Categories

اعلان

Loading…

نيوکه پر نيوکو/ عبدالجبار اندړ

د عبدالله ټيم د اشرف غني کمزوري ټکي د عمر ډېروالى، د بهرنۍ ښځې درلودل، د هغه غوسه او په ويناوو کې يې د احمدشاه بابا او ميرويس نېکه اولادونو ته د نېکمرغۍ غوښتنه او همدارنګه په بهر کې زده کړې او هلته ژوند کول يې په ګوته کوي، خو زه وايم که ځوان وي او کدو وي څه په درد به وخوري، اشرف غني خو اقلاً د لوړ علم او ښه تدبير خاوند دى.

د بهرنۍ ښځې درلودل څه جرم نه دى او نه هم خلک د کانديد ښځې ته رايه ورکوي بلکې کانديد ته يې ورکوي، که يې ادعا دا وي چې د بل دين پيروه ده، اول خو ده نه، که بيا وي هم حتماً د کتاب له اهلو ده، نو اسلام له اهل الکتابو سره نکاح روا کړې.

دغه راز په بهر کې ژوند کول يې يوازې او يوازې د زده کړو لپاره و، که فرض کړو اشرف غني پوهنتون ته له بريالي کېدو وروسته بهر ته تللى وي نو په دې وخت کې ښايي د هغه عمر ٢٠ کاله و، لوړې او دوکتورا زده کړې هم لږ تر لږه لس کاله غواړي چې ټول دېرش کاله شول، نږدې ١٥ کاله، له کله راهيسې چې په افغانستان کې نوى حکومت رامنځته شوى، په افغانستان کى دى او په بېلابېلو برخو کې خلکو او هېواد ته په خدمت بوخت دى، په منځ کې پاتې شل پنځه ويشت کاله يې په نړيوالو ادارو کې کار کړى، د افغانستان لپاره يې قلمي او علمي مبارزه کړې ده، دا هغه وخت بللى شو چې پر افغانستا ن د روس يرغل و او بيا کورنۍ جګړې وې چې په کور دننه کې او بيا په هماغو حالاتو او شرايطو کې کار کول ستونزمن و، خو که عبدالله خېلو ته ووايې چې تاسو په دې موده کې کوم ګلان وکرل؟ له دې پرته چې ورانۍ يې وکړې او د خلکو وينې يې تويې کړې بل خو يې هېڅ هم نه دي کړي او بل دا چې په نوره نړۍ کې ژوند کول او ګرځېدل فکر پراخوي، علم ډېروي او له بېلابېلو نوو تجربو برخمن کېږي نو چې په کور کې د مور تر څنګ لوى وي څه ګټه به پرې مرتبه وي.

که دوى يې دا خبره چې د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه اولادونو ته نېکمرغي غواړي، تعصب بولي، په حقيقت کې خو د دوى همدغه د تعصب ادعا تعصب دى؛ دوى په کوم جرئت د احمدشاه بابا او ميرويس نېکه له اولادونو ځان جلا بولي؟ که افغان وي او ځان افغانان بولې بيا خو نو دوى هم د احمدشاه بابا او ميرويس نېکه اولاد دى.

له يوې خوا ځان د کندهار شهزاده بولې او ځان ورپورې تړې بلخوا بيا د دغو وياړلو افغانانو له اولادونو ځان باسې، عجبه چاوتاري!!

دغه ټيم ته مې په اخر کې ويل دا دي، دا درسره منم چې د خداى په لاره کې جهاد وياړ دى خو تاسو شرم ور واړاوه، بدنام مو کړ، له دغه نامه په ګټې اخيستو مو شخصي ګټې خوندي کړې، قدرت ته مو ځان پرې ورساوه، وژنې مو پرې وکړې، تر دغه نامه لاندې مو ډلې ټپلې رامنځته کړې، نفاق ته مو لمن ووهله، کورنۍ جګړې مو رامنځته کړې، بې ګناه خلک مو ووژل، پر سوچه مسلمانانو مو د کفر ټاپې ولګولې او ترې تم مو کړل، پوه او خبره شخصيتونه مو ژوندي په ګور کړل او دا دى اوس هم هغه خرک هغه درک، هېڅ اصلاح نه شوئ، هماغه د کفر ټاپې او هماغه زور ښودنه.

که په رښتيا ملت هوښيار شوى وي او د رښتينې افغانې مور شيدې يې رودلې وي يوه رايه به هم در نه کړي.

36 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *