Categories

اعلان

Loading…

د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه

تاند- د هرات والي ډاکتر داوود شاه صبا نن په خپلو چارو کې د مرکزي حکومت د چارواکو د مداخلې له کبله استعفا وکړه.

ښاغلي صبا، چې د هرات د خلکو په وینا په تېرو دوولس کلونو کې د دې ولایت تر ټولو پاک او تعلیم یافته والي و، په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا د اعلانولو په مهال د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په معامله ګرۍ تورنه کړه او هغه یې د جادیدادونو د معاملو دفتر ته ورته وبلله.

ده وویل چې د قانون د سرغړونې په خاطر د ځانګړو ډلو هڅې او په هرات کې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې نه همکاري سبب شوې چې خپله استعفا ولسمشر کرزي ته وړاندې کړي.

ښاغلي صبا وویل چې کابو شل ورځې مخکې یې خپله استعفا د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارې ولسمشر کرزي ته لېږلې وه.

خو ده ونه ویل چې د کرزي ځواب څه و.

ده تور ولګاوه چې د سیمه ییزو اورګانونو اداره د ولایت له مشورې پرته په خپل سر ټاکنې کوي.

صبا په وروستي یوه کال کې د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې له لوري د ولایتي شورا د مشرتابه پلاوي ټاکنه، د هرات ښار د سړکونو د قیرکولو د پروژې منظوري او د یو شمېر ولسوالانو ګومارنه د دې ادارې د غیرقانوني اقداماتو بېلګې وبللې.

ده د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په لویو معامله ګریو تورنه کړه.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري د داوود صبا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

داوود صبا له تېرو درو کلونو راهیسي د هرات والي دی او ویل کېږي چې په دې موده کې یې ډېر شمېر دولتي مځکې د مځکو د غضب له مافیا څخه بېرته اخیستي دي.

398 total views, 1 views today

9 comments

  1. Haedari Reply

    Unfortunately he is the cousin of Spanta so any thing can be imagined about him.

  2. پټ ریس Reply

    .ښه سړې په افغانستان کې خدمت نه شي کولي او دا دير د خواشینی ځای دی

  3. Rahmatullah Reply

    زه د محترم والی صاحب سره څـــــــــــــه روابط نلرم که چرته ددی والی د استعفـــــــــــــــــی سبب همدا وی چه ده په ګوته کړیدی نو په موراو پلار افرین شــــــــــــــ-ه زه فقــــــــــــد دومره وایم که چرته افغانان خپل هیواد جوړول غـــــــــــــــــــواړی ددی محتر په پل دی پل کیــــــــــــــــــــــــږی ترڅو دکرزی ددی فاســــــــــــــــــــ-دی اداری د فساد مخه ونیول شــــــــــــــــــــــــی ټول وکیــــــــــــــــــــــــلان چه په خپله تر سره په فساد کی غرق دی وایی چه دولت فاســــــــــــــــــــــــد دی که رښتیاوایی نو ولی د محترم والــــــــــــــــــــــــــــــی صاحب لاره نه تعیبـــــــــــــوی ترڅو مفســــــــــــــــدین ملت وپیژنـــــــــــــــی او پر وړاندی یی ودریږی ځــــــــــــــــــــلانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ځاځی .

  4. plato Reply

    Down to corruption and Corrupt gangs in Afghanistan.

  5. maiwand hemat Reply

    / خبرونه / د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه

    د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه
    Thursday, 27 June 2013 18:33
    لیکنه: تاند
    4 ځوابونه
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک
    خپروونکی: تاند http://taand.com

    تاند- د هرات والي ډاکتر داوود شاه صبا نن په خپلو چارو کې د مرکزي حکومت د چارواکو د مداخلې له کبله استعفا وکړه.

    ښاغلي صبا، چې د هرات د خلکو په وینا په تېرو دوولس کلونو کې د دې ولایت تر ټولو پاک او تعلیم یافته والي و، په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا د اعلانولو په مهال د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په معامله ګرۍ تورنه کړه او هغه یې د جادیدادونو د معاملو دفتر ته ورته وبلله.

    ده وویل چې د قانون د سرغړونې په خاطر د ځانګړو ډلو هڅې او په هرات کې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې نه همکاري سبب شوې چې خپله استعفا ولسمشر کرزي ته وړاندې کړي.

    ښاغلي صبا وویل چې کابو شل ورځې مخکې یې خپله استعفا د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارې ولسمشر کرزي ته لېږلې وه.

    خو ده ونه ویل چې د کرزي ځواب څه و.

    ده تور ولګاوه چې د سیمه ییزو اورګانونو اداره د ولایت له مشورې پرته په خپل سر ټاکنې کوي.

    صبا په وروستي یوه کال کې د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې له لوري د ولایتي شورا د مشرتابه پلاوي ټاکنه، د هرات ښار د سړکونو د قیرکولو د پروژې منظوري او د یو شمېر ولسوالانو ګومارنه د دې ادارې د غیرقانوني اقداماتو بېلګې وبللې.

    ده د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په لویو معامله ګریو تورنه کړه.

    د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري د داوود صبا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

    داوود صبا له تېرو درو کلونو راهیسي د هرات والي دی او ویل کېږي چې په دې موده کې یې ډېر شمېر دولتي مځکې د مځکو د غضب له مافیا څخه بېرته اخیستي دي.

    4 تبصرې
    HaedariJune 27, 2013 په 18:40تبصره
    Unfortunately he is the cousin of Spanta so any thing can be imagined about him.

    پټ ریسJune 27, 2013 په 23:53تبصره
    .ښه سړې په افغانستان کې خدمت نه شي کولي او دا دير د خواشینی ځای دی

    RahmatullahJune 28, 2013 په 01:23تبصره
    زه د محترم والی صاحب سره څـــــــــــــه روابط نلرم که چرته ددی والی د استعفـــــــــــــــــی سبب همدا وی چه ده په ګوته کړیدی نو په موراو پلار افرین شــــــــــــــ-ه زه فقــــــــــــد دومره وایم که چرته افغانان خپل هیواد جوړول غـــــــــــــــــــواړی ددی محتر په پل دی پل کیــــــــــــــــــــــــږی ترڅو دکرزی ددی فاســــــــــــــــــــ-دی اداری د فساد مخه ونیول شــــــــــــــــــــــــی ټول وکیــــــــــــــــــــــــلان چه په خپله تر سره په فساد کی غرق دی وایی چه دولت فاســــــــــــــــــــــــد دی که رښتیاوایی نو ولی د محترم والــــــــــــــــــــــــــــــی صاحب لاره نه تعیبـــــــــــــوی ترڅو مفســــــــــــــــدین ملت وپیژنـــــــــــــــی او پر وړاندی یی ودریږی ځــــــــــــــــــــلانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ځاځی .

    platoJune 28, 2013 په 03:34تبصره
    Down to corruption and Corrupt gangs in Afghanistan.

  6. maiwand hemat Reply

    دا خو د ډیر تاسف خای دی چی رښتینی او خدمتګاران مسلکی خلک نور د افغانستان د دولت او حکومت په چوکاټ کی ځای نه لری او هغوی چی چور او چپاول کوی یا یی لاسونه د بیګناه انسانانو په وینو سره دی دوی به تر ابد پوری د خلکو په اوږو سپاره او لکه خمنډکی د دوی وینې به ځبیښی.
    که د ښاغلی صبا استعفی تراوسه نه وی منظوره شوی نو ده تا ښایی چی خپل کار ته ادامه ورکړی او حد اقل يو څو وطن دوسته او په خپل هیواد مین والیان د خلکو او ولس په خدمت کی ولرو. د ده ښاغلی په استعفی سره به ښاغلی کرزی یو بل ماما صادق علی نجفی حسینی کلب علی ….. مقرر او دا لږ پاته مځکه به خپلو ملګرو او ….. ته وربخشش کړی . نور یی نو ستاسو زړه چی څه کول په کار دی.

  7. محمد قدیم افغان Reply

    دغه حقیقت دی د سیمیزو اورګانونو اداره او د اداری فساد پر ضد اداره دواړی په اداری فساد کښی ښکیل دی دوی هغه کسان ولایتونو ته ورمعرفی کوی چه اول نه اول په مرکز کښی ورسره معامله وکړی په خپله زمونږ ولایت خوست ته هغه د امنیی قوماندان دوباره راوليږل شوچه څوکاله په خواد شکایتونو له امله تبدیل شوی وو او زمونږ ولی چه دغه څلورم کال چه دغه ولایت کښی کوم د پام وړ کار نه دی کړی که دغه ښه خلک وی نو اوس به وخته تبدیل شوی وی د خوست اولس ډیر تری خفه دی

  8. Ahmad Shah Reply

    تاسی وګوری چیرته چی غل دی ، رهزن دی ، قاتل دی ، جاهل دی په دی دولت کی په غټو پستونو ګمارل شویدی او څوک چی د کار اهل وه هغه په یو نوم او بل نوم د حکومت نه شړیی دی او یا یی لیری کړی که زه دروغ وایم ووایی همداسی نه ده لالا کرزیه

  9. Gul Rahman Reply

    زما په آند چی دغه څو اداری له سمیز اورګانونه ، مبارزه با فساد اداری و کمیسیون اصلاحات اداری دا ټولی اداری د فساد منبع دی او کرزی باید دا ټول له منیځه وسی کنه نو د کرزی نو م به په تاریخ کی په زرینو کرښو ولیکل شی که دا فاسدی اداری له منیځه ونه سی

Leave a Reply to پټ ریس Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2