Categories

اعلان

Loading…

د قیوم کرزي ټیم د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

تاند- د ولسمشر کرزي د مشر ورور قیوم کرزي ټول انتخاباتي ټیم د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د قیوم کرزي، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شوی و، انتخاباتي ټیم نن په یوه غونډه کې په دې تاکید وکاوه چې له اشرف غني احمدزي سره یوځای به د فساد پر ضد مبارزه وکړي او په هیواد کې به د قانون د حاکمیت لپاره هلې ځلې وکړي.

د قیوم کرزي د انتخاباتي کمپاین مرستیال مفتي احمد وویل:«موږ د اصلاحاتو او تداوم د ټیم غړي د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د اصلاحاتو او بدلون د ټیم ملاتړ اعلانوو.»

له دې سره په یووخت نن ۳۵ مدني ټولنو، د ملي مشارکت ګوند او د خوست دیني عالمانو هم د اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ننګه وکړه.

اشرف غني احمدزي له خپل ټیم څخه د قیوم کرزي او نورو ډلو د ملاتړ هرکلی وکړ، ویې ویل:«که خدای کول موږ به په دې ملي ازموینه کې بریالي شو.»

احمد ضیا مسعود، چې په وروستیو کې له اشرف غني احمدزي سره ملګری شوی، د اشرف غني په ملاتړ په جوړو شویو غونډو کې عبدالله عبدالله او د هغه ټیم په فساد تورن کړ. ده وویل:«ټول هغه کسان چې په فساد ککړ ول او خصوصي بانکونه یې لوټلي دي، په یوه ټیم کې رایوځای شوي چې هغه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دی.»

په هغه غونډه کې چې د شمالي په کوهدامن ولسوالي کې له اشرف غني احمدزي څخه د ملي مشارکت د ملاتړ په مناسبت جوړه شوې وه، اشرف غني وویل:«ان شاالله موږ به شمالي د کلتور، زراعت او صنعت پر مرکز بدل کړو.»

همداراز د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د رهبرۍ د شورا غړی او ۳۵ مدني ټولنو نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ښاغلي عبدالله د مشرتابه د شورا غړي عبدالرضا رضايي وویل چې له ډېرو مشورو او څېړنو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.

ښاغلي رضايي په یوه غونډه کې وویل:«دا ټیم مې د څو میاشتو له مشورو وروسته غوره کړی، سر له ننه مې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه استعفا کړې او د بدلون او تداوم له ټیم سره یوځای شوی یم.»

د عبدالله عبدالله ویندوی فضل سنچارکي له خپل ټیمه د رضايي وتل تایید کړل ویې ویل چې نوموړی د دوی د رهبري شورا غړی و.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د عبدالله عبدالله د ولایتونو او ولسوالیو په لسګونو ټیمونو له اشرف غني سره ملاتړ اعلان کړی و.

394 total views, 1 views today

8 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    احمد ضيا مسعود دخبرو خخه نتيجه اخستل كيزي جه غله اوبه فسق او فساد ا خته غري دخان د نجات به خاطر عبدالله ، عبدالله ته بناه وري ترخو خان اوخبله غلاوي دهغه تر جتر لأندي خوندي وساتي ماد أ حمد ضيا مسعود خبري تكي به تكي وأوري دي كاملاء رشتيا او به واقيعتو و لاري خبري وي د ده دخوزو خبرو خخه يو عالم مننه

  2. انجنر طارق Reply

    کرزیانو خفل بشپړ محبوبیت افغانستان کی له لاسه ورکړی ځکه یی رایی کمی وی او هیڅوک نغواړی دوی سره دوستان پاتی شی ځکه دوی ډیر در واغجن مکار او وعده خلافه انسانان ده ۰۰۰ هرچا سره یی دوکی وکړی او دافغانستان بانګونه یی چور کړل

  3. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    i belive peace will be in the ashrafghani sahib team.
    if ashrafghani become president,he will share taliban in government,
    we have to support doctor ashrafghani sahib,for the peace,
    if taliban think ,this is good chance for taliban,to become share in government.
    thank you

  4. Hakim Reply

    ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی!
    زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی!

  5. Pashtoon Reply

    ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی! زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی! آیا د متفکر صاحب څخه دا هیله کیداسی چی هغه د قدرت د لاسته را وړلو لپاره د هر غله، قاتل او د افغانستان د نوم سره د متضدینو سره یوځای سی؟ که ریښتیا متفکر وای نو هغوی به یی ټوله وعدالت ته رت کش کړی وای ددی پرځای چی د هغوی سره جوړ جاړی وکړی او د هغوی جیبونه او قدرت نور هم پسی ور وه پړسوی!

  6. Jan Reply

    افغانستان اوس دداسی متفکرینو لاس ته لویږ البته دغه متفکری یی په قتل، غلاوو اودا سی نورو کښي ده نه په عقل! ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی! زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی! آیا د متفکر صاحب څخه دا هیله کیداسی چی هغه د قدرت د لاسته را وړلو لپاره د هر غله، قاتل او د افغانستان د نوم سره د متضدینو سره یوځای سی؟ که ریښتیا متفکر وای نو هغوی به یی ټوله وعدالت ته رت کش کړی وای ددی پرځای چی د هغوی سره جوړ جاړی وکړی او د هغوی جیبونه او قدرت نور هم پسی ور وه پړسوی!

  7. داکتر سهیل Reply

    دفساد اداری اصلی عامیلان کرزیان ده که دکور مشر غل نشی دکور باقی اعضا غلا او فساد نشی کوولی کله چی دکرزی ورونو محمود کرزی او قیوم کرزی غلا او فساد شروع کړ نورو د دولت چارواکو ته یی لاری خلاصی کړی دصلحی فه نام یی فه میلینو دالر له خارجیانو سخه واخستل او فه امریکا کی یی فری هوتلونه جوړ کړل کیست هاوسونه یی دفحشالفار خلاص کړل ۰۰۰ دهر کرزی جب وګوری دجاسوسی الی یی جب کی وی ۰۰۰ که اشرف غنی سره کرزیان ملګری شول نو اشرف غنی حکومت به هم دکرزی غونته چفاول ګر وی

  8. سلیم جان قنداری Reply

    انجنر سهیل صحیح خبره کوی موږ به چی کله محمودکرزی سره خبری کولی نو داسی عمل به مو فکشی احساساوه لکه زموږ خبری چی ثبت وی موږ ته هم کرزیان جاسوس غونته معلوم شول

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2