Categories

اعلان

Loading…

د شهیدو او مردارو ارواوو ګډ لاریون

د شهیدو او مردارو ارواوو ګډ لاریون

(يو په وینو، ژویو، او ټوکل شویو غوښو لړلی خوب)

–    اااااااااااااااااه خدایه، هیڅ د ویلو نه دی

خوب مې لیده،  خو  ښه مې نه لیده!

هغه کریغې مې لا هم په غوږونو کې دي…

او هغه سپینې کفترې؟!  اوه خدایه، څنګه یې یو دم وزر ووهل، او والوتلې.

او هغه ښکلی زخمي زخمي ماشوم چې په یوه پښه روان و… الله

–        څنګه چل و، وروره، پوره قصه وکړه، څه خوب دې لیده؟

–        اااه  الله، خوب وینم چې..

خوب وینم چې…

خوب وینم چې… د ژوبلو، غوڅو، په وینو ککړو، په اور سویو، او په خاورو لړلیو انسانانو لښکر وي

د موچي په تارونو حلال شوي، تر تریشرونو ایستل شوي، د ټانکرو په تېلو سوځېدلي ځوانان، په باروتو سوځېدلي ځلمیان، ځلمکیان، بوډاګان، ښځې، ځوانې زړې، ماشومان ټول یو ځای،

ړنګ بنګ،

ستړي ستړي روان وو.

یو چا ناره کړه چې دا را روان د شهیدانو او مردارو ګډ لښکر دی، چې د امیرالمومنین د دفتر خوا ته خوځېږي…

چا خپل غوڅ سرونه، غوڅې کړي پښې، غوڅ شوي لاسونه، غوږونه، او اندامونه او بوټۍ بوټۍ سوځېدلي او شړېدلي غوښې په لاسو کې وي

چا خپلې تار تار کولمې پر اوږه را اچولي وي،

د چا سترګې بوټې بوټې را وتلي، چا خپل مړه او نیمه تنه ماشومان په غېږه کې نیولي ول

ټول په وینو ککړ، سوځېدلي، او په خاورو لړلي ځانونه، په داسې حال کې چې په وینو لیکل شوي ستر ستر بیرغونه یې په لاس کې دي، د امیر المومنین د نوي قصر ته روان دي.

د یوه پر بیرغ لیکلي چې: “موږ فدایان یو فدایان.. موږ مو ولې تېر ایستلو، را ووځئ، د کفارو له منځه را ووځئ. تاسې دروغجن یاست.”

 پر بل توغ لیکلي: “چې تاسې او کافران دومره خواږه یاست، نو موږ مو ولې د کفر د مزدورۍ په تور ووژلو؟ مرګ پر تاسې!”

 پر بل توغ بیا لیکلي ول: “ای بدمرغه سوداګرو، هر ځلې د جهاد په نامه خلک ووژنئ، بیا تاسې ځانونه دغسې قصرونو ته ورسوئ، او له کونډو، رنډو، درپه درو، ژوبلو، او بې وزلو ډک هېواد تر شا پرېږدئ!”

یوه سپین ږیري، چې له دواړو سترګو یې په کوت کوت باړخو، او سپینه ږیره څاڅکی څاڅکی وینې را روانې دي، په لړزانده غږ نارې وهي: “خدای مو تباه کړه چې زه خبر وای، ما به تاسې ته ډوډۍ درکړې وای؟” مولا مو وشرموه!

بله سپین سرې ابۍ، چې پر لوی څړک یې پلترۍ وهلې، د مړه ځوان زوی سر یې په وینو ککړه غېږ کې اېښي، د وېښتانو سپینې، خو په وینو لړلي چوټۍ یې پر اوږو را پرتې دي، په ډبل کوچیاني خو مترنم غږ ساندې وایي، او کوي چې: وااا زما ځوانکیه زویه، وااا زما ښایستوکې زویه!!! څنګه یې د جاسوس په نامه را حلال کړې… څنګه دې سپینې تنې په شنو ځوځانو کې ترپکې وهلې، وووووووووووا زما ښایسته زویه، بلا دې ورڅرمه شه! را ووځه سپین کالیه جاسوسااااااااااااااا!

جاسوس خو ته وې زما زویکي خو حلاله مزدوري کولااااااااااا… های زما ښایسته زویکه!!!

 اخوا ته یو په یوه پښه روان ماشوم، چې له بلې پېښې یې د غوښو ټوټې ځړېږي، په ماته ګوډه پښتو نارې وهي چې: “تا زی ولی ووژلوم. ما خو دي موبایل کارتونه خرسول. زی خو کافر نه ووم. بر آی جواب بته غلام پنجابی!”

 ګڼه او ګوڼه ورو ورو د امیرالمونین د نوي قصر د سپین بیرغ پر لور ور نیږدې کېده، ګڼه ګوڼه د قصر سپینې دروازې ته ور ورسېده.

په وینو لړلي پنجې د سپینې دروازې دړې ته ور وموښتې، دروازه په وینو ککړه پکړه شوه.

ځینو په دروازه ورته ولیکل: “په آخرت به حساب سره کوو”.

یوه بل په خپل قلم شوي لاس، په سرو وینو ولیکل: “زموږ آزار در پسې دی آزاریانو”

یوه فدایي چې خدای یې د بیا را ژوندي کېدلو، او بیا شهیدېدلو دوعا قبوله کړې وه، د دروازې په مخ کې یوه سره تڼۍ کښېکاږله…

له لوی او هیبتناک درب سره یو څو سپینې بګړۍ هوا ته شوې. شور او زوږ شو. یو څه را ژوندي شوي شهیدان نور هم بیاځلې ورسره شهیدان شول.

دروازه خلاصه شوه،

 د مړیو لښکر په قصر ور ننووت، د خونو کړکۍ ور ماتې شوې. مخامخ یو سپین کالی را ووت. څو تنو خپل زړونه، او خپلې بډوګي په لاس کې نیولې ول، او د سپین کالي ملا له لیدلو سره سم یې د هغه پر لور ور ګوزار کړل. یوه پښتورګه د ملا پر سپین مخ ولګېده، یو غوڅ شوی لاس یې په سپینه لمن، او یو په وینو ککړه زړه یې له شا ته دېوال سره وموښت.

مړیو په کړس کړس وخندل، او له خندا سره یې بیرته د ژړا کریغې په زوره شوې. خدای مو تباه کړه، مخلقو مو تباه کړ. خدای مو تباه کړه، مېنه مو تباه کړه.

له یوې بلې خونې پنځه نور سپین کالي را ووتل. د ټولو غټې غټې چړې په لاس کې وې. څو لویې لویې رمباړې یې وکړې، او ځانونه یې په نس نس کې په چاړه ووهل.

له دې سره چپه چپتیا شوه

د مړیو ارواوې سپینې کفترې شوې. ټولو په یوه ځل وزرې ووهلې. وینې، غوښې، او پرېکړي اندامونه یو دم د جنت پر لور په پرواز شول. د سپینو کفترو په وزرو د شنه اسمان پر فضا ولیکل شول: “سپینه کفتره د سولې نښه ده”.

 شپږ تابوتونه ایښي ول. د یوه تلویزیون نطاقې خپلې کامرې ته خبرې کولې: “د امیرالمومنین استاځو مرموزه سیاسي ځانوژنه کړې ده.”

مجيد قرار

7 total views, 3 views today

7 comments

  1. Khan afghan baba Reply

    This story is giving me a relex and telling me that we still have people who are trying their best to protect our nation from porkis and their British, America and their other allies.
    Thank you Qarar Saab

  2. مذهب یار Reply

    ډیره په زړه پوري لیکنه ده، دا حقیقت ده که دنیا کي لاریون ونکړي اخرت کي خو به ضرور لاریون کوي.

  3. ahadi Reply

    ډیره ښه لیکنه وه واقعا چی د طالبانو حماریت خودکشی کړی ده او خودکشی یی ځکه کړی چی له خپلو اصولو سره یی ټکر کړی ده.

  4. حنیف پانوس Reply

    کاشکي د قرار غوندې نور هم داسې با احساسه انسانان پیداشوي وای او د خپل قلم په نوکه يې داسې سپېڅلی جهاد کړی وای چې دښمن ورته ګوته په غاښ پاتې شوی وای.او ددغو حقیقتونو لړۍ د دښمن تر ځالې پورې رسېدلې وای. او دښمن په خپل ګرېوانه کې د حققت سترګې پرانستې وای او په ځان باندې يې په خپله لعنت ویلي وای.

  5. عبدالباری حمیدی Reply

    مجید قراره ورره ډیره ښکلی کیسه وه ایا دخوب حقیقت لری اوکه خیالی تصور ده

  6. عبدالباری حمیدی Reply

    مجید قراره ورره ډیره ښکلی کیسه وه ایا داخوب حقیقت لری اوکه خیالی تصور ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *