړای شوي دي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی وايي چې د رای ورکولو ۶ زره ۳۶۵ مرکزونه او څه باندې ۲۳ زره محلونه به په ټول هیواد کې پرانستي وي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *