Categories

اعلان

Loading…

د استاد سیاف پلویان په دوو برخو وېشل شوي دي

تاند- د راپورونو له مخې د عبدالرب رسول سیاف پلویان په دوو برخو وېشل شوي دي. باوري سرچینې وايي چې استاد سیاف غوښتل چې ټیم یې یا بې پرې پاتې شي او یا د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي خو د ده په انتخاباتي ټیم کې د کابل د شمال په سیمې پوري اړوندو عناصرو عبدالله عبدالله ته لېوالتیا ښودله.

ویل شوي چې له دې مسلې وروسته استاد سیاف د خپل ټیم ملګرو ته ویلي چې که له هر کاندید سره ملګري کېږي، دی به پرې اعتراض ونه لري.

د پروفیسر سیاف له دې پرېکړې وروسته محمد داوود کلکاني رسنیو ته وویل چې ښايي استاد سیاف د چا ملاتړ اعلان نه کړي خو دوی پتېیلې ده چې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي.

کلکاني او د عبدالرب رسول سیاف د انتخاباتي کمپاین ویندوی ښاغلی کوهدامني د پخوانۍ شمال ټلوالې په چوکاټ کې د شورای نظار خواخوږي ګڼل کېدل.

کلکاني همداراز ادعا کړې چې استاد سیاف خپلو پلویانو ته ویلي چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د کلکاني تر څرګندونو مخکې د استاد سیاف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو کاندیدانو ورسره کتنې کړي خو پرېکړه یې نه ده کړې چې د چا ملاتړ وکړي.

سیاف له خپلو پلویانو غوښتي چې هغه کاندید ته رایې ورکړي چې د کار وړتیا، تقوا، دیانت، ښه سابقه او د ستونزو په وړاندې مقاومت ولري.

د ښاغلي سیاف د اعلامیې او د ښاغلي کلکاني د څرګندونو ترمنځ له توپیر او تناقضه څرګندېږي چې د ښاغلي سیاف پلویان وېشل شوي دي.

112 total views, 1 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دا دتعجب ور خبره نه ده أستاد سياف تول عمر دا جمونه كري هر جير ته ي خانته خاي ساتلي بلي خوا مجبور دي هغه سره دملت غم نه شته هغه دخبلي سرمايه أودّ جور او جباول شوو خمكو به غم كي دي . أوبس

  2. محکوم افغان Reply

    له هغه خایه چی نږدی او ثقه معلومات راته راغلی، دسیاف دګروپ اکثریت پتیلې ده چی د اشرف غنی احمد زی په مشری انتخاباتی تیم سره یو ځای سویدی،ځکه تولوته د داکتر عبدالله پخوانی نظار شورا چوکات کی کړی جنایات او انسان وژنی او دکابل د ښار بربادی د داکتر عبدالله اعتبار له وړاندی خراب کړیدی، نور خلک نه غواړی پخوانی جنایی حالت ته ور وګرځی

  3. نوبد زکی Reply

    استاد سیاف بدون مصرف انرژی طریقه کسب چوکی بسیار خوب میداند و در استادی اش شکی نه میبینیم

  4. افغان منم Reply

    د استاد سیاف ۹۰٪ څخه زیات ملاتړی ډاکټر اشرف غنی سره دی او هغو خلکو چی استاد سیاف ته رایه ورکړی وه واوس د هغوی ۹۹٪ به رایه ډاکټر صاحب اشرف غنی ته وړکړی. که تقلب او نور شیان تری وباسو نو راتلونکی ټاکنې به څه داسی وې

    داکټر اشرف غنی احمدزی ۶۴٪ رایی

    ډاکټر عبدالله ۳۶٪رایی

    انشاًالله چی د افغانستان خلک به ددې ټوپک مارو څخه خلاص شی

  5. waris sediqi Reply

    اوس دافغانستان خلک په دی پوی دی چی چاته رایه ورکړی مګر اوس له هرڅه نه مهمه خبره ټولو ته د ژبنیز تعصبوته لویدلی ده چی هر یو دهر سمت او دهر زون چی وی خوښی هم همغی خواته ورښیی

Leave a Reply to نوبد زکی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *