Categories

اعلان

Loading…

معلومات که فکر/ اجمل ښکلی

پر ما دا خبره، چې “په دې ليکنه کې دې ډېر ښه معلومات وړاندې کړي دي” د ټوپک ډز لګي، ځکه زما موخه د معلوماتو ورکړه نه وي. دا داسې ده، لکه څوک چې ډېره ښه بېلچه ووهي، په اخره کې ورته يو کس ووايي، چې والله بېلچه دې ډېره ښه ده.

اوس پخواني وختونه نه دي، چې معلومات ډېر مهم وو. پخوا چې معلومات کميابه وو او د معلوماتو د خپراوي او چاپ وسايل هم محدود وو، نو خلکو ته معلومات ډېر مهم وو. په افغانستان کې خو د شلمې پېړۍ تر منځيو پورې د معلوماتو بازار تود و. چا به چې چېرته کومه پاڼه پيدا کړه، په شوق به يې لوسته.

ځکه خو به چې له چا سره معلومات ډېر وو، خلکو به ورته حيران حيران کتل او د نابغه، علامه، جامع الکمالات او درياب په القابو به يې لمانځه. که دا پخواني القاب اوس هم وای، نو هر سړی به نابغه او علامه وای؛ خو نابغه توب او علامه توب به دې څوک څه کړي، چې انسانيت ته دې ګټه نه وي.

اوس چې معلومات زيات دي او د برېښنايي، چاپي، غږيزو او ليدنيو رسنيو ټوله ورځ همدا کار وي، معلومات دومره مهم نه دي، څومره چې نوی فکر اړين دی.

اوس چې معلومات ډېر دي؛ په انډوخر کې يې فکر ورک دی، ځکه نو فکر اوس تر پخوا هم ډېر مهم دی. معلومات سړی هرځای په اسانه پيدا کولای شي، خو فکر کم پيدا کېږي. په خپله پښتو کې وګورئ، په نوې خبرې او نوي فکر پسې به ړوند شې. کتابونه چې اخلې، ټول معلومات دي، يو نيم پکې داسې وي، چې په لوستونکي کې فکري بدلون راولي.

داسې هم نه ده، چې چورلټ دې سړی معلومات رد کړي.د معلوماتو اړتيا شته، خو د وسيلې هومره. موږ چې ليکنه کوو، له معلوماتو د استدلال په توګه استفاده کوو. له دې نه د معلوماتو ارزښت ثابتېږي. که معلومات نه وي، نوی فکر به څنګه وړاندې کوو؟

خو که د معلوماتو ارايه د ليکوال موخه وګرځي، نو لوستونکي ته هېڅ خير نه شي رسولای او نه ترې لوستونکی په خپل عملي ژوند کې استفاده کولای شي. پښتانه ليکوال پکار ده، چې د معلوماتو او فکر ځای وپېژني.

د نوي فکر ارزښت دا دی، چې لوستونکی ترې په خپل ژوند او مسلک کې عملي ګټه اخيستای شي، خو معلومات له دې ارزښته خنثی دي.

په کومه ټولنه کې چې د نوي فکر څراغونه بل نه شي، هلته څوک د بدلانه پر تپه تياره لار د پرمختګ پل نه شي اخيستای. همدا نوی فکر دی، چې ټولنې، علومو او هنرونو ته نوې لارې پرانيزي، مثلا: په ادبياتو کې که هر څومره معلومات وړاندې شي، ادبيات به له ځايه ونه خوځوې، خو که يوه نوې خبره پکې وشي، نو د ادبي تيورۍ، ادبي کره کتنې او ادب تاريخ چينجنې ستنې به وخوځوي او ادبياتو ته به نوي آرونه وضع کړي. مطلب، نوي فکر زموږ ادبياتو ته د ژوندي پاتېدا شيمه ورکوي.

په نوي فکر کې هره بې منطقه خبره نه راځي، چې يو څوک دې راپاڅي او د دويز فکر پرخلاف دې هسې بوس باد کړي. نوې خبره په استدلال او منطق کېږي او چې تر شا يې منطق نه وي، هغه نوی فکر نه دی، بلکې ټولنې ته زيان اړوي. که د دوديز فکر مخالفت کوې، نو استدلال به کوې، هله يې لوستونکي درسره مني.

نوی فکر دې ته وايي، چې په دوديزو معلوماتو او دوديز فکر کې لاس ووهې او نوې خبره ترې راوباسې.

نوې خبره هغه ليکوال کولاي شي، چې هره خبره په پټو سترګو ونه مني او تېر معلومات بشپړ او سم ونه ګڼي، بلکې معلوماتو او د تېرو ليکوالو خبرو ته د شک په سترګو وګوري او نقد پرې وکړي. مثلا: زموږ په بيان او بديع کې۔ چې ډېرو پوهانو مطلق ګڼلي۔ داسې ډېرې زړې خبرې شته، چې اوس اصلا خبري نه دي، نو پکار ده، چې عيبونه يې په ګوته شي

په لويه کې د نوي فکر دوه اړخه وي، يو زوړ فکر او بل يې ځايناستی يا نوی فکر. په علومو کې چې يوه زړه خبره ردوې، پکار ده، چې ځايناستی يې وښيې، ګنې بيا به تشه پيدا شي او تشه تر زړې خبرې ډېره خطرناکه ده.

داسې هم کېدای شي، چې ستا په علومو کې داسې نويو اړخونو ته پام شي، چې پخوا د چا نه وي ورپام شوی يا يې دومره مهم نه وي بللي. دا هم په نوې خبره کې راځي، مثلا: په پخوانۍ بديع کې تصوير ته د چا پام نه و؛ خو وروسته وروسته د خلکو ورپام شو او اوس خو يې دومره پرمختګ کړی، چې په ډولونه ويشلي دي.

58 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *