Categories

اعلان

Loading…

دري سوه څارونکې به د دویم پړاو ټاکنو څارنه وکړي

د لوګر د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزي یوي غونډي ته وویل چې د ولسمشري دویم پړاؤ ټاکنو څخه په کلکه توګه څارنه کوي او روڼو ټاکنو ته به مخه خلاصوي

احمدزي وویل اوس مهال یې دري سوه ځوانان یې د مدني ټولنو اتحادي ولسوالیو ته استولي دی څو د شنبي په ورځ ټاکنو څخه په سمه توګه څارنه وکړي.

دمدني ټولنو مشر د ولسمشري له غبرګو نوماندانو وغوښتل چې په ټاکنو کې له درغلیو لاس په سر شي او پلویان دیته وهڅو ي چې خپله رایه د شخص لپاره نه بلکې د خپل هیواد د پرمختګ سولي او امنیت راوستو لپاره وکاروي.

باید وویل شي چې په تیرو ټاکنو کې هم دلوګر مدني ټولنو سلګونو غړیو له ټآکنو څارنه وکړه.

په درنښت

دلوګرد مدنی ټولنو اتحادیه

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *