Categories

اعلان

Loading…

د ډاکټرصاحب اشرف غني احمد زی څخه دملاتړاعلان

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دجرمني هیواد :‏ نیټه. ‏‎30 May 2014‎ • دپیل خبرې :‏ • ولسمشری ریاست ته نوماند کاندیدان : که سپینه خبره وکړم زه پخپله تقریبا دټولو ‏هغونوماندانو مخالف وم اویم چې ځانونه يي د ولسمشری ریاست ته کاندیدکړي وو. داځکه چې ټول ‏همغه پخوانۍ ډلې ټپلې دي چې ددری لسیزې راپدې خوادهیوادپه سرنوښت لوبې کوي اولاسونه يي په ‏وینوککړدي. خواوس چې انتخابات دویم پړاوته غځیدلي دي اوکه څوک زمانظروغواړي نوداویاکلن ‏عمریوملي افغان په صفت دخپل اسلامي علم ،طبي علم ، طبیعي علم اوټولنیزعلم په رڼاکې په رښتونې ‏اوبېطرفه توګه دافغان خاموش ولس ته لاندې قضاوت اعلان کوم. ‏ په دویم پړاو انتخاباتوکي د افغانستان ولسمشری ریاست لپاره زماپه اند یواځنی او مخ ‏کښ کاندید ښاغلی ډاکترصاحب اشرف غني‌احمدزی دی . دټول افغان ولس څخه ‏که پښتون اوکه غیرپښتون دی زه د کابل پوهنتون پخواني استاد په صفت هیله کوم ‏چې پرته له ځنډاوخنډ دغبرګولي د ۲۴ ټاکنې په ورځ ملي اوعالم شخصیت ‏ډاکترصاحب اشرف غني‌احمدزی ته خپله رائيه ورکړئ. دنوموړې پرېکړې اوسالم ‏قضاوت په هکله زمادلیلونه په لاندې ډول دي :‏ ‏(په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنې له خوا )‏ • دلیلونه :‏ • دډاکټرصاحب اشرف غني لاسونه په وینوککړنه دي : زماپه اند هغه کسان چې دریاست ‏جمهوري کاندیدان دي او لاسونه يي په وینوککړدي ، دقران شریف دایاتونوله مخي دمنافقینوپه ډله کې ‏راځي . نوهرافغان مسلمان چې منافقینوته رايي ورکوي پخپله هم ګناه ګارکیږي. داځکه چې :‏ • دمنافقینوپه هکله دقران شریف آیت – سورت بقر نهم ایت کې راغلي دي (ان الذين ‏فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضاً وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ) (البقرة:10) ، ‏ ژباړه : په زړونوددوی کې مرض دی (شک اونفاق مرض) دی نوزیات کړدوی لره الله مرض ‏او(مقرر) دي دوی ته عذاب ډیردردناک په سبب د دې چې وو،دوی چې دروغ به یي ویل ‏‏(په اظهاردایمان سره) ‏ یادونه : داسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) په وخت کې به منافقینو دسهارله خواهغه ته ‏وعده ورکړه چې ګڼه هغوی اسلام دین منلی دی اوایمان يي پرې راوړی دی. خوکله به چې ‏په همغه ورځ دماسپښین وخت کې دخپلوکافروملګروسره یوځای شول نوبه يي وویل : ‏موږپه محمد (ص) باندې مسخرې کوواوهیڅ کله به مسلمان نه شو. د حضرت محمد(ص) په ‏مقابل کې به يې دسیسې جوړولې ترڅومسلمانان دمنځه یوسي . په دې مانا چې ‏دمنافقینولاسونه په وینوککړدی. ‏ • دبشري حقوقوساتنه :‏ • څرنګه چې دډاکټرصاحب اشرف غني لاسونه په وینوککړنه دي نوپرته له ویرې دنړۍ هرهیوادته ‏سفرکولای شي. په داسې حال کې چې دافغانستان هربل راتلونکی رئیس جمهورچې لاسونه يې په ‏وینوککړوي دبشردحقوقونړیوال سازمان له خوا تعقیب کیږي اوهرځای ته که سفروکړي ترمحاکمي ‏لاندې راځي. یوه داسې نړیواله محاکمه په هالندهیوادکې ده ‏International Court of Justice, ICJ‏) . ‏خدای مه کړه که یوه داسې ډول پریکړه دراتلونکي رئیس جمهورپه اړوند دبشردحقوقونړیوال سازمان له ‏خوا اعلان شي نوبه دافغانستان ولس لپاره ستره بدنامي ،پيغور اوپه نړیواله کچه نه جبریدونکی ضرروي. ‏ • داداري فسادپه وړاندي مبارزه : ‏ • ‏ کله چې په کال ۲۰۰۲ کې ډاکټرصاحب اشرف غني د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو، نوتر ټولو ‏مخکې يې هغه کارکوونکي چې په اداري فساد کې يې لاس درلوداوثبوت شوی وودوزارت څخه وشړل ‏او ګوښه يې کړل. ګوښه شووکسانو ډاکټرصاحب ته دوژنې ګواښونه کول خودالله رضانه وه چې ‏ډاکټرصاحب لاتراوسه دمنځه یوسي.‏ • دبیت المال خوندي ساتنه : ‏ • هغه مهال چې ډاکټرصاحب اشرف غني ‏دمالييې وزیروو اوپه دې اساس دبیت المال مسؤل شخص ‏ټاکل شوی وونوپه عملي توګه يې په ثبوت ورسوله چې هیڅ چادبیت المال څخه ناوړه ګټه نه شوای ‏پورته کولای . په دې اړوند دقران شریف دالمؤمنون په سوره ـ اتم آیت شریف کې راغلي دي: «وَ الَّذینَ ‏هُمْ لِأَماناتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ راعُونَ» (مومنون/8 ‏ ژباړه : اوهغه (کسان هم بهرمن شول)چې دوی امانتونه خپلولره اوعهدونوخپلوته (که دخالق وي اوکه ‏دمخلوق) رعایت کوونکي دي (چې بیوفايي اوخیانت پکې نه کوي). تفسیر: یعني دامانت اوقول ‏اواقرارساتنه کوي. خیانت اوبدعهدي نه کوي نه دالله تعالی په معاملاتوکې اونه دبندګانوپه چاروکې .‏ یادونه : دفرانکفورت ښاریووتلي مولوي محترم سادات صاحب پر ‏‎25-May 2014‎‏ ‏‎‎نیټه دپیام افغان په ‏تلویزین کې لاندې کیسه بیان کړه: دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه داسلام دلومړي خليفه په وخت ‏کې به هغه څوک دبیت المال مسؤل کیده چې ډیرصادق اودباوروړسړي به وو. دبیلګې په توکه ابوعبیده ‏جراح . نوموړي کله چې په حق ورسید په کورکې يې یوازي یوټغرشتون درلود. په یوه ساده اوزړه بستره ‏کې پروت وواودفانې دنیاڅخه وکوچید. الله دهغه وبښې اوالله دي جنتونه ورپه برخه کړي امين . په دې ‏اړوندماته دیوې باوري سرچینې څخه لاندې مالومات ترلاسه شوی دی: ‏ کله چې ډاکټرصاحب اشرف غني دمالیې وزیروو نودیوه لوړپوړې چارواکې څخه وزیرصاحب ته هدایت ‏وشوچې ګڼه دبیت المال څخه هغه ته اوه لکه ډالره ورکړي . داځکه چې (خدای دزماغاړې نه بندوي) ‏همدالوړپوړی چارواکی اوه زره ملیشه عسکرلرل اونوموړې پیسې دهغوی دسترخدمت په بدل کې معاشونه ‏دي. کله چې وزیرصاحب مالیه دلوړپوړي چارواکي څخه وپوښتل ، چې داسې وي اوس نو داسنادوپه مټ ‏خوثابته کړه چې داڅوک دي چېرته دي اوڅه دنده ترسره کوي ؟ په ځواب کې لوړپوړي چارواکې ‏ورته وویل : (بسیارګپ نزن اګرنه به زورکرزی صاحب ازپیشت میګرم) : لنډه داچې کرزي صاحب ‏دماليي وزیر ډاکټرصاحب اشرف غني ته تلیفون وکړاوویل : ‏ • پیسې ورکړه اودچل ول یوه لاره ورته جوړه کړه . داخوبه دومره سخت کارنه وي؟ ‏ • وزیرصاحب کرزي ته په ځواب کې وویل : چې په تاباندي دومره ګران دی اودچل ول لاره هم ‏یادوي خوته يې پخپله داچل جوړکړه اوامضأ يې کړه. ‏ • خوکرزی صاحب داکارنه کولواودریاست جمهوري مقام صلاحیت اوزوريې ورته په ګوته کړ. ‏ • په ځواب کې ډاکټرصاحب اشرف غني کرزي ته وویل : زه به د اوولکوکالونوکې په موده کې ‏هم دستالوړ پوړې چارواکې ته دبیت المال څخه یوډالر هم ورنه کړم. (یوازي الله په غیب ‏پوهیږي)‏ • دخدای امرووچې څه موده مخکې همدغه لوړپوړی چارواکی مړشو. ‏ پایله : ډاکټرصاحب اشرف غني دمرحوم لوړپوړې چارواکې سره ډیره مرسته وکړه داځکه چې که ‏ډاکټرصاحب دبیت المال څخه مرحوم رشتوتخورته پیسې ورکړې وای نوډیراحتما ل به ووچې مرحوم ‏لوړپوړي چارواکي به اوس دادارې فساد په ګناه په دوزخ کې چکرې وهلي . خویوازي الله پوهیږي .‏ ‏ أستغفر الله . ‏ • زه یوازې الله ته عبادت کوم اودالله څخه مرسته غواړم • ډاکټرصاحب اشرف غني تل دمظلوم ولس په خدمت کې دسرڅخه هم تیرشوی دی . دبیلګې په ‏توګه کله چې اشرف غنې دبګرام په بندي خانه کې دبې ګناه بندیانوشکایتونو بررسي کول اوغوښتل يي ‏چې دکاغذ په سرېې ولیکي نوامریکايي واکمنويي ورڅځه کاغذ واخیست اوډیربدوضیعت يي ورسره ‏وکړ. هغه په ځوا ب کې ورته وویل : ‏ زه یوازې الله ته عبادت کوم اودالله څخه مرسته غواړم که الله وغواړي پرته له کاغذه به هم دبې ‏ګناه بندیانوپه هکله مالومات زماپه ماغزوکې پاتې شي اوکه وه نه غواړي نوالله دزموږګناهونه ‏راوبښي استغفرالله . ‏ یادونه : دایوثبوت دی چې ډاکټرصاحب اشرف غني ‏د تشددتګلارې څخه کاروانه خیست اودالله ‏څخه يي مرسته وغوښتله سوره الفاتحه إِیَّاک نَعْبُدُ وَ إِیَّاک نَستَعِینُ . ‏ ژباړه : خاص تاته (الله ) عبادت کوواوخاص له تاڅخه مرسته غواړو. ‏ • داسلام دین عالم دی :‏ زماپه اند چې ډاکټرصاحب اشرف غني داسلام دین په اړوند دریاست جمهوري دویم کاندیدڅخه ‏مخکښی عالم دی . داڅکه چې ډاکټرصاحب اشرف غني ددویم پړاوانتخاباتوپه لړکې دتلویزیونې مرکې ‏په ترځ کې دریاست جمهوري دویم کاندیدته یووړاندیزوکړچې دیوه اسلام پوه کمیسیون په حضورکې ‏دهغه سره داسلام مبارک دین په هکله ازموینې ته چمتوشي. نوموړي کړنلاره ځکه اړین ده چې ‏دهیوادجمهوري ریاست په اسلام دین کې لکه دیوه خلافت مقام لري او رئیس جمهورنه داچي صادق ‏مسلمان وي بلکې ددې په څنګ کې داسلام مبارک دین په هکله هراړخیزمالومات هم ولري. زماپه ‏انددولس دپاره داازموینه ډیره اړینه ده ترڅوخلک پوه شی چې دهیواد رئیس جمهورپه رښتیامکمل ‏مسلمان دی اوکه یوازي په نوم مجاهددی ؟ خودویم کاندید هرلامل چې وودازموینې ډګرته حاضرنه شو. ‏ په داسې حال کې چې دویم کاندیدخپل ځان دپښتنوپه سیمه کې دمجاهدکبیرپه ‏لقب سره مشهورکړی دی . داسې ګونګوسې دي چې دپښتنوپه سیموکې پریمانه ‏ډالرویشل شوي دي ترڅودویم کاندیدته خپله رایه ورکړي.‏ ‏ ‏ • ډاکټرصاحب اشرف غني ولسي ملي شخصیت دی • ‏ ډاکټرصاحب اشرف غني ولسي ملي شخصیت دی اوپه عملي توګه يې هڅه کړې ده چې دولس ‏اوحکومت ترمنځ واټن دمنځه ولاړشي. نوموړې کړنلاره ددیموکراتیک نظام بنسټ تشکیلوي. دبېلګې په ‏توګه دهیواد لږڅه ټولو ۳۴ ولایتونوته يي سفرونه کړي دي اودولس شکایات،مشکلات پيژني اودحل ‏لارې چاري ورته په ګوته کوي. په داسې حال کې چې پاتې لوړپوړې واکداران دارګ اوکابل څخه ‏هم بهرته نه شي وتلای. ‏ • ډاکټرصاحب اشرف غني قومي شخصیت دی ډاکټرصاحب اشرف غني پر (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ‏ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. په خټه پښتون دی ا وپه قوم احمدزی دی. ‏احمدزی یوداسې قوم دی چې زما په انددنوروپښتنوقومونوپه پرتله ډیریوغټ قوم دی. که څه هم د رئیس ‏جمهوري په کاندیدی کې باید دقوم اوژبې مسله کوم رول وه نه لوبوي خوڅرنګه چې افغانستان په لومړي ‏ځل ددیموکراتي په درشل کې روان دی نوطبعا دقوم اوژبې خبره هرچاته دپام وړده . دابه دروغ وي چې ‏زه ووایم چې ډاکټرصاحب اشرف غني د رئیس جمهورنه کیږي اودیوه بل قوم سړي ته رایه ورکړم . زه ‏په دې یقین لرم چې ډیرپښتانه به همداسې فکرکوي اوډاکټرصاحب ته به رایه ورکړي . په جرمنې ‏هیوادکې هم دبایرن ولایت ‏Bayern‏ خپل ځان مستقل ګڼي اوخپل قوم کاندیدته رايي ورکوي . بلخوا ‏پخپله د رئیس جمهورپه عدالت اوځیرکتیا پورې هم اړه لري چې دنوروقومونوسره څرنګه چلن کوي. ‏ځینې لږکي قومونه شته دي چې وايي 🙁 میم زرماداټول زما ) دې ته څوک عدالت نه شي ویلای . ‏زماپه اندپه اوسنیوشرایطوکې دپښتون رئیس جمهورټاکل دوطن دسولي لپاره ګټوردی. خودانوداسې مانانه ‏لري چې دلږکیوقومونوڅخه دې په حکومت کې څوک ونډه وانخلي. دبیلګې په توګه دډاکټرصاحب ‏اشرف غني دوه مرستیالان زماپه اند یوترکمنی اوبل هزاره دی. داپه ډاګه کوي چې دولت انحصاري نه ‏دی بلکې هرقوم ته دنسبي ونډه په پام کې نیولوسره مسلم حق ورکول کیږي . یومتل دی : که دیوې ‏چرګې څخه یوه بڼه شکوي هم چغیږي اوکه ټول وزرهم وشکوي په همغه اندازه چغیږي. ‏ دیادولووړده چې زماپه انددافغانستان په تاریخ کې دپاچاهې چوکۍ لپاره دوه قومونه ډیرلیوال دي ‏اوفکرکوي چې دپاچاهي چوکې دالله له خوا هغوی ته په نصیب شوی ده. لومړی قوم دقندهارخلک دي ‏چې هلته بیاډیرقومونه اوسیږي اودویم داحمدزیوقوم دي چې کوچیان دي! ‏ • په ملي اونړیواله کچه پيژندل شوی شخصیت دی.‏ • زماپه اندډاکټرصاحب اشرف غني په ملي اونړیواله کچه یونامتو سیاست پوه ، فرهنګپوه ، ارواپوه، ‏اقتصادپوه،تاریخ پوه اویوبې ساری متفکرشخصیت دی . ډاکټرصاحب دوه ماسټری اویوه دډاکټری ‏شهادتنامه لري چې دامریکا په نامتواومعتبروپوهنتونوکې يې ترلاسه کړې دي . غاړي مې دخدای نه بندوي ‏اومبالغه دې هم وه نه شي خوډاکټرصاحب اشرف غني دالله ج له خواافغانستان لپاره یوه تحفه ده او دهغه ‏په بدن کې ټولې نړی ته لاندې پیغام اعلان کوي چې :‏ ‏ افغانستان دترو ریستانووطن نه دی ، دمخدره موادووطن نه دي ، دنړۍ ‏نورومذهبونوسره دجنګ کولو وطن نه دی بلکې په همداوطن کې د اشرف غني ‏په شان لایق،صادق ،عالم شخصیت ژوندکوي. ‏ دبیلګې په توګه دغربي نړی درسنیوسیاست داسې دی چې په عادي توګه یومسلمان عالم ‏سړي ته هیڅ ‌ډول تبلیغ نه کوي اونوم يې هم په اخبارونوکې نه اعلان کوي. ‏خودډاکټرصاحب اشرف غني په هکله غربي رسنیونه شوکولاس چې سترګې پټې کړي. ‏داځکه چې دډاکترصاحب اشرف غني لیاقت اوعلمي ضرفیت ټولې نړي ته دلمرپه شان ‏ځلیږي. دبیلګې په توګه : ‏ دبریتانیا میاشتنی اخبار ‏Prospect‏ ډاکترصاحب اشرف غني ددریمې نړۍ ‏دمتفکرینوډلي په دویم مقام کې انتخاب کړ. همدارنګه دامریکايي اخبار مجلي ‏Foreign Policy Magazine‏ ډاکترصاحب اشرف غني دنړی سل نامتو متفکرینوپه ‏ډله کې انتخاب کړ.‏ ډاکټرصاحب اشرف غني دڅونوروشخصیتونوپه شمول دملل متحدجنرال سکرټرچوکی ته نوماندشوی ‏وواودویم مقام يې ترلاسه کړ. په پایله کې په ډیر ولږورایوسره لومړی مقام دجنوبې کوریاسیاست پوه ‏Ban Ki-moon ‎‏ وګټلو. اوس خوباید چې دهرافغان سرپه دې باندې خلاص شي چې په نړیواله کچه ‏ډاکټرصاحب څومره لوړسیاستپوه اوپيژندل شوی شخصیت دی. موږټول افغانان باید په ډاکټرصاحب ‏اشرف غني باندې ویاړوکړو.‏ • دامیراماناالله خان په شان ورته ملي او خپلواک خواص لري :‏ ‏ زماپه اندچې دملي رهبری ،خپلواکی اودمشرتوب په تړاو دډاکټرصاحب اشرف غني خواص ‏دامیراماناالله خان سره ډیرورته والی لري. بلخوا ډاکټرصاحب اشرف غني دملي لارښود اومشرتوب ‏هراړخیز تقریبا ټول شرطونه پوره کړي دي اوله دې کبله په همدي حساس تاریخي پړاوکې د ولس لپاره ‏دالله له لورې افغان ولس ته یوه تحفه ده . هغه مهال هم افغانانوډیره تېروتنه وکړه کله چې ‏ځینوخاینوافغانانو دانګریزانوپه مداخله امیراماناالله په وړاندې بغاوت وکړ. اوس ټول افغانان په نوموړې ‏ناوړې عمل باندې پښيمانه دي. ځکه لاتراوسه پورې ملي مشرنه لري. کیدی شي چې ډاکټرصاحب ‏اشرف غني ځینې نیمګړتیاوې ولري .‏ خوموږباید هیرنه کړوچې په ژوندکې دهرشي په هکله قضاوت نسبي دی . دبیلګې په توګه لکه دیوه ‏انسان مقایسه دبل انسان سره یوه نسبي قضاوت دی . مطلق اوثابت یوازي الله دی . په دې اړوند دجرمني ‏فزیک پوه البرت اینشټاین ‏Albert Einstein‏ دنسبي تیورې په رڼاکې هرڅه شی نسبي خواص لري . نوپه دي ‏اساس فزیکي کمیتونه لکه سرعت ،طول اوکه وخت دی ټول نسبي ابعاددي اوپه هرمتحرک سیستم کې ‏نسبي قیمتونه لري. موږبایدپه یادولروچې وایي : ‏ ‏(ته خو په کوچوکې مچ غواړي). بلخوا موږباید خپل خواهشات دومره زیات نه کړو چې مبالغي ‏ترپولې ورسیږي . څکه پرته له الله څخه هیڅ انسان مکمل نه دی . په جرمني کې یومتل دی چې وايي : ‏ یوچتکی مرغه چې په لاس کې دې وي ښه دی نسبت ویوې کفترې ته ‏چې په بام باندي ناسته وي.‏ ‏ ځکه داسلام دین په رڼاکې یوازي الله مکمل دی . په دې اړوندپه ایت کرسي دالبقر ۲۵۵ آیت شریف ‏کې راغلي دي: اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ژباړه: الله (چې دی) نشته هیڅوک لایق دعبادت ‏مګرهمدی دی چې تل ژوندی په یوحال باقي ،قایم،کامل تدبیروالادی.‏ • دبهرنیوهیوادونوتابع نه دی ‏ ترکومه ځایه چې زه مالومات لرم ډاکټرصاحب اشرف غني دبهرنیوهیوادونوڅخه دخپل انتخاباتې کمپاین ‏لپاره هیڅ ډول مادي مرسته نه ده ترلاسه کړی. ډاکټرصاحب دولس په مټ اودخپل شخصي پیسوپه ‏کارولوسره انتخابات پرمخ بیايي . خودا نه ثبوت کیږي چې ګڼه دریاست جمهوري دویم کاندید دبهرنیو ‏خوپه تیره بیاګاونډیوهیوادونوڅخه مالي مرسته ترلاسه کوي اوکه نه یوه ډیره په زړه پورې پوښتنه ده.‏ • دبرنامې پروګرام :‏ • ډاکټرصاحب اشرف غني ‏دریاست جمهوري یوازنی کاندید دی چې دبرنامي یوهراړخیزپروګرام يې ‏په لیکلي توګه ولس ته وړاندي کړی دی . دبرنامې پروګرام په لږڅه درې سوه مخونوکې نشرشوی دی . ‏بلخوا ډاکټرصاحب دهرې موضوع دحل لپاره ډیرې اصولي ،منطقي اودباوروړ چلنلارې کړنلارې ‏اوتګلارې په ډاګه کړي دي . دبیلګې په توګه لکه دهیوادبیارغونې ،سوله ، دهیواداستقلال ‏،دهیوادپرمختګ اودملي پوخلاینې په هکله ډیرعلمي اواقتصادي پروګرامونه چمتوشوی دی . دبرنامې ‏پروګرام په لاندې ډول پيل کیږي.‏ • د عادلانه نظام لار د عادلانه نظام لار” په هېواد کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پرمختيا، ‏نړيوالې همکارۍ، قانوني واکمنۍاو ملي ثبات پر مسألوچې په پښتو او دري ژبو لیکل شوی ‏بحث کوي‎.‎ • پښتو نسخه يې له سريزې پرته ۲۶۷مخونه لري‎. ‎کتاب د افغانستان ولس ته چې په دا تېرو دېرشو کلونو ‏کې يې ډېرې سختۍ ګاللي او په دا وروستيو لسو کلونو کې د يوه ناکام دولت تر سيوري لاندې له بې ‏ثباتۍ، فقر، بې عدالتۍ، اداري فساد او لوټمارۍ څخه تر پزې راغلی، ډالۍ شوی دی. دغه راز، دغه کتاب ‏هغو ځوانانو او قلموالو ته هم ډالۍ شوی چې له ښاغلي غني سره يې د هغه د افکارو د ژوندي ساتلو ژمنه ‏کړې ده‎.‎ • ډاکټر ډاکټرصاحب اشرف غني ‏د کتاب په ليکلو کې د هېواد د بېلابېلو پرګنو د استازيو نظرونه، ‏وړانديزونه او سپارښتنې په پام کې نيولي او د هغو پوښتنو په رڼا کې يې ليکلی چې مخ په مخ غونډو او ‏مرکو کې ځنې شوې دي. د کتاب د ليکنې دغه ميتود چې د ساحې او قضيې د مطالعې ميتود يې بولي، ‏دې کتاب ته ځانګړی اهميت او ارزښت ورکړی دی‎.‎ • د کتاب هدف يوازې د ستونزو بيانول نه، بلکې د هواري د څرګندو او عملي لارو چارو وړانديزول ‏دي. ليکوال د زياترو کورنيو او بهرنيو مبصرانو د هغې وينا مخالف دی چې وايي افغانان د خپلو ستونزو د ‏هواري وړتيا نه لري. دی وايي چې په هېواد کې د ستونزو د هواري او د اغېزمن دولت او ملت جوړونې د ‏ظرفيت هېڅ کمی نشته‎. ‎ • دډاکټرصاحب اشرف غني دویبپاڼې څخه: ‏ • ‏ د« ننګرهار د باچاخان ابدي ځای دی او باچاخان راته څه وايي، وينه بس ده، وينه بس ده، وينه بس ‏ده. موږ به په ورولي، په منطق پايداره سوله راولو. دا د باچاخان پيغام دی او باچا خان دلته ښخ دی، ځکه ‏چې باچا خان ويلې چې دا افغانستان يې کور دی.» موخذ: (ډاکټرصاحب اشرف غني ویبپاڼه) ‏ • زموږ ژمنه ده چې د جومات او ارګ واټن به ليرې کړو. مکتب او مدرسه به په ټکر کې نه وي ‏ • دډاکټر صاحب اشرف غني سره د ټول افغانستان د جوړولو هر اړخيزې برنامې شته دی. ازميښت شوی ‏سړی دی، عالم سړی دی، هوښيار سړی دی. نو داسې يو سړي ته چې هغه هم د دين لپاره، هم د وطن ‏لپاره او هم د خلکو لپاره په خير وي، نو هغه ته رايه ورکول او هغه په دغه سړي کې ظاهراٌ شته. خلکو ته ‏دې خدای توفيق ورکړي چې د ده ملاتړ وکړي او ده ته دې هم خدای توفيق ورکړي چې دا وطن جوړ ‏کړي.»‏

• ولس باندې به بيا پانګه اچوو چې مشرقي وساتي، زموږ ژمنه ده چې د جومات او ارګ واټن به ليرې ‏کړو. مکتب او مدرسه به په ټکر کې نه وي، دا وطن د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو.‏‎‎ • امان الله خان او باچاخان د جنګ خلاف وو. احمدزی

• غازي امان الله خان او پاچاخان دلته خښ دی او د هغوی پيغام، چې د سولې پيغام دی عملي بڼه به ‏ورکوي

• ډاکټرصاحب اشرف غني ‏ته ځکه رایه ورکوو او کمپاین کوو چې ټاکنیزه نښه یې قرآنکریم دی، ‏عالم او نړیوال شخصیت دی او د افغانستان ثبات یې په رهبرۍ تضمیندای شي.»‏

• زه به د وړتوب پر اساس خلک په دنده ګمارم نه هغه کسان چې په غیر اخلاقي پورونو یا د ملګرو ‏فشار له لارې ګمارل کېږي.‏ • زه به دغه موخه د هیواد پر امنیت، مسوولیت، اقتصاد او فرصتونو په ايجادولو باندې د یو دقیق تمرکز ‏له لارې تر لاسه کوم.‏

• وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ، چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم ‏مسایل پکې زده کړل.‏

• ډاکټرصاحب اشرف غني ‏د خپلې دکتورا رساله (تیزس) د افغانستان د معاصرتاريخ په باب له (۱۱۲۶هـ ‏ش) نه تر ( ۱۲۸۰ هـ ش) پورې ولیکله.‏

• ډاکټرصاحب اشرف غني ‏پر ۱۳۷۰کال په نړيوال بانک کې د لوی انسان-پوه په توګه وګمارل شو، ‏چې د اقتصادي پروګرامونو د انساني اړخونو تحلیل به يې کاوه او مناسبې حل-لارې به يې وړانديزولې.‏

• ‏ دا لخضر ابراهیمي د لوی سلاکار په توګه يې کار کړی دی.‏ • نوي بانک نوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز او د خزانې لپاره واحد سیسټم ‏دود شو.‏ • ډاکټرصاحب اشرف غني ‏د دغو خدمتونو د تقدير په موخه هغه ته د دولت له لوري، تر ټولو اعلی ‏ملکي ايوارډ، د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال، ورکړل شو. همداراز په ۱۳۸۲ هـ ش کال کې د ‏آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه وپېژندل شو.‏

• د بدلون لار په افغانستان کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پراختيا، نړيوالې همکارۍ، ‏قانونيت او ثبات لپاره يوه بهترينه اډانه ده، او په ټوله سيمه کې د خپل ډول لومړنی اثر دی.

‏ • حضرت علي (کرمه الله وجهه) فرمايي : عدالت دیوه ملت دغښتلتیااوپخیدابنسټ دی . عدالت دعبادت ‏اساس دی .دیوه نظام اوخلافت مشروعیت په عدالت ولاړدی.‏

• حضرت عایشه فرمايي : دډیوې له رڼاګټه واخلئ اودې ته مه ګورئ چې ډیوه دچاپه لاس کې ده • وايي چې کوټه وسوه خودیوالونه يي پاخه شول. ‏ • که زه رئیس جمهورشوم نوبه ښایسته سالاران ددولت په چوکې کې وټاکم. په بله ویناکاربه اهل ‏کارته سپارم د لیکوال سپینې خبرې :‏

• دځوان نسل څخه زماګیله : زه دهستې فزیک ډاکټراودسرطاني ناروغیوکارپوه په صفت ‏دهیوادځوان نسل څخه ډیره ګیله لرم . زما ډیره هیله دځوان نسل څخه داوه چې یوداسې ځوان عالم ‏اوسیاسي شخصیت ریاست جمهوري ته ځان کاندیدکړي وای چې لاسونه يي په وینوککړنه وای. ډیر ‏دخواښینی ځای دی چې دځوان نسل څخه چا خپل ځان ریاست جمهوري ته کاندید نه کړ. بلخواکیدی ‏شي چې همدغوجنګسالارانودځوان نسل مخه بنده کړي وي .نوله دي کبله زه یواڅي په نسبي توګه خپل ‏قضاوت بیان کولای شم . دامانالري چې زه دهیوادځوان نسل څخه ډیره ګیله لرم.

‏ • حذبې دیکتاتوري اوجنګسالاري نظام : ترهغه پورې چې په هیوادکې حذبې دیکتاتوري ‏جنګسالاري شتون ولري او رښتوني اسلامې ،ملې اودیموکراتیک حکومت رانشي هیڅ یوافغان به هم ‏داروپاڅخه افغانستان ته لاړنه شي . په تیره بیا مسلکې افغانان

‏ • هیوادته دمسلکي پوهان بیرته راتګ : زه په دې پوره باورلرم چې دډاکټرصاحب اشرف غني ‏‏په ریاست جمهوري کې ډیرافغانان عالمان مسلکې کسان ملي کسان به بیرته هیوادته ولاړشي داځکه چې ‏دهغه دبرنامې سره موافق دي. بل هیڅ افغان نه شته چې یوه معجزه وکړي اوهیوادته خدمت وکړي .‏‎‎پای ‏ دهستې فزیک ډاکټراودرادیوتیراپې دستګاه متخصص پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

• دکابل پوهنتون دساینس پوهنځی پخوانی استاد • دعلي آبادروغتون کوبالټ رادیواکټیوطبې دستګاه کارپوه • په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولني مشر دجرمني هیوادڅخه ‏ نیټه. ‏‎30 May 2014‎

اخذلیک :‏

‏۱- دقرآن کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کې ،لومړی اودویم جلد چي په تفسیرکابلي باندې مشهوردی، ‏کال۱۴۱۴ هجرت ‏۲ – دډاکټرصاحب اشرف غني رسمي ویبپاڼه ‏www.Ashrafghani.af – Official Site ‏ ‏

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *