Categories

اعلان

Loading…

ولایتي مسوولین دې د ټاکنو په دویم پړاو کې بې طرفه وي

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

ستر افغان ملت ته د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې، د پراخ ګډون او ددې بهیر د بریالي کولو له کبله مبارکي وایي او په بریالي ډول، د ټولټاکنو د لومړي پړاو ترسره کېدل په افغانستان کې د ولسواکۍ د یوه مهم اصل د بنسټیزیدو لپاره ارزښتمن بولي.

د ولسمشریزو ټولټاکنو د لومړي پړاو په ښه ترسره کېدنه کې، د خلکو د پراخ ګډون ترڅنګ، په سیمه ییزه کچه د ملکي او نظامي ادارو همغږو هڅو او هلو ځلو هم ستره ونډه لرله، چې د ستایلو او قدردانۍ وړ ده. دا اداره، په سیمه ییزه کچه د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ همغږي د ټاکنو د دویم پړاو د بریالۍ ترسره کېدنې لپاره اړینه بولي او پر خپلو ټولو والیانو او ولسوالانو ټینګار کوي، چې د نظامي ځواکونو سره په ګډ کار د ټاکنو د دویم پړاو بریالي کیدل یقیني کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د سیمه ییزې حکومتوالۍ ټولو مسوولینو ته لارښوونه کوي، چې د تاکڼو پر ورځ د خلکو د رایې او ارادې د درناوي لپاره، د ټاکنیزو کمیسیونو، نظامي ځواکونو او د ټاکنو بهیر د څارونکو سره په ګډه، د هر ډول درغلیو او ناقانونه کړنو مخه ونیسي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې،  د سیمه ییزې حکومتوالۍ او مرکز پر مسوولینو ټینګار کړی دی، چې د ټاکنو په پروسه کې، دې ملاتړی او همکار رول ولوبوي.

د ټاکنو په بهیر کې، د دولتي مسوولینو د چلند د اصولو په اړه، د ولسمشرۍ مقام، د تېر ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې ۱۱مې نېټې، د ۷۷ مه ګڼه فرمان د لومړۍ مادې په دویم او دریم بند کې ویل شوي دي:” دولتي چارواکي اړ دي، چې له ټاکنو سره په اړوندو فعالیتونو کې د بې طرفۍ اصل په پام کې ونیسي او د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړ.”  د همدې فرمان په دویمه ماده کې راغلي:”که له اسنادو او شواهدو سره، ثابته شوه، چې کوم دولتي چارواکي د فرمان د لومړۍ مادې له مندرجاتو سرغړونه کړې، د عدلي او قضایي څار په موخه، واکمنو مراجعو ته معرفي کېږي “

همدارنګه د ټاکنو قانون، شپږمه ماده وایي چې: “دولتی ادارې، ټولنیز بنسټونه او وګړي اړ دي، چې د ټاکنو کمیسیون سره همکاري وکړي او د کمیسیون پرېکړې پلې کړي”

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د پالیسۍ معین او سرپرست فرید ماموندزی وایي: د ټاکنو د دویم پړاو ښه سرته رسېدل به، په هېواد کې د ډیمو کراسۍ د لوی ارزښت له نهادینه کیدو سره مهمه مرسته وکړي. نوموړي زیاتوي چې، ولایتي مسوولین په دې پروسه کې د همکارۍ او ملاتړ رول لري او باید همدې رول ته دوام ورکړي. د ماموندزي په خبره، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره به د دویم پړاو په ټاکنو کې د درغلیو او ناقانونه کړنو په مخنیوي کې د ولایتي مسوولینو ، بې تقاوته چلند ونه زغمي.

د یادولو وړ ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، تر دې وړاندې هم ولایتونو ته په رسمي لارښوونو کې، یادونه کړې، چې د ټاکنو په پروسه کې دې د بې طرفۍ اصل په ټینګه مراعت کړي.

160 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸