Categories

اعلان

Loading…

قیوم کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ

تاند- د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو په درشل او د کاندیدانو د ملاتړونو په دوام کې د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزي نن په یوه غونډه کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ښاغلي قیوم کرزي ټیم تېره اوونۍ په یوه غونډه کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او تداوم د ټیم ننګه اعلان کړې وه او په خپله قیوم کرزي په شفاهي او غیررسمي ډول ویلي و چې د ښاغلي اشرف غني ملاتړ کوي.

د قیوم کرزي کشر ورور محمود کرزی د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې قیوم کرزي د ولسمشرۍ د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و. زلمی رسول د انتخاباتو له بایللو وروسته له عبدالله عبدالله سره یوځای شو. خو د انتخاباتي ټیم اکثرو غړيو او لومړي مرستیال یې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

راپورونه وايي چې د ولسمشرۍ بل کاندید قطب الدین هلال هم موافقه کړې چې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی هلال سبا /دوشنبه/ په یوه غونډه کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ کاندید داوود سلطانزوی هم د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.

خو د زلمي رسول ترڅنګ عبدالرب رسول سیاف بیا د عبدالله عبدالله ننګه اعلان کړې ده.

ویل کېږي چې د حمل د شپاړسمې نېټې د کاندیدانو په منځ کې سیاف او هلال رایې لري او قیوم کرزی د کندهار د خلکو زیاتې رایې اشرف غني ته اړولی شي.

477 total views, 2 views today

6 comments

  1. Samiullah Reply

    da kandahar rayi la pakhwa na da Ashraf Ghani we oas faqat da yaw so mahdodo Popalzayo raya Qayum Karzai rawarawali

  2. افغان منم Reply

    تل دی وي ژوندې نومیالی مشران

    زمونږ زړونه مو په دی کار سره ډیر خوشاله کړل او زمونږ د کندهاریانو پزه مو راپرځای کړه چی د یوه لوچک عبدلی ګودل څخه مو ملاتړ ونه کړ او د یوه دروند او پوه شخص څخه مو خپل ملاتړ اعلان کړو.

    ژوندی اوسی وایم له انا دی قربان

  3. noor Reply

    Dear all,
    All Afghans should vote to Ashraf ghani only because he is the only one in this election and he is a scholer among the candidates.

  4. fahim Reply

    زه فکرنه کوم چې استاد سیاف دومره احمق وی چې د داکټر عبدالله په شان فاسد سړي ته رایه ورکړی.

  5. انجینر محمد خان Reply

    که قیوم کرزی واقعا له اشرف غنی سره صادق وی خفل وروره به یی هم له ځان سره داشرف غنی پلوی کړی وه خو دا یوه منا فقه کورنی ده غواړی دافغانستان سیاست کی همداسی منافقتونه وکړی لکه دا اوس چی ټول افغانان ورته ګوری او دوی یو فه عبد الله عبدالله هوکړه کوی او بل وروریی اشرف غنی سره داسی شکل ملا تړ کوی چی دافغانستان ۲۸ ملیونه خلق ورته ګوری او دوی دخلقو سترګوته خاوری شندی ۰ محمود کرزی وه چی دقیوم کرزی دکمفینو مالی سیاسی اجتماعی غونډو مسولیت یی لرود خو محمود کرزی ته وایی چی تاسو به عبدالله سره یاست که کامیاب شه خپل مخکنی فساد ته به دوام ورکړی او فه خپله له اشرف غنی سخه ملاتړی کوی دمنافقت چو کاټ کی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2