Categories

اعلان

Loading…

استرالبا مېشتو افغانانو د اشرف غني ملاتړ وکړ

په اسټرالیا کي مېشتو افغان عالمانو، مشرانو، مدني ټولنو او ځوانانو د تحول او تداوم له ټیم څخه خپل ملاتړ په یوه لویه غونډه کې اعلان کړ.

تر دې مخکې د بریتانیا او روسیې په څو ښارونو کې هم د اشرف غني احمدزي په ننګه غونډې جوړې شوې دي.

د استرالیا په غونډه کې، چې په میلبورن ښار کې جوړه شوې وه، د اسټرالیا په ګوټ، ګوټ کې مېشتو افغان مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

1اسټرالیا مېشته افغان مشرانو او ځوانانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې داسي یوه ورځ راشي چې افغانستان امن او امان وي او ټول افغانان، چي نن د نړۍ په نورو هیوادونو کي خواره واره دي، بېرته په خوښۍ خپل هیواد افغانستان ستانه شي، په خپل وطن کي ژوند پیل کړي او په ابادۍ کي يې ونډه واخلي.

غونډې ته د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي پیغام د تحول او تداوم د ټیم د استازي حُسن مبارک بارکزي ولوست.

2 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *