Categories

اعلان

Loading…

طالبان، افغانستان او ټاکنې – جاوید ستانکزی

د ټاکنو دوهم پړاو ته د ګوتو په شمار ورځي پاتي دی، امنیتي ارګانونه او د ټاکنو کمیسون کوښښ کوي چي د رایه اچوني هغه مراکز چي د ټاکنو په ړومبی پړاو کي بند ؤ پرانیزی. د افغانستان امنیتي اداری او نړیواله ټولنه د ټاکنو په وړاندي امنیت تر ټولو ستره ستونزه بولي، دواړه نوماندان بیا درغلي د ټاکنوپه وړاندۍ ستره ننګونه بولي .

نا امني او تاوتیرخوالی په هیواد کي ورځ تر بلي زیاتیږيچي په نتیجه کي یي بیګناه افغانان خپل ځانونه او مالونه له لاسه ورکوي. په دغه تاوتریخوالي کي دخیل لوري حزب اسلامی ، طالبان او بهرنی استخباراتي ډلي شاملي دي. دا بهرني اداري هماغه دي چي د جهاد په وخت کي یي جهادی تنظیمونو ته پیسی او وسلي ورکولي او اوس د اوسني دولت مخالفینو ته وسلي او پیسی ورکوي.

په ۱۹۹۴ کال کي طالبانو خپل اسلامي تحریک د ولس د نجات، د افغانانو د سوکالۍ او په هیواد کي د سرتاسري امنیت د ټینګښت په موخه د قرآن او اسلام په شعار سره پیل کړ. لکه څرنګه چي افغانان په دین مین او د اسلام رښتیني پیروان دي د طالبانو شعار ته یي لبیک ووایه او د دوی نظام یي ومانه. په ۱۹۹۶ کال کي د کابل له نیولو وروسته کله چي طالبان واک ته ورسیدل ولس هیله درلوده چي دوی به یي دردونه درمان کړي، خو داسي ونشول، د ولس هیلي په اوبو لاهو شوي، د طالبانو په صفوفو کي د بهرنیو استخباراتي ادارو خپلي ډلي دننه کړي او د مجاهدینو په څیر دوی هم د پردیو د دسیسو ښکار شول. دوی د تعلیم او پرمختګ مخه ونیوله او د افغانانو د سوکالۍ شعار یي د نورو ډلو په څیر تش شعار پاتی شو، دوی خپل روابط له دنیا سره وشکول او یوازی د پاکستان تر حکومت او استخباراتو پوری محدود پاتي شول. دوی د ګاونډیو او نړیوالو هغو پلیتو سیاستونو ښکار شول چي تر ننه پوری یي ونشو کولای ځان له دغه دلدل څخه راوباسي، دوی نه یواځی د سر او مال تاوانونه ولیدل بلکه ټول ولس یي په نه ختمیدونکی ناورین اخته کړ. د طالبانو د دغو ناکامه پالیسیو ستر تاوان ددوی خپلو ملګرو، کورنیو، خاصتا پښتنو او په مجموع کي ټول افغان ولس ته ورسید.

د طالبانو د ناکامه پالیسیو او یو اړخیزه سیاست له وجي د ۲۰۰۱ کال په آخر کي د دوی رژیم سقوط وکړ او ډیر بیګناه پښتانه قومي مشران له طالبانو سره د تړاو په تور په هیواد کي دننه زندانی چي ځینی یي تر اوسه په ګمنامه زندانونو کي لادرکه دي.

که څه هم افغان دولت او جمهور ریس کرزی په وار وار په طالبانو ږغ وکړ، دوی ته یي د ورونو خطاب وکړ په داسي حال کي چي د کرزی په دغه کار په کور دننه او بهرکي ډیری نیوکی وشوی خو طالبان نه له افغان دولت سره مذاکراتو ته حاضر شول اونه یي هم د ولس د نجات لار ولټوله.

طالبانو د خپلو غلطو پالیسیوله وجی خپل هویت له لاسه ورکړی او له همدی کبله اوس چي د هیواد په هر ګوټ کي که غله دي که لاره ښوکونکي ، که د مخدره توکو قاچاقچیان دی او که سړي تښتونکي، تخریبکاران دي او که انسان وژونکي دوی ټول خپل ځانونه په طالبانو ورګډوی چي یاد راپورونه د آزادو مراجعو له خوا په وار وار تایید شوی. د ځانمرګو محاذ چي مستقیما د بهرنیوڅارګرو ادارو له خوا تنظیمیږی او وخت نا وخته بیګناه افغانان په نښه کوی د طالبانو په صفوفو کي ځای لري.

که څه هم طالبان خپل ځانونه په اسلام مین او د افغانستان بچي بولي ولي د دوی کردار ددی شعار نفی کوی. طالبان د هر هغه تخریبکاره عمل مسؤلیت چي بهرنۍ استخباراتي اداری يي په افغانستان کي ترسره کوی په غاړه اخلي یعني دا په دی معنی ده چي دولت او یا هم نړیوال ځواکونه طالبان په بی امنیتي نه تورنوی بلکه طالبان په ډیر افتخار سره د هری ناوړه پیښي مسؤلیت قبلوی او د ځان لپاره یي لاسته راوړنه بولي. دلته پوښتنه راولاړیږی چي ولی طالبان د افغانانو دښمنان دي، دوی ولي په افغانانو حملي کوي، دوی ولي په عام ولس ځانمرګي بریدونه کوي، په سړی تښتونه کي لاس لری، بیګناه دولتی مامورین په بی رحمی سره وژنی، د تعلیم مخه نیسی حال داچي د نبی علیه السلام حدیث مبارک دی چي د علم حاصلول په ښځو او نرو باندي فرض دي، دوی ولي ښونځي، کلینیکونه، پلونه ، لویي لاري او حتی جوماتونه په بمونو الوزوی. طالبان باید خپل موقف ولس ته واضح کړي چي آیا دوی د ولس سوکالي او آرامی غواړي او که د ولس تباهی؟ تراوسه پوری د طالبانو کړني یوازی د ولس په تباهی او دهیواد په شاتګ او ړنګیدو متمرکزي دی.

د طالبانو له سقوطه وروسته په ۲۰۰۴ کال کي د جمهوری ریاست لمړنۍ ټاکنې ترسره شوی چي ولس په کښي په پراخه پیمانه ګډون وکړ، او له دی لاری ولس دځان لپاره د ولسواکي په غوره کولو سره طالبانو او نورو زورواکانو ته ځواب ورکړ. دغه وخت طالبانو او حزب اسلامی ته په کار ؤڅو خپل لیدلوری یي بدل کړي او د ولس آواز ته په لبیک ویلوسره یي دهیواد اساسي قانون منلی وی. طالبان اوس یو ځل بیا فرصت لری څو دوی هم د حزب اسلامي او خپلو کابل میشت مشرانو په څیر د ټاکنو په پروسه کي په داخلیدو سره د ولس رایو ته احترام وکړي، دوی باید د ټاکنو د تخریبولو پر ځای په ټاکنو کي برخه واخلي او په هیڅ صورت سره د ولس مخه ونه نیسی، کچیري طالبانو په هغو سیمو کي چي د دوی تر کنترول لاندی دي د ټاکنو ممانعت وکړ دا به تر ډیره د پښتنو په رایو منفی اغیر ولري او دا کار به له ولس سره ستره جفا وي چي نه به یي تاریخ وبخښی او نه به یي پښتانه وبخښی.

طالبان باید په خپلو تګلارو او پالیسیو له سره او کره کتنه وکړي او خپل کړه وړه تغیرکړی. د ولس د زړونو د ګټلو لار ولس خپلي خوښي ته پریښودل دي. طالبان باید پوه شي چي له ولس سره دښمني نا ممکنه ده او کچیري دوی خپل ځانونه اصلاح نکړل نو ولایتي قیامونه ممکن په ملی قیام بدل شي چي په هغه صورت کي به دوی د تاریخ یوه بدرنګه او توره څیره پاتي شي.

جاوید ستانکزی – لندن

46 total views, 1 views today

  1. زمری Reply

    ستانکزی صیب! سمه ارزونه دې کړې ده مننه. خو خبره داده چې په چا یې اورې، دوی خو د دغه خبرو اورېدو ته تیار نه دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *