Categories

اعلان

Loading…

هېوادونه په سياست نه، په صنعت چلېږي/ نورالباري مل

“هېوادونه په سياست نه، په صنعت چلېږي”

صنعتي انقلاب (Industrial Revolution) د نړۍ په تاريخ کې يو غټ اوړون‌ټکی رامنځته کړ؛ دې انقلاب د ژوند هر اړخ په يو ډول له ډولونو اغېزمن کړ، لنډه دا چې د دې انقلاب په برکت د وګړيو عايدو بې‌سارې او پرلپسې وده ومونده. دا انقلاب له برتانيا را پيل او په څو لسيزو کې تر لوېدېځې اروپا او امريکا پورې ورسېد. تاريخپوهاند ‘اشټن’ د ياد انقلاب پېر د ۱۷۶۰ او ۱۸۹۰يمو کالونو تر منځ ګڼي. له هغه را هيسې تر اوسه شاوخوا ۱۲۴ کاله کېږي، په دې موده کې د صنعت په مرسته نړۍ دومره پرمختګ او بدلون وموند چې هغه وخت به چا په خوب هم نه وو ليدلی. ټيکنالوژۍ د نړۍ په ژوند کې نوې ساه پو کړه؛ وګړيزو اندونو ۱۸۰ درجې مثبت بدلون وموند؛ د انسان د غلامولو فکرونه له سرونو ووتل او ځای يې د بشر د غلامولو پر ځای د ماشين جوړولو فکرونو ونيو؛ د خلاقو او مثبتو فکرونو څښتنانو داسې ماشينونه جوړ کړل چې د سلو کسو کار پر يواځې سر کوي.دا هر څه په پرمختللې نړۍ کې شوي دي.

که څه هم د نړۍ ټول هېوادونه د ځمکې پر يوه کُره مېشته دي خو افغانستان له هغو هېوادنو دی چې د درېيمې (وروسته پاتې) نړۍ هېوادونه يې بولي. خبره يوازې تر بللو پورې نه ده که پر حقيقت باندې هم سترګې وغړوو افغانستان وروسته پاتې او د دريمې نړۍ هېواد دی. دلته د موټرانو شورومونه او پلورنځي شته خو فابکريکې نه؛ دلته د کمپيوټر کاروونکي شته خو جوړوونکي نه… دا منو چې دلته دومره پرمختيا شوې ده چې د آس‌ګاډۍ پر ځای زرنج کارول کېږي خو د دې پرمختيا کرېډټ ځکه موږ نه شو اخېستلای چې د زرنج جوړولو مفکوره او فابريکه يو لا هم زموږ نه دي.

پرمختيا دا نه ده چې د امريکا د واشنګټن او د افغانستان د سپين بولدک اوسېدونکي دواړه ورته آیفون کاروي او ښايي دواړو په يوه بيه پېرلی وي، پرمختيا دا ده چې د ايفون شرکت د امريکا دی او هر کال امريکا ته مليونونه ډالر ګټې.

تر امريکا او امريکايي صنعتونو پورې مې د امريکا پخوانی هېوادمشر ‘رونلډ ولسن رېګن’ او پر موضوع پورې تړلې د هغه د ژوند يوه کېسه را پر زړه شوه. رېګن امريکايي ممثل او سياستوال و، دی د امريکا ۴۰م هېوادمشر او د امريکا په تاريخ کې له ګوتشمېرو برياليو هېوادمشرانو څخه يو دی، رېګن چې د امريکا د هېوادمشرۍ لپاره خپلې ټاکنيزې مبارزې پيل کړې نو په يوه تلوېزيوني مرکه کې خبريال يوه انتيکه پوښتنه ترې وکړه.

–         “ښاغلی رېګن! که تاسې د امريکا هېواد‌مشر شی، ستاسې مخې ته د هغو کسانو لړ (لست) کېښودل شي چې غواړي ستاسې سره وويني، په هغوی کې د امريکا مرستيال هېوادمشر؛ ستاسې د کابينې پېنځه مهم وزيران؛ د اروپايي ټولنې مشر؛ د چين او جاپان سفيران؛ د روس استازی او د منځني پوړ يو امريکايي کاروباي (بزنس مېن) شامل دي. په دغو کې تاسې تر ټولو لومړی له چا سره وينئ؟”

رېګن بې‌ځنډه ځواب ورکړ

–         “تر ټولو اول له امريکايي کاروباري(بزنس مېن) سره وينم”

–         “ولي؟”

–         “د روس استازی، د جاپان او چين سفيران، د درېيمې نړۍ هېوادمشران او د اروپايي ټولنې مشر له رېګن سره نه بلکې د امريکا له هېوادمشر سره ليدو ته راځي، او د امريکا هېوادمشر د دوی نه بلکې د منځني پوړ د کاروباريانو پر مټ هېوادمشر دی، او پاتې شول مرستيال هېوادمشر او د کابينې مشران، دوی هم د همدغو عادي کاروباريانو په برکت وزيران او مشران دي”

رېګن پر ژورنالست مخ را واړاوه او په يوه پلا يې څو پرلپسې پوښتنې ترې وکړې؟

–         “که د امريکا د لوړ، منځني او ټيټ پوړ کاروباريان خپلې سوداګريزې چارې ودروی؛ که د امريکا توليدي کارخونې (فابريکې) نه وچلېږي؛ که د امريکا بازارونه او کاروبار په ټپه ودرېږي؛… نو آيا امريکا به امريکا پاتې شي؟ بيا به هم د امريکا هېوادمشر له همدومره منښت او درنښته برخمن وي؟ آيا بيا به هم د روس استازی، د چين او جاپان سفيران، د اروپايي اتحاديې مشر او د درېيمې نړۍ هېوادمشران د امريکا له هېوادمشر سره ليدو ته همدومره لېوال وي؟”

–         “نه”

رېګن وويل:

–         “هېوادونه په سياست نه، په صنعت چلېږي”

د رېګن د بريالېدو يوازينۍ لامل هم له توليدي او صنعتي فابريکو، کاروباريانو او پانګوالو سره ښه راشه درشه او دوی ته په درنه سترګه کتل وو.

خو په افغانستان کې دولت تر خصوصي سيکتور بل غټ دوښمن نه لري. دلته د آزاد بازار پر نامه د دولت او خصوصي سيکتور تر منځ “سالمه سيالي!!!”روانه ده. شتمن که پانګونې ته زړه ښه کړي پر ماليه سربېره به هم تر نيمايي زياته ګټه (که وي که نه وي) د دولت پر څوکيو ناستو مفسيدينو ته ورکوي.

بله لا دا چې د افغانستان د صنعتکارانو د سرتاسري شورا مرستيال مشر عبدالجبار ساپي څه موده وړاندې له يوې راديو سره په مرکه کې وويل چې د کابل په صنعتي پارکونو کې د ۱۰۶۷ فابريکو پر ځمکه يوازې ۳۸۱ منځنۍ او وړې فابريکې ودانې دي او پاتې ځمکه د ګودامونو په توګه کارول کېږي او يا هم خارجيانو ته په کرايه ورکړل شوې ده، ساپي دا هم ويلي ول چې دا ستونزه يوازې تر کابل پورې تړلې نه ده بلکې د هرات، ننګرهار او کندهار ولايتونو د صنعتي پارکونو ځينې برخې هم د زورورو له لورې غصب شوي چې مارکېټونه او د استوګنې کورونه ورباندې جوړوي.

د دې ټولو تر څنګ افغان پانګوال او کاروباريان د خپل رښتنې ارزښت او درنښت څخه بې برخې دي. تر څو چې د دې هېواد پانګوالو ته د درنښت په سترګه نه وی کتل شوي، دولت تربګني نه وي ورسره پرې اېښې، په هره اداره کې د ناستو لوټمارو او رشوتخوورو مامورينو له شره نه وي ژغورل شوي، او د دوی د کاروبار د لا پراختيا او پرمختيا لپاره يې زمينې نه وي ورته چمتو شوي… د دې هېواد د پرمختيا هيلې به همداسې د سيند په روانو اوبو کې بهېږي.

که د هېواد په تاريخ کې د اوړون‌ټکي رامنځته کولو تکل لرئ، که د ګاونډيانو له وراستو او تر وخت تېرو موادو له پېرودنې تر پزې ياست، که د هېواد مصرفي اقتصاد پر توليدي بدلول غواړئ… نو په راتلونکو ټاکنو کې داسې چا ته رايه ورکړئ چې کاروباريانو او پانګوالو ته د رېګن غوندې لومړيتوب ورکوي، هغوی ته په درنه سترګه ګوري او د هېواد په پراختيا او پرمختيا کې د دوی پر ونډه سترګې نه پټوي.

په ګرداب ورځپاڼه کې خپور شوی

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *