Categories

اعلان

Loading…

سوله کېږي؛ خو …/ احسان الله آرینزی

زه په دا لنډو ورځو کې هندوستان ته تللی وم. یوه ورځ هلته په یوه افغاني رستورانت کې له یوه کندهاري ځوان سره مخامخ شوم چې ‌ظاهر خان نومیدی او د ډنډ ولسوالۍ د بلدین د کلي اوسېدونکی و.

ظاهرخان وویل چې په کندهار کې یې له یوه هندو څخه ځمکه رانیولې؛ خو اوس هندو د ځینو مسلمانانو چمونه زده کړي او غلطي کوي. ده وویل چې همدې کندهارې هندو اوس بل چا ته وکالت خط ورکړی او غواړي چې ځمکه بیا وپلوري. ده وویل چې دی اوس ډیلي ته راغلی چې دا مسله سپینه کړي.

ظاهرخان د زاړه ډيلي د بلیماران کوڅې په شریف محله کې، په کابلي رستورانت کې ډوډۍ خوړه او د رستورانت له خاوند قاري احمد تګابي سره یې د زړه خواله کول. د ده ځنې خبرې هومره خوږې وې چې په یادداشت ارځېدې.

ده وویل چې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې یوه ورځ سرتېرو په کندهار کې ودراوه او ښه تلاشي یې واخسته. سرتېرو چې د ده تورې پګړۍ او تورې ږيرې ته کتلي و، یقین کړئ و چې دا سړی به فعال مجاهد وي. ظاهرخان وویل چې په دې سرتېرو کې یو ګپ شپي سړی و او له ده څخه یې پوښتنه وکړه چې زموږ سرتېرو او پوځیانو په هکله څه فکر کوې؟

ظاهر خان وویل چې ما ځواب ورکړ چې که بندي کوې مې نه، سم ځواب درکوم او که نه هسې خبرې مې ډېرې زده دي. سرتېري ورته وویل چې رښتیا ووایه که زما د سر دښمن هم یې، غرض نه درباندې لرم.

ظاهر خان وویل چې له دې ډاډ څخه وروسته ما ورته وویل چې زموږ مشر حکمتیار صیب وايي چې د حکومت خلک او په تېره بیا تاسې اردو او پولیس د شوروي بچیان، د شوروي غلامان، کفار او واجب القتل یاستی.

ظاهر خان وویل چې له دې خبرو وروسته غلی شوم. لکه چې ما ډېر زیاتی کړی و؛ خو سرتېری وخندل او وې وېل چې دا خو څه نوې خبره نه ده. موږ ته هم ډاکټر نجیب الله وايي چې مجاهدین د پاکستان او امریکا بچیان، د پاکستان د ISI او امریکا غلامان، د وطن او پرمختګ دښمنان او واجب القتل دي!

ظاهر خان وویل چې دلته نو خبره دې ته راورسېده چې دواړه واجب التقل شوو. زه مجاهد د ډاکتر نجیب الله په امر او دی سرتېری د حکمتیار په هدایت!

دواړو یو بل ته غلي – غلي وکتل.

سرتېري وویل چې اوس خو ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې تګلاره اعلان کړې، راځئ چې سوله وکړو. دې جګړو ټول تباه او برباد کړو. په دواړو خواوو کې د یوې ادې بچیان مري. موږ ټول وړونه او مسمانان یاستو.

ظاهرخان وویل چې ما سرتېري ته وویل چې دا ده زه او ته یو بل ته تېر شوو. په غیږه کې به سره ونیسو، یو بل به سل ځلې ښکل کړو او ټوله کېنه به له زړونو وباسو؛ خو یقین وکړه چې سوله نه راځي او روغه نه کیږي. ما او تا د سون لرګیو حیثیت لرو. ته د سرتیري او زه د مجاهد په نامه وژل کیږو؛ خو ګټې د نورو دي. تر هغو چې غټان روغه و نه کړي، په ما او تا هیڅ وړۍ نه شړۍ کیږي.

ظاهرخان وویل چې د نورو سرتېرو په سترګو کې هم اوښکې راغلې او وې ویل چې ته رښتیا وايي، زموږ د ګوند او دولت د هیڅ مشر بچی نه دی وژل شوی. ټول په درسونو، سفرونو او عیاشیو بوخت دي. ستاسو د مشرانو حکمتیار، رباني، سیاف، محمدي، حضرت، پیر، خالص او هغه چې له ایران څخه پیسې او وسلې اخلي، زامن هم خوندي دي، یو هم جګړې ته نه ځي. لکه چې دا جهاد یوازې د کونډو او بېوزله خلکو په زامنو فرض دی. د غټانو زامن د جهاد په ځای دنیا ښه بولي او ښه آخرت یې په تاسو بېوزلو مجاهدینو پیرزو دی!

ظاهرخان وویل چې له دې خبرو وروسته ټول چوپ شوو، او نه پوهېدو چې څه ووايو؟

ظاهرخان په پای کې وویل چې اوس هم کرزی صیب او د ده د سولې شورې غواړي چې شپاړلسمه درجه طالبان، د یوې لونګۍ او څپلیو له پاره روغې جوړې ته وهڅوي. یا د یوې لسوالۍ امنیه قوماندان کوم طالب ګي ته چپنه په اوږه واچوي او ورته وايي چې ښه راغلي. اوس راځه په خټو او نجارۍ خپله ګزاره کوه! نه وروره سوله او روغه د یوې ولسوالۍ په څو طالب ګیو نه کیږي. سوله باید له مشرانو او غټانو سره وشي، سوله باید عامه وي، سوله باید خپل لوی چوکاټ او منطق ولري او عملي وي او که داسې و نه شي دا جګړه به زموږ تر لمسیانو او کړوسیانو پورې هم همداسې خونړۍ روانه وي او هر ورځ به په دې وطن کې وینې بهېږي!

78 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *